د متحده ایالتو کانګریس مصر کې د پوځ لخوا د محمد مرسي حکومت نسکورېدل کودتا نشوای ګڼلای. کودتا څه ته وایي…؟
د مرسي حکومت د ولسواکه ټاکنو له مخې رامنځته شو ـ امریکا پخپل وار ټاکنو کې د مرسي د بري مبارکي ور…کړه ـ محمد مرسي چې امریکا کې یې لوړې زده کړې کړې، د واک له ترلاسه کولو په لومړي سفر امریکا ته ولاړ، خو کال لا نه و اوښتی چې پوځ دغه حکومت ړنګ او مرسي د زندان میلمه کړ، مصر کې د مرګونو، ناکراریو او ګډوډیو هنګامه خپره شوه…
خو امریکا ورته کودتا نه وایي ـ د پوځ ټانګونو او وسلې په زور د یوه منتخب حکومت راپرځول مصر کې کودتا نه ده، امریکا ښایي له خپله اړخه د کودتا نوی تعریف وړاندې کړي ـ دغه تعریف ښایي د هر هېواد په اړه جلا مفهوم ولري ـ مالي او هندوراس کې د پوځ لخوا د حکومت نسکورول کودتا وبلل شي ـ مصر کې نه ـ د مصر هغه ته هم یو تعریف اړین دی ـ چې امریکا یې کومه کټګورۍ کې شمېري، که د خپل زور او سیاست په ډکشنرۍ کې کوم نوی ټکی، لغت ورته راباسي.
کودتا توره وي که سپینه؟ نه توره نه سپینه، هغه چې متحده ایالتونه یې کودتا وګڼي ـ که نه کودتا نشي ګڼل کېدای…
د بوش د خولې خبره ده :((جنرال پرویز مشرف دیکتاتور دی، که مستبد د امریکا خوښ دی!)) چې د امریکا خوښ وي بیا نه دیکتاتور راختی شي، نه مستبد…
سعودي کې یې چې وهابي حکومت خوښ دی ـ نه د ښځینه وو د حقونو په کیسه دي، نه د بشري هغو ـ د سعود کورنی تپلی حکومت د ټاکنو او دیموکراسۍ په مټ رامنځته شویو سلو حکومتونو په پرتله غوره دی… چې د امریکا خوښه له هر تعریف لوړه، پخه او کره ده…
خو د امریکا دوستي او ملګرتیا پخه او کره نشي راختی ـ امریکا چې و غواړي څوک دوست او ملګری غوره کړي ـ ددغه ملګرتیا له منلو پرته بله لاره نشي لرلی ـ دغسې که وغواړي څوک په دښمنۍ ونیسي، هغه یې له دښمنۍ پرته بله مخه نشي موندلی…
په دې توګه دوستي او دښمني دواړو کې د امریکا خوښه چلېږي، ځکه خو محمد مرسي له امریکا سره د دوستۍ هیله ونشوای ریژولی، د امریکا مینه خپل قیمت لري ـ دغه بیه امریکا خپله ټاکي چاته نغده، چاته نسیه، څوک یې په سود کې دیوالیه شي، څوک د تورو نخودو په لالهاندۍ واوړي، ډېر لږ یې د مینې د وصال خواږه پر سر اړولی شي…
خو د امریکا له دښمنۍ دې هم خدای ساته ـ وایي د آس تر شا مه تېرېږه د زورور تر مخ…؟
لکه د مخه مو یاده کړه په دوستۍ او دښمنۍ دواړو کې د امریکا خوښه ټاکوونکې خېژي ـ کله چې امریکا له طالبانو سره د دښمنۍ پرېکړه وکړه، طالبانو بله لار نشوای موندای که نه طالبان له ټولو زیات د امریکا په ګټه وو.
خو اوس چې له طالبانو سره ملګرتیا ته ور ګرځېدلي ـ طالبان یې له دوستۍ پرته بله چاره نشي لرلی… ځکه خو ښایي نه څوک د امریکا د دښمنۍ هڅه وکړي، نه د دوستۍ تلوسه ـ چې دا کار د امریکا انحصار او ټیکه ګڼلای شي…
د دوستۍ او دښمنۍ انتخاب یواځې او یواځې د امریکا حق دی ـ هغوی چې د متحده ایالتو مینه کې لا لهانده ګرځي لږ ساړه خوري، چې امریکا د چا مینې او اخلاص ته نه، خپلې اشتها او هوس ته ګوري.
چې د امریکا مینه کې په ډغرو ډېری ټوکر ټوکر او جل وهلي ګرځي.
دا خو دا ستا د یارۍ ټس دی
ځکه مې کډې په زیړي مازیګر ځینه
چې دامريکا لخوا راشی بيا لکه کرزی اومالکي دافغانستان اوعراق پرسر دجعلي ديموکراسي ترچتر لاندي ۱۳کاله پې پایلې اوبې هويته واکمني هم کولی شي،زموږ په هيوادکې ديموکراسي اودازادو رسنيو دشتون ډ رامه هم دامريکا په خوښه پورې اړه لري،دامريکا دفوځي حضور ملاتړي خپلواک ګڼل کيږي اومخالفان يې بلواک! داهم امريکایی فرمایشی تعريف دی،خدای دی موږ پوی کړی چاته وايې؟؟؟