ژباړه:

 په منځنيو پېړيو كې كشيشانو جنت پر خلكو پلورلو؛ ناپوهو كسانو به هم د پيسو پر وړاندې د جنت يوه برخه خپلوله.  د دوى په منځ كې يو پوه كس و چې د خلكو له دې نادانيه يې زړه شین شوی و، ده هر څه وكړل چې د خلكو د دې احمقانه كار مخه ونيسي، خو ونه توانېد.

يوه ورځ نوى فكر ورته پيدا شو، كليسا ته ولاړ او د جنت پلورلو مسؤول كشيش ته يې وويل:

  • د دورخ بيه څو ده؟

كشيش حيران شو او وې ويل: دوزخ!؟

  • هو دوزخ

كشيش پرته له فكره ځواب وركړ:

  • درې سكې

 سړي په بېړه جېب ته لاس كړ، پيسې يې وركړې او وې ويل:

  • هيله كوم، اوس نو د دوزخ سند ماته راكړئ

كشيش د يوې څيرې پاڼې پر څنډه وليكل: د دوزخ سند سړي په خوشحالۍ سند واخيست، له كليسا ووت او د ښار په ميدان كې ودرېد؛ په چيغو يې وويل:

  • اې خلكو! ټول دوزخ ما واخيست، وگورئ دا يې هم سند دى، نور ضرور نه ده چې څوك جنت په پيسو واخلي، ځكه زه څوك دوزخ ته نه پرېږدم.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *