تاند- د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم دفتر د عطا محمد نور پر هغو څرګندونو توند غبرګون وښود چې ویلي یې و ده ته د جګپوړو چارواکو له لوري د ولسمشر د لومړي مرستیال چوکۍ وړاندیز شوې ده.
د جنرال دوستم له دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د نور څرګندونو د افغانستان تُرک ټبره ټولنه سخته خوابدې کړې ده.
په خبرپاڼه کې د نور څرګندونې احمقانه بلل شوي او راغلي«دی د یوه وړاندیز خبره کوي چې ګواکي د ارګ له لوري د ولسمشر د لومړي مرستیالي د چوکۍ لپاره ورته شوی دی. دا چټي خبره د ده او هغو کسانو سیاسي خاموالی ښيي چې نن سبا یې له ده څخه د خپلو ګوندیانو پر ضد او د افغانستان د ملي اسلامي غورځنګ او د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم پر خلاف د لاس اله جوړه کړې ده.»
د ښاغلي دوستم د دفتر په خبرپاڼه کې همداراز ویل شوي «خلک ښه پوهېږي چې ښاغلی نور وروسته له دې له ارګ سره پخلاینې ته مجبوره شو چې په نامشروع لاره ترلاسه کړې مالي سرچینې یې وتړل شوې. دی له خپلو شخصي ګټو پرته په بل فکر کې نه دی.»
دوستم په عین حال کې د اجرايي ريس د ضمني ملاتړ ترڅنګ ولسمشر ته د انتقاد ګوته نیولې او ویلي یې دي«د ښاغلي ډاکتر عبدالله پر ضد هم د ده (نور) ادعاوې ښيي چې دا کس د طوطي په شان هغه شیان تکراروي چې ده ته په خوله کې ورکړل شوي دي. موږ هغه وړاندیز ته، چې د معاونیت په اړه ده ته شوی، هیڅ اهمیت نه ورکوو ځکه چې دا نوړۍ د عطا محمد نور او د نوموړي د نویو ملاتړو تر خولې ډېره لویه ده او دا چټیات او د احمد ایشچي تهمت د دې سبب کېږي نه چې موږ له خپل مخکیني دریځه چې په غورماچ کې د لومړي مرستیال او د ترک ټبرو پر مشر د ناکامې حملې په اړه پر تحقیقاتو ټینګار دی، لاس واخلو.»
دوستم تورن شوی چې خپل سیال او د جوزجان پخوانی والي احمد ایشچي یې وهلی او بې عزته کړی دی. لویې څارنوالۍ دوستم ته احضاریه لېږلې خو دی وايي چې د اساسي قانون پر اساس څارنوالي د ولسمشر مرستیال احضارولی نه شي.
د دوستم د دفتر په خبرپاڼه کې یو وار بیا ویل شوي چې د لومړي مرستیال واک محدود کړای شوی او ولسمشر او د ملي امنیت شورا هڅه کړې چې ده ته اهمیت ورنه کړي.
مخکې تر دې چې عطا محمد نور بي بي سي ته په مرکه کې ده ته د دوستم د څنګ ته کېدو په صورت کې د لومړي مرستیالۍ د وړاندیز په اړه څه ووايي، دوستم د خپل ملي غورځنګ له غړیو سره په یوه غونډه کې وویل چې غواړي له ولسمشر سره خپلې اړیکې ښې کړي.