تاند(سې شنبه، د قوس ) د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پامپیو او د افغانستان اجراييه رييس او د ثبات او همپالنې د انتخاباتي ټیم له مشر عبدالله عبدالله نن ماخوستن د میزان د شپږمې نېټې د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه ټېلفوني خبرې وکړې.
تراوسه څرګنده نه ده چې پامپیو او که عبدالله مقابل لوري ته ټېلفون کړی خو دا خبرې څو ساعته وروسته له دې کېږي چې په افغانستان کې د امریکايي پوځیانو عمومي قوماندان جنرال سکاټ میلر او د افغانستان دفاع وزیر اسدالله خالد په جوزجان کې له جنرال دوستم سره د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو په اړه خبرې وکړې.
له دې کتنې وروسته دوستم وویل چې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون باید د ولسمشرۍ د انتخاباتو پایلې اعلان کړي.
د دوستم د دریځ بدلون د ولسمشرۍ د انتخاباتو د پایلو د اعلان په لار کې د خنډ د پای ته رسېدا لپاره زیات مهم ګڼل کېږي ځکه چې په ۷ ولایتونو کې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون چارواکي د رایو بیا شمېرلو ته نه پرېښودل کېږي او په دغو ولایتونو په تېره بیا تخار، جوزجان، فاریاب او سرپل کې دوستم تر نورو ډېر اغېز لري.
عبدالله عبدالله په خپله ټویټر او فیسبوکپاڼه کې لیکلي چې دواړو خواوو افغانستان ته د امریکا د ولسمشر د وروستي سفر، د سولې د خبرو او د ولسمشرۍ د انتخاباتو پر اړوندو مسلو خبرې وکړې.