تاند- د فراه چارواکي وايي چې وسله والو طالبانو په دې ولایت کې د نجونو یوه ښوونځي ته اور ورته کړی دی.
د فراه د پوهنې رييس محمد عظیمي رسنیو ته وویل، وسله والو طالبانو د فراه ولایت په مرکز فراه ښار پورې د اړوندې
سیمې (رېګ کلي) ښوونځی سوځولی دی.
د عظیمي په وینا د ښوونځي چوکۍ، مېزونه، دروازې، کړکۍ او کتابونه په اېرو بدل شوي دي.
وسله والو طالبانو په ۲۰۰۴ م کال کې د جګړو پیل په جنوبي ولایتونو کې وکړ او په لومړیو کلونو کې یې د دغو ولایتونو په سلګونو ښوونځي ویجاړ کړل خو په وروستیو کلونو کې یې تر یوه حده له ښوونځیو سره دښمني کمه کړې ده.
د اروزګان، زابل او هلمند ولایتونو په هغو سیمو کې چې د طالبانو تر کنټرول لاندې دي په سلو کې تر ۹۰ زیات ښوونځي یومخ بند دي.
هر حزب یا ګوند اوسیاسي تنظیم خپل اهداف او ستراتیژي لري او خپلو هدفو د رسېدلو لپاره قدم په قدم عمل کوي. د مثال په توګه ستمیان ، شعله یان ، ګروه کار او د لطیف پدرام کنګره ای ملي غواړي د افغانستان شمال د ګران افغانستان له اصلي بدن نه جدا او هلته د خپلې خوښې « تاجیکستان یا خر آسان » جوړ کړي.
ټالیبان که څه هم سیاسي شعور نه لري خو د نورو په امر او هدایت د پښتنو د یومخ وژلو ، تکفیر ، کډه کولو ، بې علمه اوناپوهه ساتلو ، د هغوي دسيمو ، کورونو ، ښوونځیو ، دولتي دفترونو ، لارو ، پلونو او عامه تاسیساتو د ورانولو ستراتیژی او اوږد مهاله هدف لري . دوي د افغانستان ختیز ، جنوب او جنوب لوېدیز وران کړل او اوس لوېدیز او شمال خواته د پښتنو د ځپلو لپاره په ډېراخلاص کار کوي.
د افغانستان دښمنان هم ډېر هوښیار دي ، دوی د خپلو دښمنانو د ځپلو او کمزوري کولو لپاره پښتانه انتخاب کړيدی. که د ټالیب غړي وژل کيږي یا د دوی کورني اویا هم مقابل لوری وي ، ټول پښتانه دي او هرې خواته چې یو پښتون وژل کيږي او یا د ښوونځیوپه سوځولو سره د تمدن له کاروانه بېرته پاته کيږي د افغانستان د دښمنانو په ګټه تماميږي.
تاسو لږ دقت وکړي چېرته چې دپښتنو د اوسېدو سیمې دي هلته ټالیب هم شته او جګړه هم روانه ده خو زمونږ د نورو ورونو قومونو لکه تاجیکانو ، ازبکانو ، ترکمنانو او خصوصا هزاره ګانو په سیمه کې هم د اسلام دین قایم دی ، هم امنیت دی ، هم اقتصاد پرمخ روان دی او ښوونځي ، پوهنتونونه او دولتي ادارې ټول فعال دی. هلته د انتخاباتو لپاره دفترونه پرانیستي دی ، په ولسي جرګه او مشرانو جرګې کې د هغوي تر ټولو هوښیار او روڼ آندي کسان ناست او خپل ولس ته کار کوي . د غزني ولایت یې ښه مثال دی . د دریو ولسوالیو هزاره استازي د ټول ولایت استازیتوب کوي، خپل معاش او امتیازات اخلي ، خو پښتانه یو دبل په وژلو مصروف دی.
بس د جهات ، سوځولو ، ورانولو او وژلو مسوولیت ټول د پښتنو په غاړه دی.