تاند- د ارمنستان او تورکیې ترمنځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د تورکیې (ترکیې) او ارمنستان دوو هنرغاړو یو بل ته د لاس ورکولو یا روغبړ نړیوال ریکارډ ټینګ کړ.

د ارمنستان ۳۲ کلنې هنرمنې اوګانیس اجینیان او د تورکیې ۳۵ کلنې هنرغاړې دینیس باریشیک یو بل ته پرله پسې ۴۳ ساعته لاسونه ورکړي ول.

دوی دا کار د یوه درېمګړي هیواد، ګورجستان په پلازمېنه تبلیسي کې وکړ. د تورکیې او ارمنستان د نژدې کولو لپاره دا دستوره د ګورجستان په نوښت جوړه شوې وه.

دوی یو بل ته د دسمبر په شپږمه لاسونه ورکړل او تر پرون (د دسمبر اتمې) یې پورې یې دوام ورکړ.

دې ته په په پام چې ارمنستان د تورکیې د عثماني امپراتورۍ له لوري د لومړۍ نړیوالې جګړې په لړ کې د یو نیم ملیون ارمنیانو په ډله ییزه وژنه تورنوي، د تورکي او ارمني هنرغاړو دا اوږد روغبړ د دوو ملتونو ترمنځ د اوږدې میرڅۍ د پای ته رسېدو لپاره مهم ګڼل کېږي.

ارمنستان د عثمانیانو له لوري د یو نیم ملیون ارمنیانو ډله وژنه یو نه هېرېدونکی بشري جنایت بولي خو تورکیه لا حاضره نه ده چې د ارمنیانو ټولوژنه ومني.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *