تاند- د اشرف غني احمدزي د بدلون او دوام انتخاباتي ټیم او د عبدالله عبدالله د اصلاحاتو او همپالنې ټیم موافقه وکړه چې د ۷ زره محلونو رایې دې بیا وشمېرل شي.
تر دې مخکې د انتخاباتو خپلواک کمیسیون د ۱۹۳۰ محلونو رایې له سره وشمېرلې. ویل کېدل چې دا هغه محلونه دي چې د زیاتې درغلۍ امکان پکې شته. تاند ته معلومه شوې چې د بیا شمېرلو په نتیجه کې د عبدالله عبدالله رایې نورې هم کمې شوي دي.
خو عبدالله عبدالله د ټولو هغو محلونو د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کوله چې تر ۹۳ فیصده زیاتې رایې پکې یوه کاندید ګټلي یا د ښځو رایې زیاتې دي.
د دواړو خواوو د انتخاباتي ټیمونو د بحثونو په پای کې موافقه وشوه چې د ۷ زرو محلونو رایې دې له سره وشمېرل شي.
تر دې مخکې اروپايي څارونکو د ۶ زره محلونو د رایو د بیا شمېرل کېدو غوښتنه کړې وه خو د عبدالله ټیم د زیاتو محلونو د رایو د شمېرل کېدو غوښتنه کوله.
د عبدالله ټیم ویلي چې د محلونو رایې دې مرکز ته راوړل شي او د دواړو کاندیدانو او نړیوالو څارونکو په وړاندې دې بیا وشمېرل شي.
د اشرف غني احمدزي ټیم د عبدالله عبدالله له دې غوښتنې سره موافقه کړې خو ویلي یې دي، د دې لپاره چې د افغانستان قوانین تر پښو لاندې نه شي دا کار دې د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون تر مشرۍ لاندې وشي.
د افغانستان د ولسمشرۍ د دوهم ځلي انتخاباتو د رای ورکولو د ټولو محلونو شمېر تر ۲۲ زره زیات دی.
کابل ته د رایو راوړل خطرناک بریخی ځکه چه به لاروکی دلمنڅه وړو امکان یی ډیر دی