تاند- د نورستان والي وايي، د دولت وسله والو مخالفانو په دغه ولایت کې یو روغتیايي مرکز سوځولی دی.
د نورستان د والي حافیظ عبدالقیوم په وینا د دې کلنیک سوځېدو تر ۲ زره زیات خلک له روغتیايي خدماتو بې برخې کړل.
ده وویل چې دې روغتون ته نن /پنجشنبه/ سهار مهال په کامدېش ولسوالي کې اور ورته کړل شو او ۷ کارکوونکي او ساتونکي یې برمته شول خو ۵ وروسته پرېښودل شول.
حافظ عبدالقیوم وايي چې لا هم ۲ ډاکتران د دولت له وسله والو مخالفانو سره برمته دي.
د نورستان والي وايي چې د کلنیک ټول وسایل له ودانۍ سره سوځېدلي دي.
د نورستان د عامې روغتیا رييس زکي الله ستوری وايي چې په دې کلنیک کې ۲۰ بستره موجود ول او د کامدېش د اوسېدونکو لپاره زیات مهم و.
IN CLINIC TREAT THE RESIDENT OF KAMDEESH.
IF PEOPLES HONESTLY DEFENSE THE GOVERNMENT&PUBLIC PROPERTY. TERRORISTS CAN NOT BURN THE HOSPITAL/SCHOOLS/LIBRARY……….
ANY VILLAGE.DISTRICT MUST MAKE SELF DEFENSE GROUPS AND DEFENSE FROM PUBLIC PROPERTY,
THANKS FROM TAAND