کابل کې د دیني علماوو راټولیدنه چې د نږدې ټولو ولایتونو د مسجدونو خطیبانو، د مدرسې استادانو، شیخ الحدیثانو او مفسرینو ګډون کړی او په یوه جامع بحث کې یې د روانې جګړې د نامشروعیت په تړاو فتوا ورکړه، له هرکلي سره مخ ده.

تر دې وړاندې په دیني علماوو نیوکې وې چې څنګه د روانې جګړې په تړاو چې قرباني یې افغانان او په ځانګړي ډول ملکي وګړي دي، چوپ پاتې دي.

د شپاړس کلنې جګړې په تړاو د دیني علماوو چوپتیا هم پوښتنې راولاړې کړې وې، که څه هم یو شمېر دیني علماوو دا جګړه په وړو غونډو او انفرادي ناستو کې غندلې وه، خو په دومره لویه غونډه کې چې فتوا هم پکې صادره شوه، د جګړې د نامشروعیت په تړاو څه نه و ویل شوي.

د ولس هرکلی

اوس د دیني علماوو دا راټولیدنه او فتوا صادرول د افغانانو له تود هرکلي سره ده او باور لري چې په دې سره به روانه جګړه د اسلام له نوم ووځي او افغانان، سیمه او نړۍ به پوه شي چې دا جګړه د افغانانو نه ده او نه په اسلام کې د مسلمانانو وژنه شته.

په ټولنیزو رسنیو کې زیاتو خلکو له دیني علماوو د مننې تر څنګ لیکلي چې دا د دیني علماوو یو بې ساری ګام او تاریخي پریکړه وه چې د افغانانو د ویني تویدو د مخنیوي لپاره یې وکړ.

ډیری هغه کسان چې له دیني علماوو په دې برخه کې ناراضه و چې ولې د روانې جګړې په تړاو چوپه خوله دي، اوس یې هر کلی کړی او ډاډه دي چې دیني علماوو خپل مسوولیت چې غاړه خلاصول و، ادا کړی او انشاءالله چې دا پریکړې به رنګ راوړي.

په دې فتوا سره د هغو ډيرو کورنیو تسلي وشوه چې ګنې اولادونه او یا د کورنۍ غړي یې په یوه مبهمه جګړه کې له منځه تللي، اوس د هغوی لپاره په ډاګه شوه چې د کورنۍ غړي او اولادونه یې پاک سپیڅلي شهیدان دي او دا ویني د اسلام لپاره نه بلکې د سیاسي ګټو او اقتدار د ترلاسه کولو لپاره دي.

د ارګ هر کلی

کابل کې د دیني علماوو له غونډې او فتوا صادرولو وروسته ولسمشر محمد اشرف غني په یو ويډیو پيغام کې له علماوو مننه کړې چې خپل دیني مسوولیت او رسالت یې ادا کړ.

ولسمشر په خپل پیغام کې ویلي چې د جګړې قربانیان عام خلک دي او پکار وه چې د دیني علماوو یوه داسې اجماع رامنځ ته شي چې په اکثریت یې د جګړې د نامشروعیت په تړاو فتوا صادره کړي او نن دا کار وشو.

ولسمشر په خپل پيغام کې خوښي ښودلې چې د ټولو ولایتونو له جوماتونو او مدرسو جید علماء راټول شوي او د اسلام په رڼا کې یې تر هر اړخیز بحث وروسته دا جګړه مردوده یاده کړه او طالبانو ته یې پلمه پرينښوده چې د افغان مسلمانانو پروړاندې جګړې ته دوام ورکړي.

د ولسمشر په پیغام کې یو ځل بیا پر طالبانو د سولې غږ شوی او غوښتنه شوې چې پردی ټوپک له اوږدې کوز او د افغانستان په بیا رغونه او افغانانو په پرمختګ کې ونډه واخلي.

ولسمشر لارښوونه کړې چې د فتوا د عملي کولو په برخه کې دې نږدې ورځو کې جدي اقدامات وشي او د دیني علماوو نظر او پریکړې ته دې درناوی وشي.

د ملي امنیت شورا سلاکار هرکلی

د ملي امنیت شورا سلاکار له دفتره خپره شوې خبرپاڼه کې بیا ډاډ ښودلی چې د دوشنبې ورځې چاودنه کې د شهید شویو علماوو وینه به رنګ راوړي او طالبانو او نورې ترهګرې ډلې به حتما ماتې خوري.

د امنیت شورا په خبرپاڼه کې د محمد حنیف اتمر له قوله لیکل شوي چې طالبانو او نورې ترهګرې ډلې د افغانانو د پاکي خاورې، متدین نظام او وسله وال پوځ پروړاندې جګړې ته خلک هڅوي او د دیني علماوو دا ډول پریکړې کولای شي، خلک له ترهګریزو کړنو راوګرځوي، هغه کړنې چې قرباني یې افغانان ورکوي او ثمره یې نور افغان دښمنه هېوادونه وړي.

حنیف اتمر د دیني علماوو په فتوا سره باور ښودلی چې طالبانو او نورو ترهګرو ډلو په فکر او ذکر ماتې وخوړه او د دیني علماو پریکړې وښودله چې حق هر کله په باطل باندې غالب کیږي او لسیزې وروسته هم د حق لارویان په ډاګه کیږي.

نو په ټوله کې د افغان دیني علماوو دا بې ساری ګام له هرکلي سره مخ دی چې د جګړې په شدت او د جګړې لپاره بشري قوه کې به کموالی راولي، ځکه طالبانو او نورو ترهګرو ډلو د افغان دیني علماوو له چوپتیا ګټه پورته کړې او په ناسمو تفسیرونو یې زیات خلک جګړې ته سوق کړي او هره ورځ یې د خپلو شومو ګټو لپاره کارکوي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *