ماین پاکان

تاند- چارواکي وايي چې د افغانستان د دولت وسله والو مخالفانو د دوو ورځو په لړ کې په لوګر کې ��ږترلږه ۱۲ ماین پاکان تښتولي دي.

د لوګر امنیه قومندان جنرال عبدالحکیم اسحاقزي نن رسنیو ته وویل چې وسله والو مخالفانو د ماین پاکانو موټر ودراوه او له هغه څخه یې ۶ ماین پاکان کښته کړل.

ده وویل چې پرون هم وسله والو یاغیانو د یوه بس لاره ونیوله او له هغه څخه یې شپږ ماین پاکان جلا او نامعلوم لور ته په مخه کړل.

تراوسه پوري کومې ډلې د دغو ماین پاکانو د برمته کولو مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی خو تر دې وړاندې طالبانو په ځلونو پر ماین پاکانو بریدونه کړي دي.

د لوګر امنیه قومندان هم وايي چې د ماین پاکانو د برمته کېدو په سیمه کې وسله وال طالبان فعال دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *