د میدان وردګو ولایت په مرکزي بهسودو ولسوالۍ کې د ۱۲ غوره لوبډلو ترمنځ د فوټبال سیالۍ پیل شوې او شاوخوا یوه میاشت په دوام وکړي.
د دغه ولایت د بدنې روزنې امر عین الله حقبین وایي دغه سیالۍ چې نن (شنبه) پیل شوې د مرکزي بهسود او حصه اول بهسودو ولسوالیو ۱۲ غوره لوبډلې په کې ګډون کړی.
نوموړی زیاته کړه، د غه سیالۍ به شاوخوا یوه میاشت دوام وکړي او په ترڅ کې به د یادو ولسوالیو څخه دوه غوره لوبډلې د بامیانو ولایت د پیاوړو لوبډلو سره په راتلوونکې میاشت کې سیالۍ ترسره کړي.
هغه وایي د دغه سیالیو ټول لګښت د بدلون څپې ( موج تغیر) په نوم د یوې ټولنې لخوا ورکول کیږي .
د دغه سیالیو د پیل په مراسمو کې د مرکزي بهسودو ولسوال جان اقا محصل او ګڼ شمېر نورو مخورو هم ګډون کړی وو.
د میدان وردګو ولایت مطبوعاتي دفتر