بدلون اوونیزه –

سلام استاد محترم! تمه روغ به یاست، دا ځل د نیازي صاحب پر ځای زه غواړم یوه پوښتنه درڅخه وکړم. ولي دوه نړیوال جنګونه وشول، علتونه یې څه وو، او افغانستان ولې هغه وخت خپله بې طرفي اعلان کړه، آیا د هغه وخت شرایطو او حالاتوته په کتو سره دا د افغانستان لپاره غوره تصمیم وو او دا خبره مې ډېره اورېدلې ده، چې درېیم نړیوال جنګ به هم کيږي دا خبره څومره رشتیا ده؟

گران بهیر!

روغ اوسې، پوښتنه دې لویه ده، څوکتابه ځواب غواړي، خو زه به یې دامکان تربریده په لنډ ځواب درغبرګه کړم.

اروپا تر رنسانس وروسته د تخنیک او پوهنو له چټک پرمختګ سره سیاسي او اقتصادي بدلونونو ته ورمخه کړه، د سوداګرۍ ودې دغه کوشنۍ او کم زمکې وچه له نوې نړۍ سره اشنا کړه، له سمندري او وچو لارو یې سوداګر او بیا وروسته سیاستوال او پوځیان د نړۍ نورو وچوته ورخواره شول.  اروپایان، چې د علمي او تخنیکي پرمختګ پرمټ د اقتصادي ودې لپاره دنویو زمکو ورخپلولو ته اړ وتلي وو، نو د هند (دهغه مهال زرینه مرغۍ) په لټون پسې راووتل ، تر دې چې تېروتلي نړۍ پلټونکي (کریستف کولومب ) یې د هند پرځای یوه نوې وچه (امریکا) وموندله او تر دې وروسته د استرالیا تر  لویې وچې هم ورسېدل. د امریکا دوچې د ودانولو لپاره اروپايي ښکېلاکګرو بشري ځواک ته اړتیا درلوده، دا ځواک په بې وزله افریقا کې موندل کېده، دهمدې لپاره د الماسو، سرو زرو، وحشي ژویو، لرګیو او انسانانو د ترلاسه کولو لپاره پر لویې افریقې هم ورننوتل، تر دې وروسته د اروپايي ښکېلاک او زبېښاک دوران پیل شو، دوی د نوي تخنیک او اقتصادي تولید په مرسته دنړۍ په نیولو پسې راووتل او د نویو زمکو د راخپلولو اشتها یې ورځ په ورځ زیاتېده. پر نویو مستعمرواو په خپله اروپا کې د کمزوریو ګاونډیو هېوادونو د نیولو پر سر  د اروپا لوی ځواکونه په پوځي سیالۍ بوخت شول او ورو- ورو دغه سیالي په لویو جګړو واوښته.

په نولسمه پېړۍ کې د اروپا لوی ځواکونه لکه؛ المان (جرمني، ډچلند، پروس)، د اوتریش ـ  هنګري (مجارستان) امپراتوري، ایتالیا (پخوانی روم)، بریتانیا (اینګلند، انګلستان)،روسيه،  فرانسه، هسپانی، هالن، پرتګال او نور ددغو سیالیو لوی لوري وو. همدوی د اروپايي او په نړۍ کې دنورو ښکېل شویو زمکو پرسر سیالي او جګړې کولې، د فرانسې او المان ترمنځ جګړې لسیزې – لسیزې اوږدې شوې، د فرانسې ناپلیون او دجرمني قیصرانو د کوشنیو هېوادونو دنیولو پر سر سیالي کوله.

