تاند: د افغانستان د خلکو نږدې شپېته کسه استازو او طالب سیاسي مشرانو د قطر په دوحه کې نن هم د ملکي تلفاتو کمولو، اوربند، ټاکنو او نورو هېوادنیو مسایلو په تړاو خبرې وکړې.
دغې غونډې ته له افغانستانه ورغلیو استازو ویلي، د طالبانو د ذهنیت بدلون خوشاله کړي او دوی اوس د بیان ازادۍ، رسنیو، بشري حقونو، د ښځو د کار حق او نورو ارزښتونو ته قایل ښکاري، خو په عمل کې یې بیا څه نه لیدل کېږي.
د غونډې ګډونواله انارکلي هنریار وايي، دا د طالبانو د نظر بدلون ښيي چې په حکومت کې یې ښځه له کوره نه شوه راوتلی مګر نن ورسره په یو مېز کېني، خو دا به وخت ثابته کړي چې دوی په عمل کې څه ډول خلک دي؟
شاه ګل رضايي بیا وايي، د طالبانو د غزني برید وښوده چې لا هم ستونزې شته، خو بیا هم اړتیا ده چې وخت ته په تمه شو تر څو پوه شو د طالبانو نظر څومره بدل شوی دی؟
دا په داسې حال کې ده چې طالب سیاسي ویاند سهیل شاهین بیا ویلي، طالبان د بیان ازادۍ، د ښځو د زده کړو او کار حقونو او نورو ارزښتونو ته د اسلام په چوکاټ کې پابند دي: (( رسنۍ د ټولنې نبض شناسې دي، ازادۍ ته یې قایل یوو، خو دا ازادي باید تعمیري وي، ښځې هم د اسلام په چوکاټ کې د کار حق لري، مطبوعات باید بې طرفه وي.))
د یادونې ده چې نن د قطر د دوحې افغاني غونډې دویمه ورځ وه.
افغاني او طالب لوریو د دغې غونډې په ترڅ کې نه کسیزه کمېټه ټاکلې وه چې د نن ورځې د پای لپاره پریکړه لیک او اعلامیه چمتو کړي.
دې کمېټه کې له افغاني لوري، نادر نادري، عمر زاخیلوال، حبیبه سرابي، فوزیه کوفي، متین بیک او د طالبانو له لوري عبدالسلام حنفي، شهاب الدین دلاور او امیرخان متقي ګډون کړی دی.
