تاند- له کندوز څخه د ترلاسه شویو راپورونو له مخې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د ولایت د مرکز کندوز ښار په لوېدیځ کې د چهادرې ولسوالي نیولې او اوس د ولسوالۍ مرکز ته نژدې سخته جګړه روانه ده.
د چهادرې اوسېدونکو تاند ته وویل چې نن تر روژه ماتې مخکې شاوخوا شپږ بجې د دولت وسله والو مخالفانو د چهاردرې ولسوالۍ مرکز (د ولسوال دفتر او امنیه قومنداني) ونیوه.
تراوسه پوري دواړو خواوو ته د مرک ژوبلې په اړه راپور نه دی ورکړای شوی.
چهادره د کندوز ولایت مرکز، کندوز ښار ته تر ټولو نژدې ولسوالي ده. دا ولسوالي له څو کلونو راهیسي نارامه ده.
وسله وال طالبان د دې ولسوالۍ له ګڼو باغونو څخه د ځان پټولو لپاره کار اخلي.
نژدې دوه میاشتې پخوا د دولت وسله وال مخالفان د چهاردرې له لوري د کندوز ښار په لمنه کې تر شرکت باغه پوري مخکې تللي وو خو کندوز ته د کومکي ځواکونو له رسېدو وروسته د دولت وسله وال مخالفان د ښار له لمنو وشړل شول خو ډېرې کلیوالي سیمې لا هم د هغوی په کنټرول کې پاتې شوې.
په کندوز ښار کې شاهدانو تاند ته وویل چې د پوځي موټرو او زغرګاډو کاروانونه یې لیدلي چې د چهادرې ولسوالۍ لور ته روان دي. دوی دغه راز وویل چې د سپکو او درنو وسلو ږغونه اوري.
د افغانستان حکومت او وسله والو طالبانو تراوسه پوري د دې جګړې په اړه څه نه دي ویلي.
د راپورونو له مخې د کندوز په جګړو کې د وسله والو طالبانو ترڅنګ داعش او د منځنۍ اسیا سختدریځي ډلې هم د افغان حکومت پر ضد په جګړه کې برخه لري.
له افغانستانه د نړیوالو جنګي ځواکونو له وتلو وروسته وسله والو طالبانو تر بل هر وخت جګړې ته زیات زور ورکړی دی.
ویل کېږي چې وسله وال طالبان فکر کوي چې د بهرنیو پوځیانو په نشتون کې به زیاتې سیمې لاندې کړي او د سولې په خبرواترو کې به بر موقف ترلاسه کړي.