له بلې خوا د فرانسې تر لوی انقلاب وروسته د زړو پاچاهیو پرځای د جمهوریتونودرامنځته کولو پلویانو له یوې خوا او د کارګري نهضتونو کیڼ اړخیوانقلابیونو له بلې خوا اروپا د بدلونونو په یوه سره بټۍ بدله کړې وه . د صنعت له ودې سره کارګري غورځنګونه پیاوړي شوي وو. په ټوله اروپا کې سوسیالیستبهیرونه فعال وو . فیوډالي اقتصاد،  د ښاري کېدو او صنعتي ودې ترپړاو وروسته، ځواک د بورژوا پانګوالو په لاس کې متمرکز کړی و. پانګوالو غوښتل، له یوې خوا د ښکېل شویو زمکو پانګه ټوله وروزبیښي او دا هغه وخت شونې وه، چې سیاسي واک د دوی په لاس کې وي، نو له بلې خوایې دخپل سیاسي واک وځواک دساتنې لپاره هم هر ډول هڅه او هاند کاوه. د دوی پروړاندې کیڼ اړخو سوسیالسټو او بیا وروسته شوروي  ټيپ کمونیستو نهضتونو هم زور اخیستی و.  پر منځني ختیځ د عثماني تورکیې امپراتوري واکمنه اوله خپلو اروپايي سیالانو سره کله په جګړو او کله هم په هسې ګوزاره روانه وه، خو د تېرو پېړیو ځواک یې نه و پاتې. له یوې خوا له روسانو سره پرلپسې جګړو له پښو غورځولې وه او له بلې خوا په بېلا- بېلو هېوادونو کې ملي پالو نهضتونو د تورکیي واکوالۍ پروړاندې سر راپورته کاوه.

پر جنوبي  اسیا په تېره بیا هندکې تر پرتګالیانو او هالندیانو وروسته د برتانیا شرقي کمپني واک ورخپل کړی واو هندوستان د انګریز پر بشپړ مستعمره بدل شوی و، پر منځنۍ اسیا د روسي څار (سزار ـ تزار ) راج چلېده، د امریکا لویه وچه اوس نو د پرتګالیانو، هسپانویانو، فرانسویانو او انګریزانو له خوا تر اوږده ښکېلاک وروسته خپلواکه شوې وه، افریقا لا هم د فرانسویانو، المانیانو، هسپانویانو، انګریزانو تر منځ ویشلې پاتې وه.

په همدغسې نړیوال سیاسي اقتصادي او ښکېلاکي بستر کې  دفرانسې او المان ترمنځ د ۱۸۷۰ کال شپږ میاشتنۍ جګړه پیل شوه، چې په کې فرانسې ماتې ومنله او جرمني ورڅخه د ځینو سیمو د نیولو ترڅنګ ګڼ جنګي تاوانونه هم واخیستل. د فرانسې ماتې جرمني په یوه لویه امپراتوري بدله کړه، خو فرانسویانو ځان انګلستان ته ورنږدې کړ، په دې توګه یوې خوا ته د اوتریش، جرمني اوتورکیي عثماني انډیوالي جوړه شوه او بلې خوا ته د فرانسې، انګلستان او تر یوه بریده دروسیې، ځکه روسان لا له پخوا څخه د بالکان پرزمکو د اوتریش له امپراتورۍ سره پر لانجه اوښتي وو. دواړه ټلوالې تیارې ګوته پرماشه وې، چې پر کال ۱۹۱۴ کې د اوتریش شاهزوی ارشیدوک فرانڅ  فردیناند د صربستان په سرایوو کې ووژل شو، اوتریش دا وژنه پر صربي واکمنۍ ورواړوله  او د صربستان په وړاندې یې د جګړې اعلان وکړ، جرمنانو د اوتریش ملاتړ ته ورودانګل او بلجیم یې  لاندې کړ، چې تراوسه بې پرې هېوادو، انګریزانو په دې پلمه چې پر یوه بې پرې هېواد برید شوی وروخوځېدل، په داسې حال کې چې روسیې لا له پخوا څخه د صربستان په ننګه جګړې ته وردانګلي وو. فرانسویانو چې جرمني ته یې پخه په زړه کې اچولې وه، د جګړې ډګر تود کړ او په دې توګه ټوله اروپا، روسیه، دمنځني ختیځ څنډې او وروسته د نړۍ ګڼې نورې برخې د جګړې ترلنبو لاندې راغلې.

افغانستان د امهال د امیرحبیب الله خان تر واکمنۍ لاندې و، چې یوازې یې کورنۍ چارې په لاس کې وې او د افغانستان بهرنی سیاست د انګریزانو په لاس کې و. امیرحبیب الله خان نه غوښتل خپلې واکمنۍ ته کوم سردرد جوړ کړي، له یوې خوا په لومړۍ نړیواله جګړه کې د افغانستان دوه مهم او ستر ګاونډیان روسیه او انګلستان  (برتانوي هند) سره په ګډه ټلواله کې ملګري وو، دې دواړو نه غوښتل چې افغانستان جګړې ته ننوځي، ځکه دوی پوهېدل چې په افغانستان کې دننه دخلکو ذهنیت د دوی پرخلاف دی. عام افغانان په دوو دلیلونو د متحدینو (جرمني، اوتریش او عثماني تورکیې) پلویان وو، یو دا چې په متفقینو کې یې هم له انګریزانو څخه کرکه درلوده او دوې جګړې ورڅخه ګټلې وې او هم یې روسان نه خوښېدل، بل دلیل  يې داو چې په متحدینو کې د اسلامي نړۍ سترځواک عثماني امپراتوري جنګېده او افغانانو لاهم ځان مکلف ګاڼه چې له اسلامي خلافت سره  ملګرتیا وکړي. روسانو او انګریزانو دا مسئله درک کړې وه، ځکه خو یې امیر حبیب الله خان وهڅاوه، چې بې پرې  (بې طرفه) پاتې شي. امیر د جرمني او عثماني امپراتوریو هیئت دربار ته ومانه، خو سوړ چلند یې ورسره وکړ او ناهیلی یې رخصت کړ. دبې پرېتوب پروړاندې هلته او دلته اعتراضونه د امیر له خوا وځپل شول او په دې توګه افغانستان په ارامۍ سره له جګړې بچ پاتې شو. که څه هم دسیمې نور هېوادونه چې په جګړه کې ښکېل شوي و، پوره پوره زیانمن شو، دبېلګې په توګه ایران داسې قحطۍ وواهه چې څه کم نیم نفوس یې له لاسه ورکړ، په برتانوي هند کې خلک د وښو خوړلو ته اړ شول، عثماني امپراتوري په همدې جګړه کې ړنګه شوه او دمنځنۍ اسیا هېوادونه له لویو بشري ناورینونو سره مخامخ شول، خو افغانستان، چې نه یې کوم لوی ځواک درلوده او نه هم پیاوړی حاکمیت، له دې جګړې څخه ډېر زیان ونه لیده. د بې پرې توب دغه سیاست دلومړۍ نړیوالې جګړې ماهیت ته په کتوـ چې د لویو ځواکونو د ګټو لپاره پیل شوې وه ــ ښه سیاست و، همدا چې افغانان په کې بچ شول او له دې موقع څخه په ګټې اخیستلو سره یې ځان بشپړې خپلواکۍ اخیستلو ته چمتو کړ، دا یې لویه ښېګڼه او ګټه ګڼلای شو.

