وویشت

تاند- افغان امنیتي چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو د دیني عالمانو مرموزې وژنې زیاتې کړي دي.

د زابل امنیه قوماندان د سې شنبې په ورځ وویل، نامعلومو وسله والو د زابل په مرکز کلات ښار کې دیني عالم ملامنګل وویشت.

د زابل امنیه قوماندان غلام جیلاني فراهي وايي چې ملا منګل د وسله والو طالبانو له لوري ترور شوی دی خو وسله والو طالبانو د دې خبر د خپرېدو تر شېبې د حملې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

له دې جلا د دوشنبې په ورځ نامعلومو وسله والو د ننګرهار ولایت په رودات ولسوالي کې د شیخ احمد د کلي ملاامام قاري هجرت له تښتولو وروسته په خورا بې رحمۍ وژلی دی.

د قاري هجرت د وژلو مسوولیت هم د دولت کومې وسله والې ډلې په غاړه نه دی اخیستی خو د ننګرهار په وژنو کې له طالبانو سره د داعش سخته سیالي روانه ده.

راپورونه وايي چې ملا هجرت په هیڅ ډلې پورې تړاو نه درلود او په یوه مدرسه کې یې د دیني علومو درس هم ورکاوه.

تر دې وړاندې د افغانستان په بېلابېلو سیمو، په تېره بیا جنوبي ولایتونو کې په سلګونو هغه دیني عالمان د طالبانو له لوري وژل شوي چې د جومات له منبر څخه په استفادې یې د حکومت په ننګه خبرې کړي دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *