د ودان افغانستان  ګوند، دملګرتیا اعلامیه

۱۶ جوزا ۱۳۹۳

قدرمنو هېوادوالو !

درنو ګوندي همفکرو!

افغانستان دخپل سیاسي برخلیک پر داسې پړاو ولاړ دی ، چې هوښیارو سیاسي خوځښتونو ته یې د ژغورنې او ملاتړ لپاره دارادې اوعمل اړتیا تربل هروخته ډیره ده .

ودان افغانستان ګوند دخپلې فکري  – سیاسي کرښې ، کړنلارې او تګلارې، په حکم غواړي د ۱۳۹۳ لمریز کال دجمهوري ریاست د ټاکنو په دوهم پړاو کې د دکتور اشرف غني په مشرۍ، دتحول اوتدام له ټیم سره ملګری شي .

دګوند مرکزي کومیټې د دغو دلایلو پربنسټ، یاده پرېکړه کړې ده :

  • دکتور اشرف غني  په خپله اقتصادي تګلار کې، دګوند اقتصادي علمي طرحو ته ډیر نږدې دی او دسراسري اقتصادله هغې علمي طرحې سره سم پلانونه لري ، چې د ودان افغانستان ګوند له لوري وړاندیځ شوې ده .
  • دکتوراشرف غني دټولنې د بېوزله ، بېکسه ، محرومو او هېرکړای شویو اقشارو دراپورته کولو ، پر پښو درولو او د هغوی د انساني ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره هڅه، خپل کاري لومړیتوب ټاکلی او داهغه څه دي، چې ګوند هم ورته په پرلپسې علمي او عملي مبارزه بوخت دی .
  • دکتوراشرف غني هغه څوک دی ، چې دهېواد په نږدې څلویښت کلن کړکېچ کې، شخصاً نه و ښکېل ، بلکې په خپلو کاري دورو کې یې ددې کړکېچ د منفي اغیزو په له منځه وړلو کې ګټورې هڅې کړې دي.
  • دکتور غني د موډرن تفکر خاوند علمي کادردی ، چې زموږد ولس پر ویښتیا ، روښانتیا او بدلون باور لري او دا هغه څه دي ، چې د ګوند دمبارزې بنسټ جوړوي .

ددې ټولو دلایلو پربنسټ، ګوند د دکتور اشرف غني ملګرتیا ته ځان ژمن بولي او تر واک ته رسېدو وروسته به هم، له هغه سره دمرستندوی او ناظر سیاسي ځواک په توګه ملګرتیا وکړي ، چې ولس ته دخپلو ژمنو په ترسره کولو کې بریالی شي او هېواد له اوږدمهالې بدمرغۍ څخه وژغورلای شي .

ګوند په ټول افغانستان او بهرنیو هېوادونو کې خپلو غړیو ، ملګرو ،خواخوږیو ، همفکرو او پلویانو ته لارښوونه کوي ، چې په بشپړ جدیت او ټول توان سره د تحول اوتدوام ټیم، دبریالیتوب لپاره هر راز مشروع او قانوني هاندوهڅه ترسره کړي.

دودان او سرلوړي افغانستان

په اراده

ودان افغانستان ګوند

مرکزي کومېټه

۱۳۹۳ جوزا

کابل

ځواب دلته پرېږدئ