د لومړۍ جګړې د پای په کلونو کې امریکا هم ورته راګډه شوه او دجرمني او اوتریش پر ضد يې جګړه توده کړه، خو المان او اوتریش دومره ځپل شوي وو، چې په ۱۹۱۸ کې یې سولې ته غاړه کېښوده، جګړه دلسګونه میلیونه اروپایي او نورو انسانانو په مړینه پای ته ورسېده، څلور لویې امپراتورۍ ړنګې شو، په جرمني کې جمهوریت د امپراتورۍ ځای ونیوه، د اوتریش ـ هنګري امپراتوري پای ته ورسېده او پرکوشنیو هېوادونووویشل شوه، تورکیي عثماني ړنګه شوه او په کې نوی جمهوریت ټینګ شو، د روسیې امپراتورۍ د بلشویکانو په لاس دتاریخ هديرې ته ولېږل شوه او په دې توګه د نړۍ یوه لویه جګړه پای ته ورسېده. لومړۍ نړیوالې جګړې د افریقا په شمال کې خپلواکۍ غوښتونکي غورځنګونه راوپاڅول، په هند کې خپلواکي غوښتونکي پیاوړي شول، افغانستان خپله بشپړه خپلواکي ترلاسه کړه او د اروپايي ښکېلاکګرو د نړیوال ښکېلاک لمنې په ټولېدو شوې.

انګلیسانو، فرانسویانو او د دغې ټلوالې نورو ملګرو پر جرمني درانه تاوانونه کېښول، لویې جنګي بېړۍ او اوبتلونه یې ترې په زوره واخیستل، جرمني ته یوازې د سلوزرو پوځي ځواک درلودلو اجازه ورکړل شوه. یوه شمېرنه ښيي، چې جرمني باید په هغه وخت کې د جګړې سل میلیارده ډالره تاوان ورکړی وای. جرمنانو خپل ګڼ مستعمرات له لاسه ورکړل، د المان کمپنیو خپل توکي هرځای نه شوای صادرولای، دوارسا د یوه تړون پربنسټ چې تر لومړۍ جګړې وروسته پر المان وتپل شو، دغه هېواد دیارلس سلنه خاوره، لس سلنه نفوساو پینځه اویا سلنه صنعتي اقتصاد له لاسه ورکړ، پنځه ویشت په سلو کې د سکرو معادن یې ترې واخیستل شول. اقتصادي محدودیتونو له یوې خوا او پراخو تاوانونو له بلې خوا د جرمنانو کرکه او غوسه زېرمه کوله.  دغه غوسه په یوه ګواښمن ټولنیز ځواک بدلېده، چې په پایله کې یې د نازیسم په وجود کې فوران وکړ، ادولف هټلر، چې د لومړۍ نړیوالې جګړې سرتیری، انځورګر او لیکوال پاتې شوی و، د جرمني لومړی وزیر شو، ده د جرمني انزوا نه شوه منلای او پټ یې له شوروي سره د پوځي همکاریو داسې تړونونه لاسلیک کړل، چې پر بنسټ یې بېرته ورو- ورو خپل ځواک زیرمه کړای شي. ایتالیا هم په دې وخت کې  په یوه فاشیستي ځواک بدلېده، ددغه هېواد واکمن موسولیني، چې د لومړۍ جګړې سرتیری پاتې شوی و، دعوا کوله چې د زاړه روم عظمت به بېرته راژوندی کوي. هاخوا جاپان د ختیزې اسیا څنډې په اور اړولې وې، له یوې خوایې پرچین د یرغل هوډ درلوده او له بلې خوا یې روسیه په  پرلپسې یرغلونو تر پوزې  رارسولې وه، په دې توګه د ټولو تړونونوپرخلاف یو ځل بیا د متحدینو ملګرتیا جوړه شوه.  دا ځل جرمني، ایتالیا او جاپان د دغه اتحاد ملګري وو. هټلر د یهودیت او کمونیسم پرضد خپل شعارونه راپورته کړل او د جرمنانو له نېشنلیستي احساساتو څخه یې یوځل بیا یو لوی ځواک جوړ کړ. همدا و، چې په کال ۱۹۳۹ کې یې پر پولنډ یرغل وکړ، چې له هاخوا شوروي اتحاد هم د پولند د ختیزو څنډو په نیولو سره ځان له نازي المان سره مخا- مخ ولیده. فرانسې اوانګلستان چې له پولند سره یې امنیتي تړونونه درلودل جنګ ته ورننوتل او ایتالیا د المان په ملګرتیا د جګړې بل لوري ته ودریده. جاپان خو لا له پخوا څخه د چین، امریکې او روسیې په وړاندې دجګړې پلان بشپړ کړی و.

شوروي اتحاد، د امریکا متحده ایالات  او انګلستان د جګړې بل لوری (متفقین) وو، چې د نورو لویو اوکوشنیو هېوادونو په مرسته یې جګړه پیل کړه، دوهمه نړیواله جګړه تر لومړۍ هغې ډېره پراخه، ګواښمنه، خونړۍ او تباه کوونکې وه، له پنځوسو تر اویا میلیونه انسانان یې له منځه یووړل، اروپا تر نیمايي ډېره داسې ړنګه شوه، چې ولاړ دیوال په کې لا پاتې نه ش، انسانان دخښتو په بټیو کې وسیزل شول، په میلیونونو انسانان ژوندي ترخاورولاندې شول او بشریت دخپل تاریخ یو شرموونکی جګړه ییز باب تجربه کړ، دجګړې پای په اروپا کې د جرمني د نازي واکمن هټلر تر مړینې نهه ورځې وروسته په ۱۹۴۵ کې اعلان شو، خو په اسیا کې داجګړه تر دې هم پر لویه فاجعه  پای ته ورسېده، امریکايي ځواکونو د جاپان د تسلیمېدلو لپاره پر هیروشیما او ناګاساکي ښارونو دنړۍ دتاریخ لومړني اټومي بمونه وغورځول او د څوثانیو په اوږدو کې یې سلګونه زره انسانان، ژوي او بوټي د نړۍ له مخې پوپنا کړل.

نړیواله جګړه پای ته ورسېده، ګټونکي لوري شوروي، امریکا او انګلستان (متفقینو) نړۍ په نوې بڼه سره  وویشله، ختیزه اروپا د شوروي شوه او لویدیزه یې د پانګوالي بلاک په برخه ورسېده چې دامهال یې مشري امریکا او انګریزانو پرغاړه درلوده. جګړه ماره جرمني دوه ټوټې شوه او په پلازمینه کې یې د ویش تور داغ (دبرلین دیوال) راهسک شو. د ملګرو ملتونو سازمان دنورو شخړو دمخنیوي په پار جوړ شو او د اروپا د بیا رغوونې لپاره د مارشال پلان ترعمل لاندې ونیول شو.

په افغانستان کې دامهال محمد ظاهر شاه پاچا او محمد هاشم خان لومړی وزیر و، همدا چې دوهمه نړیواله جګړه پیل شوه  د۱۳۱۸کال دسنبلې په میاشت کې د افغانستان د دریځ څرګندولو لپاره کابل ته لویه جرګه راوغوښتل شوه، لویې جرګې د افغانستان په بې پرې توب (بې طرفۍ) ټینګار وکړ او په دې توګه ـ له نیکه مرغه ـ داځل هم افغانستان د جګړې له تاوه بچ پاتې شو. په داسې حال کې چې ګاونډی هېواد ایران په دې پارمتفقینو ونیوه چې د هغه له لارې شوروي اتحاد ته پوځي امکانات ورورسوي.  ایران ددغه اشغال پرمهال لوی تاوان وګاله او له ګڼو تلفاتو سره سره یې لوی اقتصادي  زیان  هم وزغامه.

افغانستان دا مهال د جګړې له دواړو خواوو سره ښه اړیکي درلودل، المان ترجګړې مخکې په افغانستان کې ګڼې مرستندویې پروژې درلودې او بلخوا شوروي اتحاد دافغانستان لوی دوست ګڼل کېده، انګریزانو چې نوې په افغانستان کې ماته زغملې وه، نه یې غوښتل یوځل بیا له دې هېواد سره لاس او ګریوان شي، ځکه انګریزان د افغانستان له لارې د هندي خپلواکۍ غوښتونکیو له نفوذ او خپریدا څخه هم ډاریدل، په دې توګه له یوڅه هڅو او غوښتنو سره سره دواړو لوریو د افغانستان د بې پرې دریځ درناوی وکړ او پر دغې سیمې د پښو کېښودلو اړتیا ورپېښه نه شوه.

