د افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو کاندیدانو تېره شپه د ملي یووالي د حکومت او نورو اختلافي مسایلو په اړه خبرې وکړې.

د دواړو کاندیدانو د انتخاباتي ټیمونو ویندویان دا خبرې مثبتې او مخ په وړاندې ګام بولي خو داسي ښکاري چې لا هم د دواړو خواوو ترمنځ ژور اختلافات موجود وي.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی فضل الرحمن اوریا ازادي راډیو ته وویل د تېرې شپې خبرې په ډېره دوستانه فضا کې وشوې، خو ده په عین حال کې وویل چې ټیم یې د انتخاباتو نتیجې نه مني او له مقابل ټیم سره له انتخاباتو جلا سیاسي خبرې کوي.

خو د اشرف غني احمدزي د انتخاباتي ټیم ویندوی صدیق پتمن وايي چې دوی د اساسي قانون سرغړونه نه شي کولی. د ښاغلي پتمن په وینا هغه ولسمشر چې د انتخاباتو پر اساس نه وي غوره شوی د اساسي قانون سرغړونه ده.

ښاغلي پتمن تاکید وکړ چې که چیري د اصلاحاتو او همپالنې ټیم د انتخاباتو مشروعیت ونه مني د ملي یووالي حکومت جوړېدای نه شي.

ده همداراز د اصلاحاتو او همپالنې د ټیم دې غوښتنې ته په اشاره چې کابینه او حکومت دې د اجرايي چارو د رييس تر لاس لاندې وي، د افغانستان په اساسي قانون کې دا واک د ولسمشر دی او که داسي نه وي د قانون سرغړونه ده او له بلې خوا په دې صورت کې انتخاباتو ته اړتیا نه پیدا کېده.

د عبدالله عبدالله د انتخاباتي ټیم یوه ویندوی فضل الرحمن اوریا د عبدالله عبدالله او اشرف غني احمدزي ترمنځ د تېرې شپې خبرې مثبتې او ګټورې وبللې، ویې ویل:«د افغانستان د اصلاحاتو او همپالنې ټیم او د دوام او بدلون ټیم مشرانو تېره شپه په ډېره دوستانه، صمیمانه فضا کې او د متقابل احترام په چاپېریال کې خبرې وکړې. د دوی خبرې د ملي دولت د جوړولو په خاطر وې او په نتیجه کې یې دې موافقې ته ورسېدل چې دواړه خواوې کاري ډلې جوړې کړي څو په ځانګړو تخصصي مسایلو باندې کار وکړي.»

ټاکل شوې د چې د دواړو ټیمونو کاندیدان نن بیا خبرې وکړي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *