محمد عارف رسولي

محمد عارف رسولي –

په هيواد کې د دولت تر چتر لاندې دوه  ډوله سياسي نړۍ ليد د رابرسیره کیدو په حالت کې دی. يو يې له سوله ييز ژوند، پرمختګ، د قانون حاکميت، یو بل منلو، زغم، د خلکو د مشارکت له لارې د بنسټونو رامنخته کولو، ټينګښت او پرانيستي کیدو او نورو ريښتينو مدني، ملي او اسلامي ارزښتونو سره سم سياسي تفکر او فرهنګ دی. بل يې د زور وهلو، باج اخيستلو، معامله کولو، ثروت ټولولو، قومي نفرتونو خورولو، او  پلمو جوړولو  سياست دی. د پخوا په خلاف دا دواړه زیات ایدیولوژیک نه دي. لمړی نړۍ لید په طبیعي توګه د نورې نړۍ په څیر په هیواد کې د پردیو د لاسوهنو، شته فرصتونو، ننګونو، تهدیدونو او ملي قوتونو په درک او د هیواد له نازکو حالاتو د تیریدو او د مسؤلیت له درک څخه راټوکیدلی. خو دوهم نړۍ لید چې د هیواد په وروستیو کلونو کې یې ځینو کړیو ته زیاتې ګټې کړې، خو د هیواد بنسټونه او د قانون حاکمیت یې له منځه وړي دي، زورواکي او د ځمکو غصب ته یې لاره پرانیستې ده، په خواشینۍ سره د بزنس کولو، شتمن کیدلو، قدرت ساتلو، انحصار کولو او نورو معاملو له کبله رامنځته شوی دی.

لمړی نړۍ لید، خورا ورو او له پيچومو ډک، لږ درک شوی، تر اوسه د واحدې ژمنې جمعي رهبرۍ او ستراتيژيک لرليد نه لرونکی دی. خو بیا هم د هیواد تاریخي واقعیتونو ته په کتو زیات خلک، لوستي، روڼ اندي او پاک نیته افغانان له ټولو وروڼو قومونو، سیمو او مفکورو ورته ځیر شوي، ورځ تر بلې خواخوږي او ملګري مومي او د خلکو زړونو ته لار پیدا کوي. که څه هم تر اوسه په يوه قوي جبهه لا نه دی اوښتی خو په کراره کراره با وجدانه او زړه سواندي پاک افغانان چې پټه خوله اکثريت دی ورته ژمن کيږي. موږ که د وروستیو څو اونیو پرمختګونو ته ښه ځیر شو، د کابل د مختلفو پرګنو یو موټی دریځ او له سولې او ثبات څخه ملاتړ له دې نړۍ لید څخه ننګه ښيي.

که دې نړۍ لید ته ښه زعامت پیداشو، یو غوره ملي ګډ لرلید یې ورته وټاکه، له ملي آرمانونو سره یې ربط ورکړ او ښه یې رهبري کړ په يوه ستر، له برمه ډک او د زیاتې انرژۍ لرونکي قوت او نجات بښونکي لوري بدلېدای شي او هیڅ کوم داخلي او بهرنی قوت به ورسره مقابله و نه شي کړلای.

دوهم نړۍ ليد، بيا زموږ د لنډ تير سياسي او ټولنيز کلتور له منفي اړخ څخه خړوبيږي، د ګټې وټې، امتیاز اخیستنې، له غلیمو ګاونډیانو سره معاملو، راکړې ورکړې او سياسي دکاندارۍ کار و بار دی چې په افغانستان کې لا تراوسه زيات سترګور او څرګند دی. د خپل عادت له مخې له لافو، غورو، تهديدونو او تاوتريخوالي ډک دی. نو طبيعي خبره ده چې زيات محسوس دی او ځینې مجبور خلک د خپلو شعارونو تر اغیزې لاندې راولي. خو ورځ تر بلې د افغانستان د ټولو وروڼو قومونو او په هېواد مينو افغاني کادرونو په ذهنونو کې له شک او ان له نفرت سره مخ کېدونکی دی.

