دا ارګ دی، د یو داسې ملت د خدمت د چوپړتيا د خونې او ماڼۍ نوم دی چې ډېرو خواريو او زاريو ته اړتيا لري.

دا هغه ماڼۍ ده چې خوب په کې حرام دی، شپه او ورځ باید د یو ځپل شوي ملت لپاره په ويښه تېرې کړې او ډول ډول مشکلاتو سره به مبارزه کوې، دلته به د قومونو تر منځ انډول هم ساتې او سياسي شعور پخولو لپاره به هم کار کوې، ولس ته به هم قناعت ورکوې او نړۍ به هم را ماتوې چې تر څو د وروستيو دولسو کلونو لاسته راونې په سيند لاهو نه شي. ددې ماڼۍ لپاره یا خو د حامد کرزي په شان له حوصلې جوړ غر په کار دی او يا هم د ډاکټر اشرف غني په شان د پخې ارادې خاوند. دلته د عبدالله د آرامو خوبونو لپاره مزين تختونه او آرایشګاوې نه دي په کار او نه هم دلته د ملت په وينو د اخیستل شوې لس زريزه ډالرو دريشي ددې ملت درد دوا کولی شي، دا ملت کار زيار او شوګيريو ته اړتيا لري.

تیرې درې ورځې په افغانستان کې د ديموکراسۍ، تمدن، وحشت او بې لارۍ ښې نمونې وې. د ټاکنو خپلواک کميسيون د ټاکنو  ابتدايي پايلې اعلان کړې چې له مخې ډاکټر اشرف  غني احمدزی د دوهم پړاو ټاکنو ګټونکی اعلان شو.

د ټاکنو خپلواک کميسيون په لومړي ځل په خپله ژمنه ودرېد، له ډېرو ناندريو او لفظي شخړو  وروسته بالاخره پايلې اعلان شوې او افغانستان د ولسمشر حامد کرزي په وينا د دموکراسۍ یو بل اصل هم په افغانستان کې پلی شو، په لومړي ځل به ولسمشر کرزی د سوله ييزې لارې بل ولسمشر ته د ارګ کرسۍ پرېږدي.

دا د افغانستان تاریخ سازه مرحله ده، دلته هیڅ چا هم دغه چوکۍ په خپله خوښه نه ده پرېښې، چا پرې ورونه مړه کړي او څوک د بل چا په ټانکونو تر ارګ پورې ورغلي او هم هلته خاورې شوي دي.

دا ځل انګېرېنې هم همداسې کېدلې چې ګواکې ولسمشر کرزی به هم تاریخ تکرار کړي، خو هغه هوډ کړی چې د کرسۍ پر سر د وينو تويولو تاریخ به نور دلته نه تکراريږي، دلته به مبارزه کېږي، ټاکنې به کېږي او په یوه ديموکراتيکه فضا کې به خلک خپل راتلونکی مشر ټاکي او پنځه کاله به د خدمت موقع ورکوي.

د لومړي پړاو ټاکنو وروسته ډاکټر اشرف غني احمدزي ولس ته په پوره امانتدارۍ خپل پروګرامونه بیان کړل، پلانونه يې ورته روښانه او د لس مينه او باور يې تر لاسه کړ او د جوزا په ۲۴مه ولس هم ور سره بيعت وکړ، ښځې، زاړه او ځوانان ټول را ووتل او رايې ورکړې.

هاخو د نظار شورا او د جمعیت نوماند عبدالله عبدالله یواځې د کابيني په جوړولو بوخت و، د چوکيو په ویشلو بوخت و او د نويو ولايتونو په رامنځته کولو يې سختې خوارۍ پيل کړې وې.

ولس ولې ورته رایه ورکړي؟ او که چا ورکړې، نو هغه هم د پنځوس ډالرو او یا هم د کومې چوکۍ او غوړې ډوډۍ ژمنو غولولي دي.

د ټاکنو د دوهم پړاو پايلو وروسته د تحول او تداوم ټيم د پخوا په څېر د قانونو سره سم د پايلو د اعلان څخه هر کلی وکړ، د عبدالله ډلې او په ځانګړې توګه د بلخ سرزوري والي عطا محمد نور د موازي حکومت د اعلان غږ اوچت کړ چې د یو خوب او خیال تر حده و او پاتې به شي.

دا درې پېښې د ولسواکۍ، تمدن او زورواکۍ سترې بېلګې دي، ولس پوهېږي چې څوک بیا غواړي په افغانستان کې د وينو ويالې وبهيږي.

خو دا آرزو به يې د خاورو سره خاورې شي، عبدالله نن په خپله سياسي ځان وژنه کې یو ځل بیا دا ثابته کړه چې دا وطن سم او عالي مديريت غواړي، یو څوک چې یو خبري کنفرانس، د دوه زرو کسانو غونډه او خپل پنځوس کسيز ټيم نه شي رهبري کولی، هغه ټول افغانستان څنګه مديريت کړي، د بخيلو ګاونډيو سره به څنګه د افغانستان ستونزې هوارې کړي او څنګه به ولس او نړيوالې ټولنې ته قناعت ورکوي.

تر اوسه عبدالله او د هغه ټيم ته د لسو نورو کلونو لپاره د مديريت د زده کړو اړتيا ده چې کنفرانسونه مديريت کړي له هغې وروسته يې که د ملت باور تر لاسه کړ، د ارګ دروازې به هم ورته خلاصي کړي. اوس يې پر مخ د ارګ دروازې هم تړلي او په غرونو کې له پخوا طالبان شته چې پنځه کاله يې د سر په کاسه کې اوبه ورکړي  دي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *