د غه څرګندونې پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د دولت او ولس ترمنځ د ستونزو شریکولو اوهغوی ته د حل لارو لټولو په موخه جوړه شوې غونډه کې وکړې.

په غونډه کې د پکتیکا والي، د ولایتي شورا غړو، د رسنیو او مدني ټولنو استازو د بېلا بېلو ملکي او نظامي ادارو مسوولینو او د مرکز ښرنې ګڼ شمېر مشرانو، دیني علمآو او ځوانانو برخه لرله.

د پکتیکا والي محمد الیاس وحدت د پکتیکا له غیرتي ولسونو مننه وکړه چې تل یې د دولت ملاتړ کړی او په ټولو برخو کې له دولت سره همکار پاتې شوي په ځانګړې ډول د امنیت د ډینګښت په برخه کې یې زیاټې قربانۍ ورکړې دي.

ښاغلی وحدت وایي، د مرکز ښرنې ولسونه باید په ټولو برخو کې تر نورو فعال او يښ وي ځکه د ولایت پرمختګ او سمسورتیا چارې له مرکز څخه پیلیږي.

نوموړي دغه راز له ولسونو غوښتنه وکړه چې د امنیت د ټینګښت او پوهنې په برخو کې دي له دولت سره په پوره مینه همکاري وکړي، څو په پکتیکا کې د نارینو تر څنګ ښځینه زده کونکې هم د زده کړو له بهیر څخه بې برخې نه شي.

د مرکز ښرنې ولسونو له ولایتي ادارې مننه وکړه چې د ولایت مقام دروازې یې شپه او ورځ د ولسونو پرمخ خلاصې دي او ولسي اړېکې یې ډېرې پراخې کړې دي.

د ښرنې قومي مشرانو په خپلو خبرو کې د پوهنې، امنیت، بیارغونې او روغتیا په برخو کې اړوند ستونزې،غوښتنې او وړاندیزونه له ولایتي ادارې او اړوندو مسؤلینو سره مخامخ شریک کړل او په ګډه یې په حل لارو وغږېدل.

دوی وایي په مرکز ښرنه کې له تیرو دوو کلونو په جریان کې زیات پرمختګونه شوي او مرکز لا هم زیات کار ته اړتیا لري.

د یادونې وړ ده چې له دې وداندې هم د یاد ولایت د بېلابېلو ولسوالیو له ولسونو سره د ستونزو د اوریدلو په موخه دا ډول غونډې جوړې کړي وې.

د پکتیکا ولایت رسنیز دفتر

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *