تاند- د جنرال عبدالرشید دوستم او د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور په مشرۍ د ولسي جرګې یو شمېر غړیو یو نوی ايتلاف اعلان کړ.

د جنرال عبدالرشید دوستم د دفتر رييس عنایت الله بابر د دې ايتلاف د جوړېدو خبر او ډله ییز عکس انلاین خپور کړی دی.

فرهمند ویلي چې په دې نوي ايتلاف کې د افغانستان د ټولو سیمو کلیدي سیاسي شخصیتونه شامل دي.

ده په دې اړه جزییات نه دي څرګند کړي چې ايتلاف چیري جوړ شوی او یا څوک یې مشري کوي؟

د ولسمشر جلاوطنه لومړی مرستیال عبدالرشید دوستم، د جمعیت ګوند اجرايي ريیس عطا محمد نور، پخوانی مرستیال ولسمشر احمد ضیا مسعود، او د ولسي جرګې ځینې اوسني غړي په عکس کې لیدل کېږي.

دوستم، چې د جنسي تېري له تورونو سره مخامخ دی، نن سبا په ترکیه کې اوسي.

ده په وروستیو کې له ارګ سره یو لړ خبرې وکړې چې هیواد ته د بېرته راتلو لار یې پرانیستل شي خو اجرايي ريیس عبدالله ویلي چې دا خبرې نتیجې ته نه دي رسېدلي.

4 thoughts on “د دوستم او نور په ګډون یو نوی ايتلاف اعلان شو”
  1. پورتني تصویرته چې ګورم د دغو ایتلافیانو قاطع اکثریت مجرمین او د افغانستان له دولت سره د جرمونو او جنایتونو دوسې لري. دوي به څنګه وکولاي شي له خپلو جنګي ، جنایی او مالي دوسیو سره د افغانستان د خلکو رایه ترلاسه کړي .

  2. داسی ا ایتلا ف د افغانستان د خلکو به گـته نه دی او هم تاسی نول د افغا نستان خلک بیزنی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *