تاند- د جنرال عبدالرشید دوستم ویندوی وايي چې د ولسمشرلومړی مرستیال به په ۱۰ ورځوکې هیواد ته راستون شي.
جنرال دوستم د ایشچې له قضیې وروسته په ترکیه کې ځان تبعید کړی دی.
ظاهراً نوموړی د درملنې لپاره ترکیې ته تللی خو باور کېږي چې د جوزجان د پخواني والي احمد ایشچې د جنسي تېري او ځورونې دوسیه سبب شوې چې دوستم ځان جلا وطنه کړي.
په انقره کې د بلخ له والي او د جمعیت ګوند له اجرايي ريیس عطا محمد نور او د وحدت ګوند له مشر او د اجرايي ريیس له دوهم مرستیال محمد محقق سره د ايتلاف جوړېدا سبب شوې چې دوستم بېرته راتګ ته زړه ښه کړي.
د جنرال دوستم د ملي غورځنګ رسمي ویندوی احمد ته ینچ د جمعې په ورځ وویل، د جنرال دوستم له راتګ سره به د افغانستان د ژغورنې ايتلاف رسماً په کابل کې خپل موجودیت اعلان کړي.
پر دغه ايتلاف مخکې انتقاد و چې د هغه د مشرانو د شخصي ستونزو اوګټو په خاطر له هیواده بهر جوړشوی دی.
ته ینج وايي چې کابل ته د ښاغلي دوستم د راتګ لپاره ځانګړې تیاري نیول شوې ده.
ده همداراز وویل چې دوستم به په یوه یا دوو اوونیو کې کابل ته راشي او له رارسېدووروسته به یې ايتلاف اعلان شي.
روانه میاشت د مزارشریف په هوايي ډګر کې د هغې الوتکې مخه نیول شوې وه چې جنرال دوستم پکې سپور و او غوښتل یې چې د ترکیې جلاوطني پای ته ورسوي.