3037856524په ټول کلي کې یو دولتي سړی نشته، خو په هر کور کې یو طالب دی

زړه نا زړه مې له کابله حرکت وکړ، مازدیګر مهال کورته ورسېدم، ما ویل اختر به په خپل کلي کې تېر کړم او خوند به ترې واخلم؛ خو نه مې خوند واخیست او نه هم په کابل کې آرام پاتې شوم؛ خو بیا هم ښه وه، خپل خپلوان مې ولیدل او حالات مې هم لږ وڅارل. له ډېرو مې واورېدل؛ خو په خپله مې څه نه ویل، هر چا ویل د فلاني زوی شهید شو، د فلاني زوی ماین خښاوه پرې ور پټاو شو او و یې واژه، هغه اتل هم ډېر بد جنګ کوي او پاکستانیان راغلي، ۸۲ په اوږه ولي.

دا د کلي خبرې وې، زه به حیران ناست وم، کله کله به مې د پاکستانیانو په اړه يوه پوښتنه وکړه؛ خو چا سم ځواب نه را کاوه، ځکه پوهېدل چې نه مې خوښېږي او نه هم زه دغه جګړې ته جهاد وایم. هسې به یې غلط کړم.

په موټر کې یو کس را سره کېناست په ډېره مېړانه یې د طالبانو کيسې را پیل کړې :((والله د فلاني زیارت ته ولاړم ډېر پکې خوشاله شوم، د حضرت صیب په زیارت کې هم دومره نه وم خوشاله شوی، ډېر عجیب کیفیت یې در لود.)) هغه کس چې دغه قبرې پرې جوړ شوی دی او خلک یې زیارت ګڼي، زه یې ښه پېژنم، دلته به زه هغه متل ورته ووایم :((زه دې په اسلام کې شک لرم؛ خو ته شش کلمې را ته وايې.)) د هغه په اړه همدومره بس دی.

د کلي افکار ټول طالباني او دولت ضد شوي وو، له کابله ورغلي خلک ټول کافران ورته ښکارېدل او ټولو یو ډول ورته کتل.

په لاره کې مې یوه ډله طالبان ولیدل، چې موټر یې درلول او خلک یې را ښکته کول، تاسو ته به اوس دا پوښتنه پیدا شي، چې دومره ډېر کسان یې څنګه ټول کتل؟ داسې نه وه، چې ټول کسان یې له موټرو ښکته کول؛ بلکې دوی ددې لپاره ځانګړي معیارونه لرل، چې څوک به پاک و، ږېره به یې منظمه وه، خولۍ به یې نه در لوده او یا به یې سپینه خولۍ په سر وه؛ نو طالبانو همدغه کسان را ښکته کول، پوښتنې او ګروېږنې به یې ترې کولې، زه خو په دغه کارونو کې سم ملا یم، ځکه کلي ته ډېر تګ راتګ کوم، یوه اونۍ وړاندې مې ږېره پرېږدم چې اوږده شي، سره کندهارۍ خولۍ او لوی څادر خو حتمي له ځان سره وړم او پاکې جامې هم نه اغوندم، ځکه بیا مې نظافت مراعت کېږي او د طالبانو د کفر له معیار سره برابرېږم.

خبره مې په کليو کې د طالباني افکارو کوله، زه چې له میدانښاره تېر شم، بیا تر غزني پورې هر تور شي ته د طالب په سترګه ګورم او هر موټر سایکل لرونکی کس طالب ګڼم.

په داسې یوه هېواد کې به څنګه دولت پر مختګ او څه ډول به خلک له دولت سره مرسته وکړي، چې په یوه کلي کې د دولت یو کس هم نه وي؛ خو په هر کور کې د دولت یو مخالف وي او هغه هم بیا د طالب په شان، چې هېڅ پولې نه پېژني.

زموږ کلی کابو ۱۰۰ کوره دی، په هر کور کې یو طالب شته، ټوپک به یې په غاړه کې وي او موټرسایکل به ټروي. باور وکړئ، چې د کوچينوالي په وخت مې د موټر سایکل ډېر شوق در لود، خو هسې له خاورو سره خاورې شو، اوس نه مې له هر موټرسایکل سپاره بد راځي. موټر خدای نه راکوي او موټر سایکل د طالبانو له لاسه نه اخلم، ځکه دا وسیله اوس د وژنې وسیله ده.

داسې دولت به څنګه په کلیو کې ټینګ شي او د خلکو په زړونو کې به ځای پیدا کړي، چې د دولت کار کوونکی یې کلي ته نه شي تلای، لوستي کسان یې ټول له کلیو را تښتېدلي دي او په هر کور کې یو د دولت مخالف وسله وال ټوپک په اوږه ګرځوي.

په جغتو کې پاکستانیان و وژل شول، محور ورځپاڼې راپور ور کړ، چې يو پکې د پاکستاني پوځ جنرال و؛ خو ما نه منله، مګر هغه ورځ مې ومنله، چې په غزني کې یوه کس کيسه را ته وکړه، چې هغه پاکستانی به نورو (افسر) باله او هېڅ وسله به نه وه ور سره او د ټولو طالبانو مشر و.

کله چې د ملي اردو سرتېرو دغه پاکستان وژلی و او د ولسوالۍ بازار ته یې را وړی و؛ نو خلکو ته یې د هغه د پاکستاني پوځ پېژند کارت هم ور ښودلی و. بیا مې د هغه د مړو د خښولو پوښتنه وکړه، چې چېرته یې خښ کړي دي، د جغتو د کوم کلي نوم یې واخيست؛ خو زما له یاده وتلی دی.

په دې خبره هم خوشاله شوم او هم خپه، خپه په دې یم، چې پاکستانیان دلته راځي او افغانان وژني، خوشاله بیا په دې يم، چې ښه شو، پاکستانیان په افغانستان کې و وژل شول.

د ملي اردو یوه سرتېري، چې دغه پاکستانیان یې وژلي وو، ډېر خوشاله و او په لوړ اواز یې الله اکبر ویل او دا یې هم ور سره ویل، چې له پاکستانیانو مې د شهیدو ماشومانو کسات واخيست :((په جغتو کې په یوه کور د همدغو پاکستانیانو راکټ لګېدلی و، چې له امله یې دوه ماشومان شهیدان شوي وو او د هغوی مور او پلار سخت ټپیان شوي وو.))

په کلیو کې مفکوره ټوله طالباني ده، آن د طالبانو تبلیغاتو او د دولت غلطو سیاستونو په بهر کې هم د افغانانو ذهنونه ګډوډ کړي دي. یو افغان به په اروپا کې اوسي او داسې طالبي نظر به در کوي، چې حیران به ورته ګورې، پرون له یوه سره په بحث کې ګیر شوم، ویل یې حکومت ښه نه دی، تاسو چې په کابل کې اوسېږئ، مفکوره مو ډېره بدله شوې ده؛ خو آخر مې قانع کړ، چې دا ومني، د افغانستان جګړه جهاد نه؛ بلکې د امریکايي اډو لپاره یوه ډرامه ده. مګر لومړی سم دم ذبیح الله مجاهد و.

یوه خبره دغه بهر مېشتي افغان هم ښه کوله او ویل یې، چې حکومت هم د جګړه مارانو په لاس کې دی، د هغو کسانو په لاس کې دي، چې کابل یې وران کړ، د خلکو کورنه یې چور کړل، نجونو د دوی له لاسه ځانونو له څلورمو او پنځمو پوړونو را وغورځول، هغه ویل، چې اوس همدا کسان حکومت کوي.

دا یې ښه ویل، د حکومت او خلکو تر منځ واټن همدغو خلکو را منځ ته کړې ده، حکومت فامیلي شوی دی، یو ورور به یې وزیر وي، بل به وکیل وي، بل به کمېشنر وي، بل به په یوه بل وزارت کې سلاکار وي او بل به یې چېرته په کومه بهرنۍ مؤسسه کې رییس مقرر کړی وي. د افغانستان هر څه د همدغو څو کسانو په لاس کې دي.

زه چې دا حکومت او د هغوی کارونه ګورم، د ټاکنو بهیر ته چې ګورم، باور مو وشه چې خندا راشي. موږ چې ماشومان وو، همداسې حکومت به مو جوړ کړ، یو به پاچا شو بل به وزیر شو، کابینه به جوړه شوه او هرڅه چې موږ غوښتل هغه به مو کول، خو هېڅ پایله به یې نه در لوده. اوسنی حکومت هم داسې دی، چې ورته ګورم؛ نو هسې ساتېری کوي.

د پارلماني ټاکنو پايلې مو وکتې، ټاکنې مو هم ولیدلې، پراخې درغلې پکې وشوې، له ټول غزني یو پښتون وکیل هم ولسي جرګې ته بریالی نه شو، په وردګو کې هېڅ ټاکنې و نه شوې او نه څوک د رایو مرکزونو ته ولاړل. پرون مې یوه ملګري ویل، د وردګو په جغتو ولسوالۍ کې له کابل څخه ور تلونکي موټر درول کېږي او سپرلۍ یې په زور ولسوالۍ ته بېول کېږي او د ټاکنو کارتونه ور کول کېږي.

دولت وايي، په دوو ولسواليو کې یې د ټاکنو د نوم ثبتولو مرکزونه نه دي پرانيستي؛ حکومت هم رښتيا وايي، په هغو ولسواليو کې به یې دا مرکزونه نه وي پرانيستي، چې هلته له آره د دوی واکمني نشته. کنه د ټولو ولسواليو په انګړونو کې یې مرکزونه پرانيستي؛ خو اوس به څوک پیدا شي، چې ولسوالۍ ته ورشي او رايې ور کولو کارت واخلي؟ طالبان به یې غوږونه، پزه او لاسونه ټول ترې پرې کړي او حکومت به بیا یوازې هغه پېښه وغندي.

له داسې حکومت سره به څوک څنګه یو ځای شي، چې نه یې سر ساتلی شي او نه هم نور خدمتونه ور ته کولی شي، وردګ له کابله ۲۰ کیلومتره لري پراته دي، غزني د اسلامي تمدن مرکز دی، خو په دغو دواړو ولایتونو کې هېڅ د حکومت د کارونو څرک نه لګېږي، حکومت د خلکو خدمت نه کوي او خلک د حکومت ملاتړ نه کوي. له یوه لاس ټک نه خېژي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *