ډېر دلايل شته چې ګټونکی او نه ګټونکی سره بېلوي.

ولې ډاکټر صاحب اشرف غني له نورو غوره دی؟ او ولې د افغانستان لپاره ګټور تمامېدی شي؟

·        کله چې پاکستاني رسنيو د ډاکټر عبدالله عبدالله د برياليتوب خبرونه په داسې حال کې خپاره کړه، چې د ټاکنو پايلې لا ۸۲٪ اعلان شوې وې، نو د غني غوره اوسېدل ټولو ته مالوم شول، ځکه پاکستان زموږ روغه نه غواړي، زموږ پرمختګ نه غواړي.

·        ځينې خلک په دې باور دي، چې هر نوماند چې د امریکا خوښ وي هغه به ولسمشر کېږي، ښه دا سره منو چې سمه ده، زموږ ولسمشر امريکا ټاکي، شه نو اوس تا ته امريکا دومره ساده ښکاري چې هغه راشي او عبدالله وټاکي؟؟؟

·        ډېری نړيوال سياست پوهان په دې اند دي چې د افغانستان ولسمشرۍ ته غير له اشرف غني بل داسې وړ کس په نوماندانو کې نشته او دا به د افغانانو لپاره يو لوی چانس وي چې ډاکتر صاحب ته رايه ورکړي، او خپل ولسمشر يې وټاکي.

·        د ډاکټر صاحب علمي توانمندي له نورو لوړه ده، د کلکې ارادې خاوند دی او د اصلاحاتو د عملي کېدو وړتيا او صلاحيت لري.

·        ډاکټر صاحب له يوه نوي فکر سره راغلی دی، د پايلو له اعلان مخکې ورته ځينو وړانديزونه کړي وو، چې که دولت په همدې حال پرېږدئ، زموږ ټوله رايه ستاسو ده، او تاسو زموږ ولسمشر استئ، ډاکټر صاحب دا خبره په کلکو ټکو رد کړې وه، ډاکټر صاحب بدلون غواړي، دا هېواد بدلون غواړي.

·      ډاکټر صاحب له يوې داسې طرحې او قوي ارادې سره راوتلی چې افغانستان به له اوسني بحران څخه خلاصوي، او موږ لوی ولس يې تر شاه ولاړ يو.

او د غوره او ګټور کس د مالومولو لپاره تر ټولو آسانه او ښه طريقه دا ده چې موږ ټول د هغو هېوادونو نظرونه واورو کوم چې د افغانستان د پرمختګ مخه نيسي، هغه به تل هغه کس ټاکي چې هغه افغانستان ته سوکالي نشي راوستلی، لکه پاکستان چې عبدالله ټاکلی دی. او ورسره د هغو هېوادونو نظرونه واورو چې هغه زموږ پرمختګ ته ژمن دي، لکه بهرنيو پوهانو چې ډاکټر صاحب اشرف غني ټاکلی دی، دا خپله يو ډېر لوی توپير دی د ګټونکي او نه ګتونکي تر منځ.

د ډاکټر صاحب اشرف غني احمدزي ځانګړنې او وړتياوې ښايم، ځکه ډېری پرې نه دي خبر: ډاکټر صاحب په ۲۰۱۳ ميلادي کال کې د نړۍ دوهم غوره فکر کوونکی شو، په ۲۰۰۳ ميلادي کال کې د نړي په کچه د کال غوره وزير شو، د ملګرو ملتونو منشي ته هم له غوره نوماندانو وو، دی درې ماسټرۍ او درې دوکتوراوې لري، دينې زده‌کړې يې هم کړي دي، په ۱۹۸۳ ميلادي کال کې په کاليفورنيا کې د برکلي (Berkeley) پوهنتون استادۍ ته وبلل شو، او بيا له ۱۹۸۳ څخه تر ۱۹۹۱ ميلادي پورې په (Johns Hopkins) پوهنتون کې استاد وو، د کابل پوهنتون رئيس او استاد هم وو او د ملي پيوستون پروګرام طرحه کوونکی هم دی.

ډاکټر صاحب د نړۍ لويو لويو او پرمختللو هېوادونو ته اقتصادي پلانونه جوړ کړي دي، چې نن هم هغه هېوادونه په خپلو پښو ولاړ دي، لکه روسيه، فرانسه، چين او ځينې نور…

0 thoughts on “د دوهم دور ګټونکی/ حميدګل شېرزی”
  1. wrora lekana dei deara kha da kho allah dei zamong afghanan poh kdey chey ghani ta raya werkdey
    doy oss hum da afghanyet na menker abdullah na pejaney

  2. دا خبری د لومړی دور اتخاباتو څخه مخکی هم کیدی اما ټولی برعکس شوی. زما غوښتنه له ټولو څخه داده چی نور خلکو ته بیځایه او له حقیقته لری زیری مه ورکوی. کوښښ وکړی چی حقیقتونو ته متوجه شی. سره له دی چی تر ټولو ډیر به زه د اشرف غنی په ناکامیدو غمجن شم خو غواړم ووایم چی عبدالله عبدالله ګټونکی دی ځکه چی اکثریت د تاجکانو او هزاره ګانو له ده ملاټر کوی. او پښتانه سیاسی او د رایی د ورکړی له لحاضه اقلیت کی راځی نو دوی نشی کولی چی اشرف غنی بریالی کړی

    ما یوه لنډه سروی د ۱۹ کورنیو وکړه چی ټول پښتانه دی کابل ښار کی اوسیږی او په همدی کابل کی زیږیدلی دی پایلی یی داسی راووته

    په یوه کورنی کی ۱۵ کسان د رایی ورکولو د شرایطو واجد وو، صرف ۳ کسانو رایه ورکړی وه
    په نورو ۵ کورنیو کی ۲۹ واجد شرایط کسان وو چی له جملی څخه یی صرف ۶ کسانو رایه ورکړی وه
    په نورو ۱۳ کورنیو کی ۸۰ واجد شرایط کسان وو چی له جملی څخه یی صرف ۱۶ رایه ورکړی وه

    اوس نو تاسی خپله قضاوت وکړی چی د پښتنو په رایه څوک بریالی کیدی شی. د پښتنو ونډه په انتخاباتو کی له ۳۰٪ ډیره کیدی نشی. دا د هغه پښتنو د رایی فیصدی ده چی کابل ښار کی اوسیږی کوم امنیتی مشکل ورته پیښ نده رون انډی دی نو د هغه پښتنو چی په کلیو کی اوسیږی رون انډی ندی او له طالبانو هم ویره لری څه حال به وی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *