دا خبرونه بیا بیا تازه کېږي او نور خبرونه پرې زیاتېږي
= په جرمني کې هغه کور ویجاړېږي چې هټلر پکې زېږېدلی و.
د جرمني چارواکي وايي دا کار د دې لپاره کوي چې نوی نازیان یا نیونازیان له دغه کوره د خپل مرکز په توګه کار وانخلي.
= د طالبانو د انشعابي ډلې ویاند او مرستیال ملا منان نیازی وايي، که د افغانستان حکومت د بهرنیو پوځیانو د وتلو ضمانت ورکړي، حاضر دي چې وسله پر مځکه کښېږدي.
د طالبانو سختدریځې ډلې، چې مشري یې هیبت الله اخوندزاده کوي، تراوسه پوري دا ډول غوښتنه نه ده کړې. بناً ګرانه ده چې د افغانستان حکومت په اوسنیو شرایطو کې د ملا رسول اخوند د ډلې پر دې غوښتنې غور وکړي.
= د افغانستان اجرائيه رئيس عبدالله عبدالله د یوه لوړ پوړي دولتي پلاوي په مشرۍ په درې ورځني سفر سعودي عربستان ته ولاړ.
اجرائيه رئيس به په دې سفر کې د خادم حرمين شريفين، د سعودي عربستان له ولي عهد، د هغه هېواد له یوشمېر وزیرانو، جید علماوو، د مکې مکرمې او مدینې منورې له خطیبانو، د سوداګریزونو خونو له چارواکیو او په سعودي کې له مېشتو یوشمېر افغان سوداګرو سره وګوري.
په دې سفر کې به له ترهګرۍ سره په ګډې مبارزې او د سولې له پروسې سره د سعودي عربستان د مرستو په اړه خبرې وشي.
= په پاکستان کې د افغانستان سفیر وايي، چینايي چارواکي د چین- پاکستان په اقتصادی دهلېز یا کوریدور کې د افغانستان د شاملېدو ملاتړ کوي. (تفصیل وروسته خپرېږي)
= د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د ماشومانو د ګوزڼ ضد د مني کمپاین پیل کړ.
د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز نن د دې کمپاین د پرانستې په مراسمو کې هیله څرګنده کړه چې د ګوزڼ ضد په دې کمپاین کې به شاوخوا ۹ ملیونه ماشومان چې عمرونه یې تر پنځو کلونو څخه کم وي، واکسین شي.
په دې کمپیان کې د افغانستان د کرکټ د ملي ټیم لوبغاړي هم فعاله ونډه اخلي.
= د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم وايي چې ټپي شوی نه دی او په دې اړه د اجرايي رييس عبدالله عبدالله څرګندونې ناسمې دي. (تفصیل ولولئ)
= د افغانستان برېښنا شرکت نن اعلان وکړ چې د ولسمشر د لومړی مرستیال جنرال دوستم، پخوانی جهادي مشر عبدالرب رسول سیاف، د پخواني ولسمشر دوهم مرستیال کریم خلیلي، د ملي شورا یوشمېر غړي او ګڼ زورواکان د ۳ ملیارد افغانیو په ارزښت د برېښنا پوروړي دي.
برېښنا شرکت وايي، له دغو کسانو څخه یې، چې ټول شتمن دي، بیا بیا د مصرف کړې برېښنا د محصول د ورکولو غوښتنه کړې خو بالاخره مجبوره شو چې د دوی نومونه افشا کړي. (تفصیل وروسته)
= په زابل کې د ملي تلویزیون د خبریال یعقوب شرافت له وژل کېدو وروسته د ازادو خبریالانو ټولنې د خبریالانو پر وژنو اندېښنه ښکاره کړه، ویې ویل چې تر نورو کلونو دا ډول پېښې ډېرې شوي دي.
= پاکستان د کورمې ایجنسۍ په برخه کې له افغانستان سره پوله بنده کړې ده.
پاکستاني رسنۍ وايي چې پاکستان له څلورو ورځو راهیسي دا پوله د امنیتي دلایلو پر اساس بنده کړې ده.
د دې لارې د بندېدو له کبله د دواړو خواوو ترمنځ تګ راتګ او د مالونو راکړه ورکړه درېدلې او خلکو ته ستونزې پېښې شوي دي.
= اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن د کابینې په غونډه کې وویل، یو شمېر کړۍ هڅه کوي چې په هیواد کې قومي تعصبونو ته لمن ووهي.
ده تعصب خپرونکې کړۍ په نامه یادې نه کړې خو له خلکو یې وغوښتل چې هغوی پرېنږدي چې خپلو هدفونو ته ورسېږي.
= پاکستاني چارواکي وايي، د پنجاب ایالت په یوه ترافیکي پېښه کې لږترلږه ۲۵ تنه وژل شوي او نژدې ۵۰ نور ژوبل دي.
دا پېښه نن سهار د دوو بسونو ترمنځ په رحیم یارخان ښار کې وشوه.
= د اوبو او انرژۍ پخوانی وزیر اسماعیل خان وايي، د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو په صورت کې به د جهاد لپاره له چا اجازه ونه غواړي. ده، چې پرون په هرات د پخوانیو جهادي قوماندانانو او د ولایتي شورا له غړیو سره په یوه غونډه کې خبرې کولې، اوسني شرایط په سیمه کې د یوې سترې جګړې لپاره لار پرانستونکي وبلل.
= په ستوکهلم کې د افغانستان سفیر د سویډن له حکومته وغوښتل چې د افغان پناه غوښتونکو د دوسیو د څېړلو په مهال بشرپالنه هېره نه کړي.
حمید هامي وویل، سویډن ته اکثره تازه ورغلي پناه غوښتونکي د انتحاري او بمي حملو له کبله په ذهني پریشانۍ یا دیپرېشن اخته شوي دي.
ده همداراز د سویډن د مهاجرت له ادارې وغوښتل چې د افغانانو د دوسیې ژر وڅېړي.
= په فاریاب ولایت کې د طالبانو په غلچکي برید کې د ولسمشر لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید برسېرن ټپي شوی دی.
د جنرال دوستم برسېرنه ژوبلېدا دولتي چارواکو تایید کړې ده. عبدالله عبدالله د کابینې په غونډه کې وویل چې د ولسمشر لومړی مرستیال معمولي ټپي شوی او هیله لري چې ژر صحتمن شي.
دوستم پرون /یکشنبه/ غورماچ ولسوالي ته روان و چې وسله والو طالبانو په لاره کې پرې غلچکی برید وکړ.
= د افغانستان د ملي امنیت ریاست وايي، په لغمان کې یې د وسله والو طالبانو د ډله ییزې انتحاري حملې مخه نیولې ده.
د ملي امنیت ریاست وايي چې د بلال، ذکرالله او فردوس په نومونو درې تنه یې له مقناطیسي بم او چاودېدونکو موادو سره نیولي دي.
= عراقي ځواکونو د موصل د نیولو لپاره پراخ عملیات پیل کړل.
د عراقي پوځیانو ترڅنګ امریکايي او کُرد ځواکونه هم په دې عملیاتو کې، چې ټولټال ۳۰ زره سرتېري پکې شامل دي، برخه لري.
موصل د اسلامي دولت یا داعش تر ټولو مهم او لوی مرکز دی. دې ډلې تر موصل وړاندې سږ کال د عراق یو شمېر نور ښارونه له لاسه ورکړل.
= باوري سرچینو تاند ته وویل چې احتمالاً روانه اوونۍ به د طالبانو د قطر د دفتر پلاوی د منځنۍ اسیا په یوه هیواد کې د افغانستان د مدني ټولنو له استازو سره د سولې پر احتمالاتو خبرې وکړي.
طالبانو دا ډول خبرې پخوا په قطر، پاریس او چین کې هم کړي دي. دا ډله غواړي چې له دې لارې د طالبانو د تحریک لیدتوګې توضیح کړي او د دې ډول غونډو جوړوونکي بیا هیله لري چې په دې وسیله به طالبان وهڅوي چې له یوې جنګې ډلې پر یوې سیاسي ډلې ځان بدل کړي.
تراوسه پوري د دې غونډې دقیقه نېټه نه ده ټاکل شوې خو باور کېږي چې د دواړو خواوو استازي به په قزاقستان یا قرغیزستان کې سره وویني.
- ———————
= د افغانستان اجرايي رييس عبدالله عبدالله نن /دوشنبه/ سعودي عربستان ته ځي.
له ښاغلي عبدالله سره به په دې سفر کې د څو وزیرانو ترڅنګ تر شلو زیات سوداګر هم مله وي.
اجرايي ريييس به له سعودي چارواکو سره په دغه هیواد کې د افغان کارګرو، انرژۍ او پانګونې په اړه خبرې وکړي. دی وروسته په پام کې لري چې باکستان هم لاړ شي.
تر دې مخکې ولسمشر غني له سعودي عربستانه غوښتي و چې په افغانستان کې د راستنېدونکو افغان کډوالو له ځای پر ځای کېدو سره مرسته وکړي.
څرګنده نه ده چې له سعودي چارواکو سره د عبدالله د خبرو په اجنډا کې دا مسله شامله ده او که نه ده خو ویل شوي چې دی به له سعودي چارواکو وغواړي چې افغانانو ته د سعودي عربستان په پوهنتونونو کې سکالرشیپونه ورکړي.
- ———————–
= پاکستانۍ ورځپاڼه ډیلي ټایمز وايي، د پاکستان له لارې د ډیلي – کابل سوداګري راکړه ورکړه د پاکستان لپاره د ځان د اعدامولو د حکم د لاسلیکولو معنا لري.
افغانستان او هند څو ځلی له پاکستانه غوښتي چې هغو افغان لارویو ته، چې د پاکستان له لارې د هند واګې بندر ته له افغانستانه مال وړي، اجازه ورکړي چې د راتګ په وخت له هنده تجارتي مال راوړي خو پاکستان یې مخالفت کوي. د پاکستان مخالفت د دې سبب کېږي چې افغان لاریو ته تر واګې بندره په یو اړخیز ډول د مال وړل واره داره تمام نه شي.
= پاکستان وايي، وسله والو سختدریځو د افغانستان له پولې له وراوشتو وروسته د دوی دوه سرتېري ووژل.
پاکستاني چارواکو د یکشنبې په ورځ /اکتوبر۱۶/ وویل، دا دوه پاکستاني سرتېري وروسته له دې ووژل شول چې له افغانستان څخه ورغلیو سختدریځو په ډیورنډ کرښه کې پرې ډزې وکړې.