د فرانسوي لیکوال الکساندر دوما شهکار ناول «کونت دو مونتې کریستو» په پښتو ژبه چاپ شو. دا په اصل کې د دوما د ناول پښتو لنډیز دی چې تر نن اویا کاله وړاندې محمود حبلبي – چې هغه مهال نولس کلن و – ژباړلی دی آو په هماغه وخت کې د «مطبوعاتو لوی ریاست» (چې وروسته د اطلاعاتو او کلتور وزارت شو) ور ته د پښتو ژباړې لومړۍ درجه جایزه هم ورکړې وه.
د کتاب نسخه د نجیب منلي په زیار په ملي آرشیف کې وموندل شوه او دا دی اوس د پښتو ادب مینه والو ته په چاپي بڼه وړاندې کېږي.
نن په کابل کې د کتاب ښار د غونډو په تالار کې د دغه کتاب د مخکتنې په پلمه د ارواښاد محمود حبیبي یاد غونډه جوړه شوه. په دې غونډې کې ګڼو فرهنګي شخصیتونو برخه اخیستې وه. استاد عبدالحمید مبارز، استاد سلیمان لایق، آغلې ثریا پوپل (د علومو د اکاډیمۍ مشرې)، آغلې څېړن او اجمل بلوچ زاده د محمود حبیي د ژوند په اړه خبرې وکړې.