زلمی توریال

هغه چاته چي په ګردیو مېزو او مرکو کې د دولت او حکومت توپير نسي کولای!

د غرب سیاست پوهان د سیاست ټول بنسټونه په یونان پوري تړلي بولي، ځکه د سیاست کلمه (politics ) په اصل کي د یوې یوناني کلمې له (polis ) څخه اخیستل سوې ده. چي د (ښار یا ښاري دولت City State ) مانا ورکوي.

د (polis ) یا (politics ) کلمه شاید په لغوي لحاظ زیاتي ماناګاني ولري، خو زموږ یوازي د هغه له ریښي سره سر و کاردی. او په اصطلاح کي د انساني ژوند د ښه والي او تنظیم نوم سیاست دی، که سیاست د حکومت کولو په مانا سره یاد سي، نو د حکومت کولو موخه همدغه ده، چي خلک تر یو خاص نظم لاندي ښه ژوند ولري.

زیات وختونه په سیاسي مباحثو ، مرکو او ګردیو مېزونو کي دولت او حکومت په یوه مانا سره کاریږي، او عام خلک هم همدا فکر کوي چي د دولت او حکومت کلیمات یو د بل مترادف دی، نو ځکه ځيني ځایونه دولت ته حکومت او حکومت ته دولت وايي حال دا، چي دغه دوې کلیمې یو د بله ډېر توپیر سره لري.

دولت: مال، جایداد، شته، ثروت او سرمايې ته ویل کیږي. د یوه هیواد د صدراعظم په شمول د وزیرانو هیئت او د یوه هیواد د مسلطي طبقې سیاسي جوړښت ته وايي. دولت د دولت د عمالو مجموعه ده، دولت د ټولني سیاسي سازمان او د هغي طبقې د تسلط د تامین مهمترینه وسیله ده چي په ټولنه کښي د اقتصادي نظره مسلط رول لري، د دولت اساسي دنده د هغه د اقتصادي نظام ساتنه او ټینګښت او د هغه طبقې دفاع ده، چي ور څخه راپيدا سوي وي.

(لینن) دولت د یوه داسي ماشین په توګه راته تعریفوي، چي د یوې طبقې سیادت پر بله طبقه باندي ساتي، او د دولت جوړښت د یوه ماشین د جوړښت سره تشبیه کوي.

د پورته توپيرونو په نتجه کښي دولت بېلابيلي بڼې لري. لکه: ازاد دولت یا موقت دولت، سوسیالیستي دولت، ائتلافي دولت، بسیط دولت، مرکب دولت، کاملة الوداد دولت، تابعه دولت، مانډيټ دولت، تر قیمومیت لاندي دولت، ملي دولت فډرال دولت، تحت الحمایه دولت … او نور. چي دغه دولتونه ځانته بېل جوړښتونه او اصول لري.

د(ارسطو) له انده دولت د بېلابیلو کورنیو او کلیو د یوې داسي منظمي ټولني نوم دی چي هدف يې د خپلواک او سوکاله ژوند جوړول دي.

د (لاسکي) له انده دولت یو داسي سیمه ییز او ټولنیز تنظیم ته وايي، چي حاکم او محکوم ولري او په خپلو ځانګړو سیمه ییزو حدودوکي پر نورو ټولو ادارو باندي ستر واک ولري.

دولت یو محدود ځای او ساحې ته ویل کیږي د بیلګي په ډول ښار، د قام ځای، د بېلابیلو ښارونو، کورنیو او کلیو منظمه ټولنه، د غو ټولو شکلو نو ته دولت ویل کیږي او دا د دولت په اړه د یونانیانو نظريې وې، چي په دې وروستیو وختو کي يې زیات بدلونونه پکښي راوستل.

دولت ځانته خپل جوړونکي عناصر لري، لکه:

  1. نفوس: چي د دولت د بنسټيزو عناصرو څخه ډېر مهم عنصر دی.
  2. قلمرو ( ملي جغرافیوي ساحه ): دا هغه سیمه ده چي د دولت تر قلمرو لاندی ده.
  3. حکومت: حکومت د دولت دریم مهم عنصر دی چي د دولت واکونه کاروي.
  4. واک ( حاکمیت ): واکمني د دولت هغه څه دي، چي پر مټ يې د دولت په سیمه کښي قانون پلی کیږي.

حکومت: حکومت په لغت کي حکم کول او فرمان ورکولو ته وايي، او حکومت د ټولو هغه سازمانونو مجموعه ده چي د یوه هیواد چاري اداره کوي، نظم مستقروي، هرج او مرج له منځه وړي، د افرادو وظایف تعینوي، د خلکو دعوې فیصله کوي، تاوان دفع کوي او ګټه جلبوي او د خلکو خصوصي ګټي ساتي.

حکومت د دولت دریم مهم عنصر دی چي د دولت واکونه کاروي او د خپلو حکمونو ساتنه په جبري ډول کوي او خپل امر په نورو مني. حکومت خپل نظام په دریو قواوو سره چلوي، لکه: مقننه قوه، اجرائيه قوه او قضائيه قوه.

حکومت که څه هم د دولت ډېره مهمه برخه ده، خو د حکومتي نظام په بدلون سره په دولت کي هیڅ تغیر نه راځي. په دولت کي که هر نظام وي که هغه د ولسواکۍ نظام وي او که شاهي نظام وي، حکومت د دولت له خوا ورکول سوی واک کاروي. هر دولت د یوه خاص حکومت درلودونکی دی حکومت د دولت اجرائيوي ارګان دی، چي د دولت کورنۍ او بهرنۍ پالیسي پلې کوي او همدارنګه په ټولنه کي د قوانینو پلي کول د حکومت دنده ده. په ټولنه کي هغه وخت ثابت نظام راځي چي د وګړو تر منځ ټاکلي قواعد په اړیکه باندي حکومت وکي او د همدغه قواعدو پلي کوونکی حکومت دی.

حکومت د خپل خاص واک په لرلو سره د یوې ټاکلي ځمکي پر خلکو باندي حکومت کوي، چي ځانته بېل جغرافیوي، سیاسي او حقوقي اړخونه لري.

حکومت ټاکلې رسمي ژبه لري، ملي بیرغ لري، ملي سرود لري او ځيني وختونه رسمي مذهب هم لري، چي د ا ډول حکومتونه په فډرالي نظام کي زیات تر سترګو کیږي. د پورته مفاهیمو په اخیستو سره حکومت د دولت سره په یوه مانا کاریږي، یاني دلته دولت ته په مجموع کي د حکومت لفظ هم کارول سوی دی.

لکه څرنګه چي حکومت د دولت یو عنصر وبلل سو نو مانا يې هم په دولت کي نغښتې ده او همدارنګه حکومت د دولت د غوښتنو او اهدافو د لاسته راوړلو له پاره یوه ښه وسیله ده. حکومت کوښښ کوي تر څو په هره برخه کي د دولت پالیسي پلې کړي او د همدې لاري د خلکو اطاعت لاسته راوړي، نو ځکه هیڅ دولت د حکومت څخه بغیر شتون نه لري او حکومت چي په هر شکل وي باید یوازي د دولت له پاره وي او د دولت د موخو د لاسته راوړلو له پاره هڅه وکړي.

ډېری پوهان د دولت او حکومت تر منځ توپير نه مني او د دوی په فکر دولت بې له حکومته څخه بل څه نه دي، ځکه د ( لاسکي ) له نظره هم د عملي موخو د لاسته راوړلو په اړوند دولت به هیڅ هم نه وي، بې له حکومته او د دولت حدود او اراده هم هغه د حکومت حدود او اراده ده. حال دا، چي د دوی دواړو (حکومت، دولت) تر منځ ډېر زیات فرق شتون لري. ځکه ارسطو په خپل کتاب (سیاست) کي د دولت او حکومت ترمنځ ډېر واضح توپير کړیدی.

د هغه په اند دولت په یوه محدوده سیمه کي د اوسېدونکو اتباعو مجموعه ده. په دې ډول په دولت کي د هري طبقې اتباع شامیلیږي. مګر حکومت د ټوله ټولني د نماینده وګړو مجموعه ده چي د قانون د نفاذ او نظم و ډسپلین ذمه وار وي. دولت او حکومت په یوه مفهوم کارول غوره کار نه دی، ځکه په سیاسي څېړنه، لوستنه او اورېدنه کي ښايي ډېري ستونزي پيداکړي.

نو باید په دې پوه سو چي حکومت تلپاته نه دی ولي دولت تلپاته دی، حکومت د وخت او انقلابي مبارزو په وړاندي بدلون کوي او دولت بیا دا ډول بدلونونه نه مني، حکومت د اساسي قانون او نورو قوانینو په د چوکاټ کي واک پلی کولای سي باید له چوکاټ څخه د باندي نه وي. په ډيموکراټیکو ټولنو کي د حکومت پریکړي وروستۍ نه دي، ځکه که چیري د خلکو فشار او ټينګار موجود وي حکومت خپله پریکړه بدلولای سي.

همدارنګه د دولت او حکومت تر منځ د زیات فرق د لرلو سره – سره د دوی په خپل منځ کي یوه نه شلېدونکې اړیکه هم و جود لري ځکه د دولت په قلمرو کي د موخو د لاسته راوړو له پاره اغېزناک عمل یوازي د اجرائيوي ځواک ( حکومت ) له لوري تر سره کېدای سي.

 د دولت او حکومت ترمنځ توپير:
  1. دولت د کل مانا سره دی او حکومت د برخي (جز ) په مانا سره دی.
  2. دولت یو نامشخص مفهوم افاده کوي او حکومت مشخص او واقعي مفهوم افاده کوي.
  3. د دولت غړي ټول اولس (خلک ) دي خو حکومت د ټوله ټولني څخه یوه کوچنۍ برخه خلک دي.
  4. دولت تلپاته دی او حکومت تلپاته نه دی ځکه بدلیږي.
  5. د دولت شتون د حکومت پرته ناشوني دی ولي حکومتونه پخوا هم شتون درلودی.
  6. دولت د ټول بدن حیثیت لري او حکومت د بدن د یوغړي حیثیت لري.
  7. دولت د ټولني سیاسي سازمان او د هغه طبقې د تسلط د تامین اهمه وسیله ده او حکومت د ټولو سازمانونو مجموعه ده چي د یوه هیواد چاري اداره کوي.
2 thoughts on “د دولت او حکومت ترمنځ توپير/ زلمی توریال”
  1. ډیره په زړه پوری لیکنه، تل داسی لیکنی باید وشی او یو وخت نه یو وخت دا ډول لیکنی خپل ځای نیسی او محصیلین یا نور هغه څوک چی د انګلیسی یا نورو ژبو سره بلدتیا نلری نو هغه دا ډول معلوماتو ته ارشد اړتیا لری.

    مننه

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *