تاند- رویټرز خبري اژانس وايي چې د ولسمشر غني او اجراييه رييس عبدالله عبدالله د کمپونو ترمنځ د اختلاف له کبله د افغانستان د نوې کابینې اعلان ځنډېدلی دی.

ولسمشر اشرف غني غواړي چې د لندن تر کنفرانس مخکې نوې کابینه جوړه شي خو رویټرز خبري اژانس، چې د دواړو کمپونو له غړیو سره یې خبرې کړي، وايي ګومان نه کېږي چې کابینه دې داسي ژر جوړه شي.

د عبدالله عبدالله ویندوی مجیب رحیمي وویل:«د ولسمشر غني ټیم د قدرت د مساوي وېش د معاملې په اړه متفاوت درک لري او همدا علت دی چې نوې کابینه تراوسه پوري نه ده جوړه شوې.»

د رویټرز پر اساس د عبدالله عبدالله پلویان هیله لري چې ټولې دولتي چوکۍ به په مساوي ډول د دوو ټیمونو ترمنځ ووېشل شي خو دا نظر ولسمشر غني رد کړی دی.

د ولسمشر غني یوه سلاکار داوود سلطانزوی په دې اړه وویل:« دا ناممکنه ده، ځکه چې یو هم، نه ولسمشر او نه اجراییه رييس، هر څه په خپل انحصار کې اخیستی شي. موږ حکومت د شخصي ملکیت په شان په دوو برخو وېشلی نه شو.»

ولسمشر غني یوازې محمد حنیف اتمر د ملي امنیت سلاکار ټاکلی چې پر هغه هم د عبدالله له لوري انتقاد شوی دی.

رویټرز وايي چې دا ډول اختلافات د افغانستان د نوي حکومت دوه اساسي هدفونه، چې له فساد سره مبارزه او د پاکو او وړ کسانو ګومارل دي، له ستونزو سره مخامخوي.

د دواړو ترمنځ اختلاف په دې هم دی چې د دفاعي او مالي چارو وزیران څوک معرفي کړي. همداراز د ملي امنیت د ریاست پر سر هم اختلاف دی.

د مخکنیو راپورونو پر اساس د غني او عبدالله ترمنځ په موافقه کې ویل شوي و چې د مالي او دفاعي چارو وزیران به په مساوي ډول د دواړو له لوري معرفي کېږي خو د نورو وزارتونو په اړه څه نه و ویل شوي مګر اوس د عبدالله کمپ وايي چې ټول وزارتونه او ولایتونه به په مساوي ډول وېشل کېږي.

په دفاعي وزارتونو کې د دفاع، کورنیو چارو وزارتونه او د ملي امنیت ریاست او د ملي امنیت سلاکاري شامله ده.

په مالي وزارتونو کې د مالیې، اقتصاد او سوداګرۍ وزارتونه شاملېږي.

3 thoughts on “د دوو ټیمونو ترمنځ د اختلاف له کبله نوې کابینه ځنډېدلې”
  1. داچه بی ادبي ونه شی ديو افغان افسر او افغان په تو ګه دمحترم داکتر اشرف غنی څخه دا سوآل کوم چه ايا ريس جمهورته ئ که بل څوک ؟
    ۲/ايا کابينه ريس جمهورجوړوي او يا بل څوک ؟
    ۳/ اياقانون اساسي منی اودقانون اساسی په پياده کولو کي مسوليت لري.
    ۴/ايا په قانون اساسي کي اجراېوی رېس او دهغه صلا حيتونه ذکر شوی.
    ۵/که چيري دڅلورمي پوشتنی ذکر په قانون اساسی کې نه وی راغلي ايا داستا له خوا دقانون اساسي تر پشو لاندي کول او پا يمالول نه دی.که جواب نه وي ولي مستقل او دخپل صلا حيتو سره چه قانون اساسی تا ته در کړي قاطعانه عمل نه کوي.
    پس ددی څخه معلوميږی چه دافغان ملت وګړی او افغان ملت تا او داکتر عبدالله ګرو ګان کړی .افغانانو ته ته هيڅ دشخصيت په توګه قانع نه ياست بلکه افغانان تاسی ديو متاع په شکل څنګه چه مو زړه غوشتي وی بازار ته ارزه کوي.
    مه کوي دخدای روی مې دروړي افغان ملت ډير زوريدلي او نورئ مه زوروي.
    ددي فعلي وضع ئ مسول شخصاء ته اشرف غني ئ ځکه چه دخپل قانوني صلاحیت څخه استفاده نه کوی او خپل قانوني صلاحيت څخه دی مشارکت جوړ کړی .
    تا خو ويل چه زه مشارکتی دولت نه غواړم نو ولی نن دې ته تن ورته ايشی په دي تن ايشودلی کې هم مقابل لوري په تا دست بالا دی ,دست بالا دامعنی چه ستا دفعاليت او دخدمت کولو لوي خنددی.
    که مې بې ادبی کړي وي په خپله بزر ګوارۍ ديو ريس جمهور په توګه ما وبخشه هر که. را دردي رسد ناچار ګويد وي را.ستا دجدي اوقانوني اقداماتو په انتظار.

  2. باور وکړی چی زه بد بین نه یم، خو له هغی ورځی چی د ملی وحدت په نوم حکومت جوړ شوی دی ، نو دا ګمان نه شم کولای چی دا حکومت د پر مخ ولاړ شی. لدغه دا بهتره وه چی اشرف غنی پر څای د دی چی شریک حکومت ورسره جوړ کړی دا ټول حکومت یی عبدالله خان ته سپارلی وای او ورته یی ویلی وای چی اوس نو حکومت وکړه چی څرنګه یی کولای شی.عبداله باور وکړی چی که د دوو خرو لپاره د اوربشو په ویش پوهه شی حکومت خو لا پر ځای پریږده.
    اشرف غنی د افغانستان لپاره بهترین چانس وو خو فکر داس کیږی چی دا چانس هم ختا شو.

  3. مونږ افغانان متاسفانه دا بد عادت لرو چی خپله کوم کار نشو کولای نو په نورو مو هم نه لوریږی. جمعیتیانو خو دا 24 کاله افغانستان په کنډوالو بدل کړ او هغه څه چی د 60 – 70 کلونو په ترڅ کی زمونږ هیواد والو جوړ کړی وو په ویرانو بدل کړل. د کابل ښار کنډوالی ټولو لیدلی چی ځینی آثار یی لا پرځای پاته دی د دارلامان او د چهلستون ماڼۍ یی ښی نمونی دی . د 60 اویا زرو مظلومو افغانانو چی د دوی له لاسه شهیدان شول هډوکی لا هری خواته تیت او پرک پراته دی. د افغانستان سل کلنه ملی اردو د نواز شریف په امر د آمر صاحب احمدشاه مسعود په لاس منحله او 400 نه زیاتی جنګی او جت الوتکی په کباړ بدلی شوی تر 4500 زیات ټانکونه اوشوبلی او نور زغروال وسایل ،مختلف توغندی لکه لونا ، سکات ، اوراګان ، بی امی څلویښت ، پیچور او نور توغندی ټول په پنجاب خرڅ شول. ټول کانونه یی په مفتو پیسو ورکړل ، افغانستان د نړۍ د مفسدو هیوادونو په قطار کی لومړی مقام ونیو. دولتی مځکی غصب شوی او په سلګونو نور جنایتونه چی یادول یی ضرور نه دی او هسی په زخمونو مالګی دوړول دی.
    د افغانستان د خلکو هیله له نظار شورا او اجراییه والو نه داده چی ښاغلی جمهور رییس ته د همکار لاسونه ور اوږده کړی او داسی یو دولت جوړ کړی چی راتلونکی نسلونه پر تاسو وویاړی نه دا چی نفرت او لعنت در باندی ووایی. کوم وزارت چی تاسو ته جنجالی معلومیږی دواړه یی له منځه یوه مسلکی ، متخصص، په کارپوه ، هیواد دوست او خواخوږی افغان ته وسپاری چی په هغه وزارت کی بنیادی تغییرات راولی او ګټه یی د هیواد هر فرد ته ور ورسیږی. ترټولو لومړی باید پردی پاله او هغوی چی ځانونه افغانان نه بولی له مهمو دندو لری کړی او هغوی ته د ویاندویی یا د ټیم د نماینده ګی واک مه ورکوی.

  4. حسن جانه وروره تولي نيوكي دي به خاي بعضي موضوعاتو ته دي جه دقيق فكر نه رسيزي تماس بري مه نيسه.
    دمثال به تو كه دسلا حوو ا و وسايطو كبر تا به باكستان وأجوه مكر زه در سره هم غزي نه يم داسلاح وي كه درندي او سبكي سلاح وى دي جه اوس هم دشمالي تلوالي به اختيار كي دي .داسلاح وي هم به داخل دمملكت كي اوهم به يوه خارجي دولت كي جناب مارشال فهيم خاي به خاي كري دوي جه دومره غت، غت بي اختياره كامونه اخلي خبره بل جيري ده

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *