که څه هم دولت له ملت څخه تشکیل شوی نو ملت دا حق لری چې د دولت پر طرحو، پلانونو او فعالیتونو ځان باوري کړي.
ښه حکومتداری هغه وخت منځ ته راتلای شي چې کله دولت ملت ته ځان مسول وګڼي او په یوه مشخصه موده کې د خپلو فعالیتونو، لاس ته راوړنو او پلانونو په اړه ملت ته خبرداری ورکړي.
که څه هم افغان ملت پر دولت ډیر نا اعتباره دی او د ملت او دولت ترمنځ هماهنګي په ډیره کمه کچه ده. اکثریت ملت دولت ته د بیګانه په سترګه ګوري، ځکه چې دولت همیشه ملت ته په خپلو وعدو کې پاتی راغلی.
په نورو دولتونو کی ولس او دولت اوږه په اوږه مبارزه کوي او ملي اهدافو ته ځان رسوي. د هیواد هر وګړی هغه که د دولت غړی وي که رعیت خپل مسولیت د هیواد پر وړاندی په صادقانه ډول ادا کوی.
مګر بدبختانه په افغانستان کی په لویه کچه ملت له دولت څخه کرکه ښکاره کوي.
دا ولي؟
دا ځکه چې اداري فساد اوج ته رسیدلی، ملت په اسانی سره نشی کولای چې خپل شکایتونه یا وړاندیزونه تر لوړ پوړو چارواکو ورسوۍ.
حق حقدار ته نه سپارل کیږی، لومړیتوب واسطه لرونکو، اعقاربو او شناختوو ته ورکول کیږی.
دولت همیشه په خپلو وعدو هيڅکله هم ټینګ ندی ولاړ.
ملت عاجز دی او دولت ورته باید پاملرنه وکړي.
ټول هغه لاملونه چې ددولت او ملت ترمنځ یی واټنونه پیداکړی باید په جدی توګه له منځه ولاړ شي. دولت باید ملت ځانته جذب کړی او هغه تقاضا چې ملت یی له دولت څخه کوی باید د دولت له لمړیتوبونو څخه وي.
د امنیت تضمینول، د تعلیم په برخه کی اوچت ګامونه پورته کول، د اوبو او بریښنا مشکل له منځه وړل د ملت له لمړیتوبونو څخه دی.
تر ټولو ښه حکومتداری هغه وخت ثابتیدلی شی چې ددولت او ملت ترمنځ واټن له منځه لری شي.
د خلکو دولت، دخلکو لپاره د خپله پواسطه.