دولتي عواید هغو عوایدو ته ویل کيږي چې دولت يې د بیلا بیلو سرچینو څخه د خپلو لګښتونو د پوره کولو لپاره تر لاسه کوي . چې دغه سرچينې دوه ډوله دي مالیاتي او غیرې مالیاتي سرچينې .

په مالیاتي سرچينو کې د مالیې بیلابیل ډولونه راځي چې حکومت يې له خلکو څخه د قانون په رڼا کې تر لاسه کوی. او غیر مالیاتي سرچينې هغه سرچينې دي چې حکومت يې د ځانګړو خدماتو او يايې په وړیا توګه تر لاسه کوي د ساري په توګه  ډالۍ،مرستې،جریمې، فیس او نور . خو که پورتنۍ سرچينې د دولت لګښتونه پوره نه کړي نو حکومت بیا د عامه پورونو له لارې عواید تر لاسه کوي . چې دغه پورونه کورني وي او یا هم بهرني وي .په تیر وختونو کې د حکومت کارونه محدود ول يوازې د امنیت په برخه کې کار کولو لګښت يې هم ډیر کم و ،خو په دې وروستیو لسیزو کې د حکومتونو دندې ډیری شوي او ډيرو لګښتونو ته اړتیا لري . حکومتونه مجبور دي تر څو د خپلو چارو د اجرا لپاره عواید تر لاسه کړي .

غیرې مالیاتي عواید په هيوادونه کې ډیر د بحث وړ نه وي ځکه دا ډول عواید حکومت ځانګړو خلکو ته د کار او يا په وړیا توګه تر لاسه کوي . خو مالیاتي عواید په ټوله نړۍ کې د بحث وړ دي ځکه خلک د مالیې په ورکولو سره له حکومته څخه د کوم ځانګړي خدمت غوښتنه نشي کولی له بلې خوا خلک مجبور دي تر څو حکومت ته مالیه ورکړي د نه ورکړې په صورت کې قانوني جرم بلل کيږي . حکومت هم هڅه کوي چې له خلکو ډيره مالیه تر لاسه کړي . په هيوادونو کې د مالیې مقدار او ډولونه یو له بل سر ه توپیر لري هر هيواد دخپلو خلکو امکاناتو ته په کتو سره له خلکو ماليه راټولوي . خو په مقابل کې د خلکو لپاره بیلابیل خدمات لکه : بریښنا،ټرانسپورټ ،ښوونه او روزنه،د صنعتي پارکونو جوړل ،ټولیز ثبات، کورنۍ او بهرنۍ سوداګرۍ پرمختګ ،رسنیز خدمات ،اقتصادي ثبات ،کارګرو هوساینه،بانکي خدمات،اقتصادي پرمختګ،کرنیز پرمختګ، د نفوسو د چټکې ودې مخنیوي،روغتیایي خدمات، د هيواد دفاع ،د ملي عاید ډیرښت،سبسایډي ورکول ، دولتي پورنو ورکړه ، اداري لګښتونه،ښاريتوب، پرمختیايي پروژو تمویل،صنعتي کیدل،سیاحتي ځاینونو جوړول ، د کاري موقي پیدا کول ،د ژوند سطحه لوړول او په ټولنه کې د طبقاتود له منځه وړلو تر سره کوي .

لکه څرنګه مو چې وړاندې ذکر کړه د مالیې ډول او مقدار په هيوادونو کې سره توپیر لري ځکه په بعضې هيوادونو کې لوړه مالیه ګټوره وي او په بعضې هيوادونو کې ټيټه ماليه خو په پرمختیايي هيوادونو کې لوړه مالیه ډيرې ستونزې رامنځته کوي د ساري په ډول : د عاید نا انډوله ویش چې ټول بوج يې پر کار ګرو او بې وزله انسانانو وي اودوی نشي کولی د ژوند د تیرولو لپاره پوره عاید تر لاسه کړي . ورسره د دوی اجوره هم کميږي ځکه کله چې حکومت مالیه لوړه کړي د کمپنیو په مالي حالت کې تغیر رامنځته کيږي چې ورسره د کارګرو اجوره هم کميږي د دې تر څنګ د پیسو پړسوب ته لاره هواريږي . ځکه کله چې مالیه لوړه شي کمپنې ورسره قیمتونه لوړ وي . په همدې ډول د بې کیفیته توکو تولید او د بیکارې کچه لوړيږي بالاخره خلک جرمونو ته مخه کوي چې په پایله کې ټولیز ثبات لمنځه ځي .

خو افغان حکومت پورتنيو ستونزو ته په کتو لاهم کوښښ کوي چې مالیات لوړ کړي يا پر نویو توکو مالیات وضعه کړي دا په داسې حال کې ده چې بیکاري تر هر وخته ډيره ده ، د ټولنې اقتصاد د یو څو مافیايي کړیو په لاس کې دی ، ټولنیز ثبات خو ورځې تر بلې خرابيږي د لار پر سر خلک لوټل کيږي ،د پیسو پړسوب ګرنډی دی ، د جرمونو کچه لوړه شوی که اوس مهال حکومت مالیه لوړه کړي او یا پر نویو توکو مالیه وضعه کړي پورتنۍ ستونزې به لا پسې ډيرې شي ځکه موږ په يو داسې هيواد کې ژوند کوو چې خپلې اړتیاوې نشو پوره کولی ،کورني تولیدات نه لرو ، شپته سلنه خلک يې بیکاره ،شل میلونه خلک د بې وزلۍ د کرښې لاندې ژوند تیروي ، اقتصاد مو يو مصرفي اقتصاد دی ،په هيواد کې شته کمپنۍ د پانګې او نور امکاناتو له کمښت سره مخ دي .

د دې لپاره چې خلک له خپل هيواد سره مینه لري له پورتینو ستونزو سره سره د مالیې ورکړې ته تیار وي او حکومتونه هم د خلکو څخه د اخیستل شوې ماليه پر مناسب ځای او د هيواد د پرمختګ لپاره لګوي . پاتې شوه د افغان ولس خبره ،افغان ولس د تاریخ په اوږدوکې د خپل هيواد د پرمختګ لپاره ځانونه قربان کړي دا خو لا يو څو افغانۍ دي خو اصلي خبره دا ده چې ایا حکومت چې اوسمهال کومه مالیه لوړوي پر دې پورتنۍ کړنې تر سره کوی اویا يې په بدل کې خلکو ته چې په نورو هيوادونو کې د ماليې د ورکړې په وړاندې حکومتونه کوم خدمات وړاندې کوي دوی يې هم وړاندې کوي ؟ د حکومت کړنو ته په کتو سره هیڅوک نشي ویلی چې حکومت د له خلکو مالیه واخلي او هغه دې د ملي بودجې له لارې په پرمختايي چارو ولګوي .خو موږ تاسو وینو چې په هيواد کې څومره بې ځایه تشکیلات رامنځته شول يوازې دا نه چې د هيواد پر درد نه خوري بلکې د هيواد د پرمختګ په مخ کې لوړ خنډ هم دي . ،په همدې ډول په بیلابیلو وزراتونو او ریاستونو کې په لکونو افغانیو معاشونه ټاکل تر څنګه يې نور ډير بې ځایه لګښتونه چې حکومت يې تر سره کوي په هیڅ صورت د ولس پر ګټه نه دي يوازينې ګټه يې مفسدو چارواکو د همدې مفسدو چارواکو خپلوانو او تنظیمي ټوپک سالارنو ته رسیږي .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *