د تصوف يوه معقوله غوندې ده: د چا چې ظاهر ښه او باطن خراب وي، منافق دی. د چا چې ظاهر خراب او باطن ښه وی، ولي دی. د چا چې دواړه يو شان او ښه وي، عالم دی. يوه به زه هم ورزياته کړم؛ د چا چې ظاهر او باطن دواړه خراب وي ګمراه دی!
له پورتنۍ معقولې مالومېږي چې له ظاهره باطن ډېر مهم دی! خو اصلي ګټه د دواړو په ښه والي کې ده.
د ظاهر په پرتله د يو چا باطن مالومول ګران دي مګر ظاهر د باطن نمونه ده!
که د يو چا باطن ترلاسه کړې ظاهر يې خپله ستا دی! ګاونډيو د افغان دولت باطن ترلاسه کړی ځکه خو د دولت ظاهر هم پردی دی يا لږ ترلږه په پردۍ ګډوډۍکې دی!
ظاهر او باطن په دې مانا چې هر شی دوه اړخه لري چې يو ته يې ظاهر او بل ته باطن وايي! د ظاهر معکوس باطن داسې وي لکه ځينې ګاونډيان چې په ظاهر کې راسره مرسته کوي خو په زړه (باطن) کې مرګ راته غواړي!
د افغان دولت ظاهر خو موږ وينو چې په نړېواله کچه د فساد او خرابولي لومړۍ درجه يې ګټلې! خو تاسو ته به يې باطن نه وي مالوم؟
د افغان دولت باطن له ظاهره او ظاهر يې له باطنه ډېر بدل دی!
دا يوه منلي عقلي خبره ده چې هرڅه ظاهر او باطن لري خو ما تراوسه ظاهر او باطن د افغان دولت په څېر مختلف نه وو سره ليدلي! او نه مې تراوسه داسې اپوټه دولت ليدلی چې ظاهر يې په داخل او باطن يې په بهر کې وي!
د افغان دولت ظاهر د ننه په هېواد کې او باطن يې بهر په نورو هېوادونو کې دی! خو له ظاهره بهر باطن يې هڅه کوي چې پر ظاهر بری ومومي! همدا لامل دی چې دولت په داسې ګډوډيو کې دی لکه د رواني ناروغ ظاهر او باطن!
د دولت پر چوکيو ناست چارواکي د دولت ظاهر دی چې د همدې هرې چوکۍ لپاره د طالبانو له خوا هم چارواکي شته چې دا د دولت باطن دی! باطن د يو شي له سترګو پناه حالت ته هم وايي، نو ځکه د دولت له ظاهره ور اېخوا له سترګو پناه طالب چارواکي د دولت باطن ګڼل کېږي!
زه ماشوم وم. پلار ته مې دوکان ته يو چرسي چې په ملنګ مشهور و راغی. ملنګ بې چون او چاره د يو نيم زر روپيو غوښنته وکړه. مګر پلار مې مناسبه وګڼله چې ځواب يې کړي. چرسي ورته وويل: که را يې نه کړې په باطن کې به دې ووهم!
پلار مې په تمسخر ورته وويل: لاس دې خلاص! زما او ستا باطن به سره مالوم شي!
د خدای (ج) شان و. سبا ملنګ د سبا لمانځه ته روان و چې ناڅاپه يې پښه ښويېدلې وه او له پاڼه پرېوتلی و. له درملنې دوې ورځې وروسته ملنګ دوکان ته راغی. د دکان په دروازه کې لاس په سلام ودرېده. معلم صيب! ستا کرامت ته مې سلام دی! ستا باطن ته تسليم يم!
پلار مې چې اوس هم دغه کېسه کوي له خندا شين وي!
زه چې د افغان دولت ظاهر ګورم خبره ټوله په باطن کې روانه ده! ګورو به چې څوک له پاڼه لوېږي!
د افغان دولت د ظاهر او باطن پالونکو او ساتونکو له بهره د ۲۰۱۴ کال څخه اژدها جوړه کړې. مګر په ظاهر کې دومره څه نشته! نو مالومېږي چې خبره د باطن ده! دغه اژدها به په باطن کې په رښتيا هم دومره زوروره وي او يا نه! خو کله که په ۲۰۱۴ کال کې چا ستر ښکرور ته تاوان پېښېدو نو اژدها به راڅرګنده کړي او که نه وي نو د اژدها د بچي منلو ته به يې تيار کړي وو!
ساده حيدرخېل
۹/ ميزان/ ۱۳۹۲
حيدرآباد