ماته ښکاري د دې دواړو تر منځ سیالي روانه ده او له یو بل سره په تقابل کې دي. تر اوسه لا ښه څرګنده نه ده چې د هيواد عيني او ذهني شرايط، د عام ولس سياسي شعور، له لنډو ورانوونکو جګړو زموږ د خلکو په ټولنیزه حافظه کې درسونه او خاطرې، په افغانستان کې د ښکېلو نړيوالو قوتونو د سټراټيژيکي ګټو نوی فاز او څرنګوالی، زموږ په ټولنه کې د شته سياسي قوتونو او د هغوی د مشرتابه د درايت کچه او نور فکتورونه به دا سیالي کوم لوری بريا ته ورسوي. اوس د غفلت وخت نه دی باید د هیواد په درد دردمن خلک له خوبه راپاڅي او یو بل ته د وطن د نجات لپاره له وړو وړو ګیلو او ناندریو تیر شي.

د هیواد ریښتنو کادرونو، کارپوهانو او سیاستوالو ته د هیواد په دې ټاکونکې او نازکه مرحله کې په کار ده چې ښه ځیر شي د دې تقابل دواړه خواوې ښې و ارزوي، په شعارونو او هم په بنسټیزو موخو یې ځان پوه کړي، د کړو وړو په پایله، هیواد او خلکو ته په ګټو او تاوان لمړی خپل ځان او بیا نور خلک ښه پوه کړي. زه په باوجدانه مسلکی خلکو، استادانو، محصلینو، ریښتینو مدني فعالانو نه د قومي ټیکه دارانو په لاسپوڅو، هیواد او خپلو خلکو ته ژمنو لیکوالانو، شنونکو، د رسنیو درنو کارکوونکو او ژورنالستانو، د ښځو سازمانونو، صنفي اتحادیو او نورو اړوندو قوتونو غږ کوم چې د دواړه کمپونو کړه وړه سره پرتله کړي او د حق تر څنګ په میړانه او ژمنتیا ودریږي.

په دې هیله چې افغانان نور را ویښ شي او د هیواد د تلپاتې ګټو په پار یو بل ته لاس ورکړي!

2 thoughts on “د دولت تر چتر لاندې دوه سیاسي نړۍ لیدونه رابرسیره کیږي”
  1. this gentalman rasuli sahib always write some things what exactly our peoples need to knows/
    in this time afghan government try to go forward and bring change in economic
    system of the country/goverment is in the war with terorism/
    BUT SOME WAR LORD START SABOTAGE AGAINST GOVERNMENT,
    WE HAVE TO BECOME SMART IN FRONT OF THIS WARLOARDS,
    EVERY ONE NEED TO READ THIS LETTER OF HONOR RASULISAHIB.
    THANK YOU
    THANKS FROM TAAND

  2. ښاغلی او منلی رسولی ته سلامونه !ددوهم نړی لید خاوندان (تنګ نظره مفسیدین) هغه تنظیمیان دی چې دکرزی په واسطه د آرګاه اوبارګاه خاوندان او قارون خیل ترې جوړ شول مانا داچې دې سورلنډیانو نه یې موږ ته زمریان جوړ کړل – دغنی پښو ته یې غټ غټ کاڼی ګوزار ، دهغه دپرمختګ ته خنډ اودلوی سر خوږی په څیرراڅرګند شول که ددوی خنډونه نه وای اوس به افغاانستان دخپل پرمختګ څرګند مسیر موندلی وای همدا کسان دی چې ولس یې برمته نیولی دی اودوی ته دنړی لید خاوندان هم ویلی نه شو -ځکه دوی یواځې مفسدین اوهغه لمپن (لنډه غر) دی چې خپله ګټه ورته مهمه ده اوبس .

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *