تاند- دې (اورینې کندې) ته د دوزخ دروازه وايي. په دې کنده کې، چې د افغانستان په ګاونډي ترکمنستان کې ده، له ۱۹۷۱ م کال راهیسې په همدې ډول پر له پسې اور بل دی.
اصلاً دا ځای د پخواني شوروي اتحاد جیالوجیستانو په دې هیله کیندلی و چې تېل ومومي. خو دا نرمه او شکلنه مځکه لاندې ښېوه شوه؛ ۲۰ متره ژوره او ۷۰ متره پلنه کنده جوړه شوه. په دې ځای کې د زېرمه شوي طبیعي ګاز سوري پرانیستل شول.
جیالوجیستانو له دې بېرې چې دا ګاز به زهرجن وي، وپتېیله چې اور ورواچوي.
د ترکمنستان متخصصان له هماغه وخته تراوسه پورې هڅه کوي چې د اور لمبې مړې کړي…
هر کال د دې منظرې لیدو ته نژدې ۱۵ زره تنه سیلانیان راځي. خو د دې کندې سیل بې خطره هم نه دی.
په دې ځای کې د هوا د تودوښې درجه د سانتي ګراد مثبت ۵۰ ده.
دا خطر هم شته چې د دې شګلنې سیمې نورې برخې وکښېني او دا ډول کندې ورڅخه جوړې شي.