دا مهال افغانستان ځينې بنسټي اصلاحات پیل کړي وو، د پوهنې، اقتصادي ودې او موډرن ژوند نښې- نښانې یې ازمویلې او که دا مهال په جګړه کې ښکېل شوی وای نو دا هرڅه به په ټپه درېدلي وو.

بله خبره دا وه چې دا مهال د افغانستان ګټې له هېڅ لوري سره مخامخ نه وې تړلې او نه یې هم کوم ستراتیژیک ـ پوځي تړون درلوده، ځکه خو د بې طرفۍ پرېکړه هاغه وخت ترټولو معقوله اوسمه پرېکړه وه.

خو د افغانستان دریځ تر پایه همداسې پاتې نه شو، ځکه د دوهمې نړیوالې جګړې تر پای ته رسېدو وروسته نړۍ وویشل شوه او د امریکا او شوروي اتحاد سړه جګړه پیل شوه. زه، همدا سړه جګړه په حقیقت کې د درېیمې نړیوالې جګړې پیل ګڼم، چې وروسته یې له بده مرغه افغانستان په لومړۍ کرښه بدل شو او دومره بدمرغۍ او ناورینونه یې وزغمل چې هېڅ هېواد به ان لا په دواړو نړیوالو جګړو کې (دجغرافیایي پراختیا او نفوسو په تناسب) نه وي زغملي.

ستا دپوښتنې دوهمه برخه دا ده چې ایا بې طرفي غوره تصمیم و؟

 هو!  په دواړو جګړو کې د افغانستان بې طرفي غوره او ښه تصمیم و.

بې پرې توب یا بې طرفي څه ده؟

که یو دولت وکړای شي، چې خپل سیاسي استقلال او زمکنۍ بشپړتیا د لویو ځواکونو د ګډ تضمین په رڼا کې وساتي اوخپل پوځي ځواکونه، له دفاعي اړتيا پرته، د بل چا په وړاندې ونه کاروي، په حقیقت کې دا دولت بې پرې دی.

دنړیوالو حقونو له نظره : بې طرفه دولت هغه دی، چې د دوو یا زیاتو هېوادونو د جګړې پرمهال د هیچا پر لوري ونه دریږي.

دبې پرې هېوادو لویې ځانګړنې دا دي، چې خپلې پوځي اډې بل پوځي لوري ته نه ورکوي او په پوځي تړونونو کې نه ورګډیږي.

ستاسو د پوښتنې بله برخه دا ده چې ایا درېیمه نړیواله جګړه به پېښه شي که نه؟ زما په نظر خو موږ همدا اوس په یوه بله نړیواله جګړه کې عملاً ښکېل یو او دا ځل له بده مرغه موږافغانان او افغانستان نه یوازې داچې په دې جګړې کې بې پرې نه یو، بلکې د جګړې په لومړۍ کرښه کې ولاړ یو.

دا درېیمه جګړه له دوو هغو سره لاندې توپیرونه لري:

جغرافیه یې بدله ده، مانا داځل جنګ له اروپا او پانګوالو سترو هېوادونو څخه منځني ختیځ، افریقا او د اسیا بېوزله هېوادونو ته رالېږدېدلی دی. دجګړې لوري هماغه لویديز پانګوال هېوادونه دي، خو دا ځل د دوی په استازیتوب او نیابت نور ملتونه جنګول کیږي. پوځي وسایل، پانګه او اهداف دهم هغوی دي، خو تلفات او ویجاړۍ د بېوزلو هېوادونو په برخه رسېدلي دي.

په لومړیو دوو نړیوالو جګړو کې یوازې وسلې او استخبارات جنګېدل، خو په دې جګړو کې ادیان، مذاهب  او فرهنګونه هم له پرمختللې تکنالوژۍ او استخباراتو سره یوځای د جګړې وسایل دي. پخوا جګړه د هېوادونو دښکېلولو لپاره وې، خو اوس د زمکو پر راخپلولو نه، بلکې ترزمکولاندې سرچینو په خاطر جګړې کیږي. داجګړې پر (تیلو، ګازو، یورانیومو، ارزښتمنو کاني توکیواو مهمو ستراتيژیکوـ ترانزیتي موقعیتونو) ترسره کیږي، اټکل داسې دی، چې بل پړاو به یې پرخوږو اوبو وي. د همدې لپاره ټول منځنی ختیځ، منځنۍ اسیا، جنوبي اسیا،قفقاز، دافریقا شمال او نورې سیمې چې بډایه سرچینې لري دجګړې بټۍ دي. داځل دې جګړې ته  د تروریزم پرضد جګړه وايي او عجیبه دا ده چې تروریزم او د تروریزم پرضد دواړه غاړې له یوه لاسه اوبه څښي.

افغانستان په لومړیو دوو نړیوالو جګړو کې نظر اوس ته  ډېر بختور و، ځکه هغه وخت یې حکومتونه او خلک په دې پوهېدل چې په پردۍ جګړه کې نه ښايي خپل بچي ووژني خو نن موږ هماغومره شعورهم نه لرو، پردۍ جګړې مو په زوره خپل کورته راوستلې دي. دا وضعیت له بده مرغه په سړې جګړې کې او سړه جګړه بیا په دوهمه نړیواله جګړه کې ریښې لري، مانا موږ ته دغه راپېښه جګړه ان د دوهمې جګړې راپاتې میراث دی، چې د امریکايي او روسي ګټو ترمنځ پیل شوې وه او وروسته بیا په بله بڼه واوښته.

دا ځل د درېیمې نړیوالې جګړې مرکز افغانستان دی. افغانستان دا ځل نه خو بې پرې پاتې شو او نه یې هم داسې هوښيار سیاست ورخپل کړ، چې د یوه پیاوړي نړیوال ځواک پوخ او نږدې ملګری شي او دهغه په مرسته د پرمختګ او ملاتړ داسې برید ته ځان ورسوي، چې بیا یې څوک لاندې نه شي کړلای. موږ نه خپله ناپلوي وساتلای شوه او نه مو هم د کوم لوی  زبرځواک له ملګرتیا څخه ګټه پورته  کړلای شوه.

 هسې چې  په لومړۍ نړیواله جګړه کې د اوتریش شهزاده فردیناند د جګړې دپیل لومړی قرباني وګڼل شو، اوس افغان ولس دهماغه شهزاده په څېر د درېیمې نړیوالې جګړې لومړی او اصلي قرباني دی.

مګر دا چې خلک او حکومت یې دهماغې زمانې شعور ته ځان ورسوي، چې جګړې ته نه ووايي او تر دې ډېره پردۍ جګړه خپل کورته رانه وړي، کاشکې مو د پخوانیو شعور بېرته راستون شي.

بدلون اوونيزه/دوهم کال/۲۴ مه / پرلپسي ۷۶ مه ګڼه/چهارشنبه/ ثور/۸/ ۱۳۹۵

2 thoughts on “د دوو نړیوالو جنګونو علت او د افغانستان بې طرفي/ عبدالغفور لېوال”
  1. ډیره مننه لیوال صیب، د ستاسو تحلیل واقعاً د ستایلو دی. مو نږ ددریمي نړیوالي جګړي په لمړۍ صف کې قرار لرو، خو بدبختانه کومه پالیسې، ستراتیژي او طرز العمل ورته نه لرو.
    شيرشاه صافی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *