تاند، یکشنبه، د میزان ۷مه: د حزب اسلامي مشر او د ولسمشرۍ نوماند ګلبدین حکمتیار وايي، که رایې په راڼه ډول وشمېرل شي، نو دی سل په سلو کې د ټاکنو ګټونکی دی.

نوموړي له بي بي سي فارسي سره په یوه مرکه کې ویلي، له خپلو ټاکنیزو کمپاینونو کاملا خوشاله او راضي دی خو که رایې په دقیق او عادلانه ډول وشمېرل شي، دی سل په سلو کې ګټونکی دی.

نوموړی وايي، د ټاکنیزو ټیمونو په ۱۲۷ کمپایني غونډو کې ۵۰ د دوی د ټیم وې چې خلکو پراخ ګډون په کې کړی و: (( زموږ د پراخو غونډو له کبله د غني او عبدالله ټیمونو راته وړاندیزونه وکړل چې په ټاکنو کې موږ ته انصراف وکړه، ۴۵ سلنه واک به درسره شریک کړو، حتی  اجرائیه ریاست، د دولت عالي شورا باندې یې هم معامله راسره کوله.))

نوموړی وايي، که پراخې درغلۍ د ټاکنو په رایه شمېرنه اغېز ونه کړي، نو د ده ټیم د ولسمشریزو ټاکنو ګټونکی دی.

نوموړی وايي، دواړو دولتي ټیمونو ورته د ټاکنو  تر پیل یو ساعت وړاندې هم وړاندیز وکړ چې نیمايي دولتي پوسټونه به درکړو، که په ټاکنو کې ورته تېر شي.

دا په داسې حال کې ده چې ګلبدین حکمتیار پرون په یوه مرکه کې دا ځل ولسمشریزې ټاکنې د افغانستان د تاریخ شرموونکې ټاکنې وبللې.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *