په دیني ټرمینالوجۍ کې اصلاح او فساد دوه متقابل الفاظ دي. صالح عمل، صالح انسان، صالحات، مصلِح ټول د همدې ردیف دي. صالح عمل د فاسد او مفسد عمل په مقابل کې واقع عبارت دی. مصلحت، بیا ګټې ته وایي چې مصالح یې جمع دی. د همدې الفاظو په ردیف کې صلح هم راځي. که اصلاح د فساد په مقابل کې لفظ وي، نو صلح هم د فساد په مقابل کې لفظ دی او نه صلح هرومرو د فساد په معنا ده. دا چې قرآن کریم د دین رسالت د یوه پیغمبر په خوله داسې بیان کړی چې فرمایي: إن أريد إلا الاصلاح… همدغه مفهوم تاییدوِي چې ګواکې د دین هدف له صلحې، اصلاح، صالح عمل، مصلحت، صالحوالي پرته بل هیڅ هم نه دی او د دې پورته ارزښتونو مقابل حالت ته فساد ویل کېږي او د فساد په هکله خو خدای جل جلاله له وړاندې لا خپله پرېکړه اورولې ده چې وایي: والله لایحب الفساد. او خدای پاک فساد نه خوښوي.
د غه راز لکه څنګه چې فلسفیانو د صلحې او عدالت ترمنځ د شدید تړاو د شتون خبره کړې ده، ژبپوهانو د فساد حالت د عدالت د ګډوډۍ په معنا را اخیستی دی. راغب اصفهاني په خپل قاموس کې فساد د اعتدال ګډوډي بولي. په دې اعتبار نو دا چې اصلاح د فساد مقابل لفظ دی، فساد د اعتدال له منځه تګ ته ویل کېږي، نو اصلاح خپله د اعتدال په معنا اخیستلای شو. د عدول او صلاح لفظ په دیني بحثونو کې ډېر کله مترادف هم کارېدلي دي. د پیغمبر صلی الله علیه وسلم اصحابو ته ځکه عدول ویل شوي چې هغوی صالح وګړي ول.
د جګړې په مقابل کې د صلحې د عبارت کارېدل په لغوي لحاظ مستعار او مجازي کارېدل دي، نه حقیقي، او د دې مجاز قرینه دا ده چې جګړه خپله فساد دی نو د جګړې مقابل حالت ته اصلاح ویل شوي دي.
هدف دا دی چې د عدالت او صلحې ترمنځ په معنوي تړاو سربېره لفظي تړاو هم موجود دی.
د عدالت له منځته تګ دوه حالتونه لري چې یوه ته افراط او بل ته تفریط ویل کېږي. د پورتني بحث په رڼا کې افراط
او تفریط دواړه د فساد حالتونه دي. دا چې اعتدال د کائناتو په فزیکي او میتا فزیکي چارو کې د بقاء او دوام راز دی، له منځه تګ یې فساد را منځته کوي. د مثال په توګه، کله چې د روان بایسکل د دواړو خواوو د واردې شوې قوې موازنه او اعتدال نه وي، بایسکل ړنګېږي. د هوا مارغان د دوو هموزنه او همحجمه وزرونو په وسیله الوځي، الوتکې د موازنې پر قانون پرواز کوي، د هر فزیکي وجود چې یو لوری دروند شي، ړنګېږي او له دوامه شاته پاتې کېږي. همدغه خبره په معنوي چارو کې هم ده.
د اسلام مقدس دین په خپلو ټولو احکامو کې په سراسري توګه د انساني رویې پر اعتدال ټینګار کړی دی. که د صدقي په اړه دی، وایي چې هم باید له بخل څخه ډډه وشي، هم له اسرافه، که د تګ په اړه ده، وایي باید په مشی، یا تګ کې اقتصاد یا میانه روي انتخاب شي. که د ذکر په اړه بحث کېږي وایي نه دې په جهر لوستل کېږي، نه په پټه خوله، میانه حالت دې انتخابېږي. د دین د وسطیت حکم سرتاسري دی، او له همدې، چېرته چې اسلامي امت په یوه توري توصیف شوی، هغه
دا ځای دی چې خدای پاک فرمایي: “و جعلناکم أمة وسطاٌ، ما تاسې میانه رو امت ګرځولي یاست.
موږ وویل چې اعتدال او موازنه د کائناتو د فزیکي وجود د بقاء او دوام راز هم ده، او په عین حال کې یو معنوي او میتافزیکي ارزښت هم دی. دا چې له یوه پلوه د اسلام دین د وسطیت او اعتدال پیغام ورکوي او له بل پلوه اعتدال د کائناتو او فطرت د بقاء راز دی، نو له همدې امله اسلام ته د فطرت دین هم وایي.
له بل پلوه، د ښکلا پېژندنې او ښکلا د تعریف په اړه هم راجح بحث دا دی چې ښکلا په اعتدال او موازنه کې ده. ښه هنر هغه دی چې ښایسته وي او ښایسته هغه دی چې اعتدال ته د انساني مزاج په راوستلو کې مرسته وکړي.
د همدې معیار پر اساس، اسلام د حسن او نېکي الفاظ مترادف کارولي. اسلام نېک کار او نېک حالت دواړو ته حسنه، حسن عمل، نېکیو ته حسنات، نيکي کولو ته احسان او نېک کاره وګړي ته محسن ویلي دي، او ټوله ښېګڼه یې د حسن په لفظ کې را خلاصه کړې ده چې فرمایي: ربنا آتنا في الدنیا حسنة، و في الآخرة حسنة، و قنا عذاب النار.
دغه راز، د دین، دیانت، مدنیت، مدینې د الفاظو تړاو او د مدینې په نامه د اسلام د لومړني پایتخت نومېدنه او ګڼې نورې دیني مثبتې ټرمینالوجۍ د دې دین مدني، فطري او مثبت طبیعت ښه روښانولای شي.
له پورته بحث څخه له یوه اړخه د یوه سیسټم په توګه د اسلام د دین محکمتیا، تماسک، او غښتلی ووبد جوتېږي او له بله اړخه د دغه دین له اساسي ټرمینالوجیانو څخه د دې دین اصلي پیغام واضح کېږي چې فساد نه، بلکې نېکي، ښایست، رغونه، سمون او وسطیت دی.
مجید قرارصاحب!
سلامونه او نیکې هیلې موومنئ.
تاسې په خپله لیکنه کې ځېنې کلمات یو بل سره مترادف بللي دي او ترزیاتې کچې پورې مو دغه کلمات عربي کلمات ته یاده اصطلاح کارولې ده، حال دا چې هغه مترادف کلمات ندي. همدا لامل دی چې زه د مترادف کلماتو تعریف راوړلو ته اړه شوم. د مترادف کلمه په عربي ژبه کې له الترادف څخه اخیستل شوې ده او معنی یې التتابع ( پرلپسې والی)دی. په اصطلاح کې: د ډیرو کلماتو په یوې معنی باندې دلالت کولو ته ترادف وایې. لکه:
۱- الحزن، الغم، الغمة، الأسى،والشجن، الترح، الوجد، الكآبة، الجزع، الأسف، اللهفة، الحسرة،الجوى،الحرقة، واللوعة.
۲- فلان يشبه فلانًا، ويشابهه، ويشاكله، ويشاكهه، ويضاهيه،ويماثله، ويضارعه، ويحاكيه، ويناظره.
۳- هفوة، وزلة، وسقطة، وعثرة،وكبوة.
زما هیله داده چې کله غواړﺉ په کومه علمي موضوع باندې بحث وکړﺉ نو لږ تر لږه ښه دقیق، امین او اکادیمک بحث پرې وکړﺉ او دهر موضوع لپاره خپل مأخذونه ذکرکړي، که تربحث لاندې موضوع باندې د مختلفو اړخونو ترمنځ علمي اختلاف وجود هغه هم ښه په امانت اوځیرکتیا سره راوړﺉ او له هغې وروسته خپل بحث ټاکلې پایلې ته ورسوئ.
دقرآنکریم څخه مو ځېنې مبارک آیتونه را اخیستي دي، یوه مبارک آیت ته مو هم د هغه دسورت او د آیت شمیره نده په ګوته کړې. کله چې د کومې موضوع په اړه د قرآنکریم کوم آیت راوړﺉ، دهغه سورت او آیت یاد کړﺉ او د ژباړې په اړه یې هم باید ماخذ وجود ولري.
ښکلې او ګټوره ليکنه ده قرار صيب, په ګوتو دې برکت او الله دې د دين د ترويج او دعوت نور هم توفيق درکړي. زه اول وارستاسې داسې بې پرې ليکنه وينم, خدای دې وکړي چې د طالب په نوم د عبثو ليکنو پرځای همداسې مفيدو ليکنو ته دوام ورکړۍ ترڅو زما پشان نور وطنوال ترينه مستفيد شي, جزاکم الله!
شريف صيب, وروره ستا هم کور ودان چې د الفاظ مترادفه وو د لغوي او اصطلاحي معانيو په اړه مو زيار وويستلو خو ددينه به دا غوره وه چې قرار صيب مو ستايلی او هڅول وای, نه خو دغه د قران او حيث شرح ده چې په اشتباه به يې ليکونکی د عتاب مستحق شي او نه هم قرار صيب ورته په وضاحت مترادف الفاظ ويلي, ما خو ولوستل چې د مصالح او مصلحت په رديف کې صلح راځي, او دا خو ريښتيا ده. پاتې شوه د قراني ايتونو د ماخذ خبره نو ز خو فکر کوم چې د ايت په لوستلو.هر لوستونکی پوهيژي چې قراني ايت دی ځکه چې دغ ايتو مونژ مکرر اوريدلي دي, خو بيا هم تاسې سره همغږی يم چې تل بايد د ايت سره ماخذ (سورت او سپاره) ذکر وي. خو ددې اصلاح دغه ځای مناسب نه وو.
دواړو ته نړۍ درنښت
اسلام عليکم ټولو دوستانو،
مننه کوم د لیکوال او هغو وروڼو څخه چي پر موضوع يي علمي بحث کړی دی. د شریف ورور خبره بالکل پر ځاي ده چی هر څوک د قران او حدیث خبري کوی نو هغه دی حتما د ماخذ یادونه کوي
یو بل څه ته هم غواړم چی اشاره وکړم هغه دا چی که يو شخص په یوه موضوع کی پوره معلومات و نه لری او بل ورور يي و هغه سمی لاری ته سوق کړي نو مقابل طرف يي باید هرکلی وکړي. تاسی ته بهتره معلومه ده چی علم دریاب دی سر او پای نه لری ، نو انسان هم د خطا څخه خالی نه دی او که انسان خطا و نه کړی نو د انسانيت کلمه نه پر اطلاقيږي ،بلکي هغه به نو ملایکه وي.
په درنښت