جوزا ۱۳۹۳ قدرمنو هېوادوالو ! درنو ګوندي همفکرو! افغانستان د خپل سیاسي برخلیک پر داسې پړاو ولاړ دی ، چې هوښیارو سیاسي خوځښتونو ته یې د ژغورنې او ملاتړ لپاره دارادې اوعمل اړتیا تربل هروخته ډیره ده . ودان افغانستان ګوند دخپلې فکري – سیاسي کرښې ، کړنلارې او تګلارې، په حکم غواړي د ۱۳۹۳ لمریز کال دجمهوري ریاست د ټاکنو په دوهم پړاو کې د دکتور اشرف غني په مشرۍ، دتحول اوتدام له ټیم سره ملګری شي . دګوند مرکزي کومیټې د دغو دلایلو پربنسټ، یاده پرېکړه کړې ده :
• دکتور اشرف غني په خپله اقتصادي تګلار کې، دګوند اقتصادي علمي طرحو ته ډیر نږدې دی او دسراسري اقتصاد له هغې علمي طرحې سره سم پلانونه لري ، چې د ودان افغانستان ګوند له لوري وړاندیځ شوې ده . • دکتور اشرف غني د ټولنې د بېوزله ، بېکسه ، محرومو او هېر کړای شویو اقشارو دراپورته کولو ، پر پښو درولو او د هغوی د انساني ژوند د شرایطو د ښه کولو لپاره هڅه، خپل کاري لومړیتوب ټاکلی او داهغه څه دي، چې ګوند هم ورته په پرلپسې علمي او عملي مبارزه بوخت دی .
• دکتوراشرف غني هغه څوک دی ، چې دهېواد په نږدې څلویښت کلن کړکېچ کې، شخصاً نه و ښکېل ، بلکې په خپلو کاري دورو کې یې ددې کړکېچ د منفي اغیزو په له منځه وړلو کې ګټورې هڅې کړې دي.
• دکتور غني د موډرن تفکر خاوند علمي کادر دی ، چې زموږ د ولس پر ویښتیا ، روښانتیا او بدلون باور لري او دا هغه څه دي ، چې د ګوند دمبارزې بنسټ جوړوي . ددې ټولو دلایلو پربنسټ، ګوند د دکتور اشرف غني ملګرتیا ته ځان ژمن بولي او تر واک ته رسېدو وروسته به هم، له هغه سره دمرستندوی او ناظر سیاسي ځواک په توګه ملګرتیا وکړي ، چې ولس ته دخپلو ژمنو په ترسره کولو کې بریالی شي او هېواد له اوږدمهالې بدمرغۍ څخه وژغورلای شي .
ګوند په ټول افغانستان او بهرنیو هېوادونو کې خپلو غړیو ، ملګرو ،خواخوږیو ، همفکرو او پلویانو ته لارښوونه کوي ، چې په بشپړ جدیت او ټول توان سره د تحول اوتدوام ټیم، دبریالیتوب لپاره هر راز مشروع او قانوني هاندوهڅه ترسره کړي. دودان او سرلوړي افغانستان په اراده ودان افغانستان ګوند مرکزي کومېټه ۱۳۹۳ جوزا کابل