ارشیف

تاند- ټاکل شوې ده چې د افغانستان د دولت له څو غړیو سره د وسله والو طالبانو غیررسمي خبرې نن هم دوام وکړي.

پرون د افغانستان د دولت څو غړیو، چې د مدني ټولنې استازي معرفي شوي، په دوبۍ کې د طالبانو له استازو سره غیر رسمي خبرې وکړې.

دا خبرې وروسته له دې کېږي چې تېره میاشت د سولې د عالي شورا ځینو غړیو د قطر په پلازمېنه دوحه او وروسته د ښځو څو استازو د ناروې په پلازمېنه اوسلو کې د طالبانو له استازو سره مقدماتي خبرې وکړې.

د وسلوالو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد هم تاييد کړې چې د دوى استازو دغه خبرې پرون پيل کړې او نن به هم روانې وي. دى وايي دغه خبرې د نظرونو د تبادلې لپاره کېږي.

راپورونه وايي چې میرویس یاسیني، سید اسحق ګیلاني، قطب الدین هلال او قیوم کوچی په دوبۍ کې له طالب استازیو سره خبرې کوي.

د دوحې په خبرو کې موافقه شوې وه چې دواړه خواوې به خبرواترو ته دوام ورکوي څو د سولې رسمي او مخامخ خبرو ته لار هواره شي.

One thought on “د دولت له څو غړیو سره د طالبانو خبرې نن هم په دوبۍ کې دوام کوي”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *