لیکوال: دوکتور عبدالخالق رشید
نهرو پوهنتون ـ نوی ډیلی
“… that Pashtuns on both sides were inseparable. In July 1947, a month before the partition and independence of the subcontinent, the then Afghan government informed the British government that the tribesmen in the tribal areas wanted to dissociate themselves from India.” ( ttps://www.quora.com/What-is-the-Durand-Line-in-Pakistan)
دریــــــم څــــــــپرکی
یوه تــاریخي وینا ، یوه تــاریخي تیروتنه
وشمیر وایی چې :
امیرعبدالرحمان د دیورند جوړجاړلیک نه دی لاس لیک کړی ؟
دافغانستان دمعاصر تاریخ په پاڼو کې ډیرې رښتیا خبرې داسې هم دي چې په زیاترو وختوکې هغه دیوشمیر روا اونارواعواملو له مخې تراوسه هم دمصلحتو قربانۍ شوې ، یاغلطې تعبیر شوې اویاهم نه دي ویل شوې ، همداده چې موږ ډیرځله رښتیني خاینان خادمان شمیرلي اورښتیني خادمان مو په درواغو تورن کړي دي ، داسې چې دهغو له مخې راتلونکو هم جرآت نه دی کړي چې ددغو درواغوپلټنې وکړي ، داسې چې یایې ومني اویایې هم رد کړي ، له ډیرو زیاتو کسانو څخه مو تاریخ ولوست ، له ډیرو ښوپوهانو څخه مود افغانستان دتاریخ په اړه جالبی خبرې واوریدې ، خو هریوه خپله خپله خبره او نظریه درلوده چې په زیاترو وختو کې یې یوازې دهغې لپاره یواړخیزتبلیغ کله خپل اوکله هم تاریخي حق باله ، چې ان تراوسه هم دغه لړۍ دیولړ حقایو اویوشمیر کسانو په اړه دډول ډول لیوالتیا ووله مخې روانه ده ، تراوسه هم موږ نه شو کولای دخپلو تیرو په اړه خوله خلاصه کړواو هغه څه چې پردغه خاوره تیرشوې او یا اوس روان دي په رښتیاني تحلیل اومنطق سره دخپلوخلکو اویانورونړیوالو ترغوږ ورسوو. په دې نژدې وختو کې په زیاترو لیکنو او اوسنیو بازاري امریکاجوړوکړیو افغاني مطبوعاتو کې داخبره ترسترګوکیږي چې ګواکي د دیورنددکرښۍ پرنامنلواسنادو او نقشو باندې دامیرعبدالرحمان لاسلیک نشته ، ځکه نو دمنلو وړنه دي . زه په دغه اړه خدای شته یوڅه اندیښمن یم ځکه چې موږ له داسې لیکوالو څخه چې دتاریخ په اړه مسلکی او یا اماتوري لیکنې کوي کله هم داهیله نه لرو او نه یې ترې کوو چې موږ ته دې دهرڅه په اړه خپلې خبرې که دروغ هم وي د خپل بي منطقه منطق په نامه ووایی اویایي پرموږ ومني . زموږ یوشمیرتاریخ لیکونکوتراوسه پورې پرته له دې چې دیوې موضوع په اړه دقیق اسناد ولولی پرموږ خپل هوایي نظردتاریخې واقعیت په نامه کله مني اوکله یې هم تپي ، په داسې حال چې اوس داکارپه علمي لحاظ دتاریخی مسایلو په اړه وړنه دی، علم او حقایق او دهغو وروستي تحلیل دا پایله را په ګوته کوي چې له امیرعبدالرحمان څخه ملي اتل نه جوړیږي ، ددې پرځای چې هغه ته مصنوعي اودرواغجن شخصیت ورکوو ښه به داوو چې دهغه اصلي څیره ، څه چې ده دخلکو او تاریخي قضاوت په وړاندې کیږدو، نه داسې چې دخپل یوه مورخ له خوا هغه هم داسې چې په دغه اړه یې تحصیلي تیزسونوهم لیکلي وي له خولې له واقعیت څخه لرې خبرې اورو اوبیا ورباندې ویاړو، کیدای شي په دغه اړه مو په اوسنۍ علمي نړۍ کې دعلمي قناعت او قضاوت پرخلاف ځان غولولی وي . موږ له خپلورښتیانیو لیکونکو څخه کله هم داهیله نه لروچې هغوی دې موږ په داسې څه چې علم یې نه شي زغملی دیوه موقت وخت لپاره خوشاله وساتي ، موږ باید دیوه هراړخیزعلمي تحلیل په پایله کې یوڅه د علمي قناعت په نامه ومومو اوبس .
په دغه لیکنه کې زما هدف دانه دی چې ګواکی زه دعبدالرحمان خان پیژندنې په برخه ددغې تاریخي برخې ( ایفل ) برجونه نړولم ، نه، دهغو (پوهانو) ځانی درناوي به په خپل ځاي وي، خو داچې دا زهرپه هرځای کې خپروي چې امیرعبدالرحمان ددیورند دکرښې پرسند باندې لاسلیک نه دې کړی ، په دغه شان خبرو سره نه یوازې داچې له تاریخ سره لوبې کوو بلکې له خپل ځان اوخپلې پوهې سره هم بې توپیره کیږو. ددغه کار یوه نیمګړتیاداهم ده چې کله زموږ یوشمیراحساساتی یاران دیوه مورخ له خولې همدغه خبره اوري ، اویا په هره غونډه اوناسته کې دعبدالرحمان د زمري توب خبره یادیږي نودوی بیا له اوماچه پرته خولې وي اوان چې دهغه په پټو سترګو ننګه دځان لپاره ویاړبولي .دوی دا اصل له یاده باسي چې عبدالرحمان خان هم یو انسان دی ،یومجبور انسان دی،هغه ناچار شوی ،هغه غولول شوی، ځکه یې په خپل وخت کې دغه کارته اوږه ورکړه اوداهرڅه چې وو هغه یې پرځان وزغمل او پرملت یې پرته له دي چې ورسره ویې مني وتپل ، چې داکار زیاتره واکمنان ان اوس هم په نړۍ کې په خپله سرټمبګۍ سره ترسره کوي ، خو څوک نه مني اونه یې ملاتړکوي …
زموږ دغه یاران باید ترهرڅه دمخه باید عبدالرحمان خان دیوه ناچارمطلق العنان واکمن په توګه په پورتنیو صفاتو سره وپيژني او دا باید سره ومنو چې عبدالرحمان دغه سند له بدمرغه په خپل نامبارک لاس لاسلیک کړی دی ، دډیرو مهمو اسنادو له مخې خو ظاهرآ داخبره ښکاري چې دغه تش په نامه لوی امیرچې څومره ددغې کرښۍ دلاسلیک لپاره د لاسلیک کولو پرمهال ( ۱۸۹۳ ) له ښه زړه او یاهم له ناچارۍ ظاهري لیوالتیا ښودلې وه ،زه فکرکوم چې انګریزانوهم دده په کچه لیوالتیا نه ښودلې اونه یې باورو چې افغانان به دوی ددغه تش په نامه تړون لاسلیک کولو ته پریږدي ،په دې چې انګریزان پر دغه مهال دعبدالرحمان خان په فکرکې هم نه وو څه شی چې دشتو اسنادوله مخې ددوی لپاره په دغه ځانګړې تاریخي شیبه کې داندیښنې وړ وو هغه داول چې روسان له یوې خوا او افغانان له بلې خوا داسې یوه تاریخي توطیه مني که نه ؟ ځکه زیاتره انګریزی چارواکی تردغه مهاله هم په دې باور وو چې امیر په خپله د روسانو له خوا ګمارل شوی څوک دی ، هغه ته یې لاهم د روسانو د اجنټ په سترګه کتل .همداده چې کومه لیواتیا ددغې کرښی په اړه امیرله روسانو سره د نه تړاو پرلامل وښوده دومره انګریزانو نه ده ښودلی . امیردغه سند لاس لیک کړی ، داچې اوس یې ملت نه مني اویایی هغه وخت نه و منلی دابیاهغه څه دي چې ددغې کرښې قانونی ، حقوقي او تاریخي اهمیت دامیرعبدالرحمان خان پرلاسلیک برسیره ترپوښتنې لاندې راولي . اوداهغه ټکی دی چې موږ اوس هم دهمدغه ټکي له مخې داخبره کوو چې زموږ ولس هغه وخت داکرښه نه وه منلی ، موږ یې اوس هم نه منو داچې په راتلونکې کې به څه کیږي دابه بیا د راتلونکو رسالت او مسوولیت وي چې دخپل عصرد شونتیاوو په وړاندې به په څه ډول سره لاس پکارشي ، ځکه تراوسه هم په نړۍ کې زور قالب نه لري ، زورحق دی ، کریمیا د اکراین برخه وه خو داده نن په همدغه یویشتمه پیړۍ کې د روسیې برخه شوه .کیدای شي زموږ راتلونکی نسل هم دغه ټکي چې زور ان په اوسنۍ نړۍ اواوسنۍ حقوقي نړیواله هنګامه ( دموکراسي ) کې قالب نه لري خپل یو ه فرصت ته وګوري اوله یاده ونه باسي .
په هرډول امیر دا سند دملت دارادې خلاف لاسلیک کړ، ددغو لاسلیک کولو په ترڅ اوتحلیل کې موږ دوه لاملونه په ګوته کولای شو، یوداچې امیر کله هم دخپلې ځان غوښتنې اوخپل واک دساتلو په خاطر نه دملت ارادې ته وکتل اونه یې په دغه اړه ملت وپوښتیده ځکه داخبره دده له اړیکو او کرکتر څخه په ډاګه وه چې په دغه ځانګړې تاریخي شیبه کې نه ده پرملت اونه هم ملت ده باندې باور درلود. دویم داچې امیرغالبآ له نا چارۍ دومره انګریزپرسته شوی وچې هرڅه هغوی ورته ویلي ، ده فکرکړی چې ګواکي هغوی دده جان جاني یاران دي اوله ده سره دروهه اودرغلي نه کوي ،همداوه چې امیرپرځان دومره باور نه درلود لکه چې پرانګریز باندې یې دهرې هغې معاملي په برخه کې چې ده ته به یې (ځاني ) زیان نه درلود دزړه له کومي باورکاوه او داهغه سیاسي تیروتنه ده چې ده تل هغه په خپله یوویشت کلنه واکمنۍ کې دخپلې تیروتنې په توګه کله هم په پام کې ونه نیوه.
بله دیادونې وړ خبره داده چې یوشمیریاران داهم وایی امیرعبدالرحمان خان افغانستان دمرکزیت خاوند کړ، خوپه دغه اړه بیا دانه وایی چې مرکزیت یعنی څه ؟ وحشت ، بربریت او پرافغان ملت باندې له کچې زیات ظلمونه ، زندانونه ، توطیې او تورې څاه ګانې دملي مرکزیت نښې کیدای شي ؟ آیا په دغوناوړتیاوواو مظالمو باندې ملی مرکزیت جوړیدای شي ؟ ، په اوسنې عصرکې دملت دادارې دعلمی بنسټونودجوړولو لپاره قوانین ،جرګې ، مشورې ، دملت اراده اونورهغه څه دي چې باید په یوې ټولنې کې دمرکزیت سبب شي، چې له بده مرغه امیر عبدالرحمان خان په دغه برخه کې یوساده ګام هم پورته نه کړ، دایوه هوایی خبره ده چې هغه مرکزیت رامنځ ته کړ، سمه ده هغه مرکزیت رامنځ ته کړ ، خو ددې لپاره باید دلیل او لامل په ګو ته کړو چې که هغه مرکزیت رامنځ ته کړی وي هغه په کومو ملي اونړیوالو اصولو کې تر بحث لاندې راتلای شي ؟ افغانستان د یوه خپلواک هیواد په توګه نه انګریزانو رامنځ ته کړی و او نه هم عبدالرحمان خان ، دا دافغانان له ډیرو بدو ځانګړنو څخه ده چې کله زوی پرواک شوی ، بیا یې دپلار کاروایی نه دی یادی کړې او که پلار پرواک شوې بیا د نیکه پرهغو باندې سترګې پټې کړې دي ، که شاګرد د استادۍ درجې ته رسیدلي نو لومړۍ یرغل یې پراستاد باندې واو د استاد پرحق خو پریږده پرلیکنو او تجربو یې ښه شخوند وهلی خپل چټیات یې ښه بللي او ترځان ښه اومعقول یې په هیڅ شمیرلی دي ، په افغانی اداري جوړښت کې دمرکزیت ا و ملي تمرکز د افغاني تیورۍ بنسټوال لوی احمدشاه بابا و، هغه په خورا درایت سره یوپراخ افغاني مرکزیت رامنخ ته کړ، مرکزیت په سیاست او اداره کې دکاغذ پرمخ لیکنې ته نه ویل کیږي ، بلکه هغه باید دیوه اجتماعي قرارداد چې په ټولنه کې خپل طبعیی سیراو ارزښت ولري ، په عامه توګه دخلکو په پراخ شته والي سره ایجاد ، عملي او وڅارل شي ، خو دامیرعبدالرحمان تګلاره او دولتي پالیسی دا په ډاګه کوي چې هغه کله هم دیوه سراسري اوملي مرکزیت په اړه په هغه شان لکه چې له احمدشاهی ادارې راپه دي خوا راایجادشوی اودهغې لویي امپراتورۍ میراث و د مرکزیت په ملي او دودیزه مانا نه پوهیده اونه یې عملی کولوته تیارو، که چیرې ده په دغه ایده باندې باور درلودای اویانورو(انګریزانو) دده ددغه چارلپاره عملي لاره چاره برابره کړې وای، دوی به لږترلږه د امیرشیرعلی خان ملي اداره اوهغه مرکزیت چې پرهغه مهال افغانستان په نسبي توګه درلود اویایي بنسټ ایښودل شوی وساتلی وای ، دهغې دورې دنومیالیو مشرانولکه نورمحمدشاه هڅې ، دجبارخیلو مشرانو ( ارسلاخان ، معزالله خان ، عصمت الله خان ، تاج محمدخان) رښتین والی ، دوردګو اواندړودمشرانو ( جنرال محمدجان خان ، اوملامشک عالم) قربانۍ او همداسې دهزاروو (شیرعلی خان ، حسین علی خان ) او تاجکو (میربچه خان ، سرورخان پرواني ) اونورو مشرانو اوقومونو یووالی په پام کې نیول شوی وای او دانګریزانو په اشاره دهغوی سپکاوي نه وای شوی ، باوردی چې افغانستان به هم نن لکه هندوستان غوندې دیوې پراخې دموکراسۍ او اقتصاي ودې له خوندونو څخه برخمن وای . موږ باید داومنو چې محمدزیو سردارانو ( له امیرشیرعلی خان ، غازي امان الله او داودخان پرته ) د افغانستان له سیاسي او تاریخي برخلیک سره ډیره لویه جفا کړې ده .ځکه دوی له یوې خوا ددرانی امپراتورۍ پرتم اوله بلی خوایی دامیرشیرعلی خان د دورې ادارې اوسیاسی اساسات چې دنوي عصربریاوه نه وساتل اونه یې په خپل وخت کې عملي کړای شول . همداده چې دغه هیواد تراوسه پورې هم دعبدالرحمان خانۍ بدمرغیواوګډوډیو ښکارشوی او تراوسه هم دعبدالرحمان خان غوندې پردي پالو واکمنانو دبې پرواییو له امله دنړۍ غوبل ځای ګرزیدلی دی دادهم هغه تش په نامه مرکزیت اومرکزي دولت کاذب احسان دی چې نن هم ددغه هیواد له غره اودښتې همدا یوغږ پورته کیږي چې :
دوړو وړو خدایانودبنده کړم …
عبدالرحمان خان افغان ملت ته یوه داسې کارنامه هم نه ده پریښې چې پرهغې باید وویاړي ، زه خو هغه په پټوسترګو د اوسني افغانستان ساتونکي نه بولم بلکه په دغه اړه بیا د انګریزسیاست وال هغه خبره لکه چې ما مخکې هم یاده کړې د افغانستان د ژغورنې ، نجات او مرکزې تمرکز یوازنۍ لامل بولم لکه چې وايی : « دافغانستان شته والی دهغه دجغرافیایی موقعیت مرهون دی » اوکه داخبره علمي خبره نه وي ، نو ولي نن له عبدالرحمانۍ یوه پیړۍ راوروسته بیاهم زموږ وینې یوازې دهمدغه لوی جغرافیایی اهمیت پرلامل د روسانو، چینایانو، خونړیو امریکایانو او ددوی د ناولو متحدینو ، زموږ د حریصو ګاونډیانو له خوا زموږ په خپل وطن کې توییږې ؟ څلویښت کاله کیږي چې په افغانستان کې ملي واکمني ، ملي حاکمیت نشته ، خو دغه هیواد بیا هم ژوندی دی او دغه ملت بیا هم نه ویشل کیږي او نه هم یونړیوال ځوا ک ځان ورته ټینګولای شي چې دځان یې کړي ، وګورئ دغه خبره او زموږ همدغه جغرافیایی موقعیت نن هم زموږ دهیواد د خوندي ساتنې ضامن دی. ،موږیوشمیرحقایق که څه هم ترخه دي باید ومنو انسان دحقایقو په ویلو او منلو باندې په ژوندکې دوجدانی آرامۍ احساس کوي .ځکه خو موږ باید دیوه واقعیت او یا هم یوه جبرله حکم سره سم دامیرعبدالرحمان خان په اړه داومنو چې دافغان ملت پر سینه باندې دبیلتانه دااوسنې توره کرښه چې اوس یۍ دنړې دنقشې پرمخ دافغانستان دتش په نامه نړیوالي ؟ پولې چې افغان ملت یې اوس هم نه مني بڼه غوره کړې ده ، دغه نامنلې کرښه دهمدغه امیراو دیورند پرتورولاسونو را کښ کړه شوه اوهغه سرلوړی او امپراتورۍ جوړونکی افغان پښتون یې په دووبرخوظاهرآ وویشه . ددې لپاره چې په دغه اړه مو پریوه تاریخی سند باندې استناد کړي وي هغه ، هغه ویناده چې پولادې امیر ؟ د دیوند ترتړون یوه ورځ وروسته دخپل عام دربار په وړاندې وکړه ، دهغه عام دربار په وړاندې چې هلته یې دیورند په داسې حال کې چې له ډاره لړزیده او فکریې کاوه چې امیر دی دخپلو خلکو په عام محضرکې شرموي له ځان سره په داسې حال کې چې دیورند نه غوښتل دغه عام محفل ته ځان وروښيی بوت . دا هغه ویناده چې زموږ ټولو تاریخ لیکونکو یې یادونه کړې ارواښاد غبار یې یوه لنډه برخه دخپل اثر په ( ۶۸۹ ) مخ کې په ګډه وډه توګه پرته له دې چې ماخذیې په نښه کړي راوړې ده ، خوهغه برخه چې له موضوع سره اړونده ده ،هغه یې په دقیقه توګه نه ده ثبت کړې ، کومه برخه چې په افغانستان درمسیرتاریخ کې رانقل شوې ده ، له هغه سند سره چې ما دغه وینا ترې راژباړې په جزیاتوکې توپیر لري او یوشی نه ده ، په عین حال کې داهم باید ووایم چې دغه وینا په نوروآثارو کې ما نه ده لیدلې ، ځکه خو ګرانو لوستونکو ته داوایم چې ما ژباړلې وینا او دارواښاد غبارهغه ، یوڅه توپیرسره لري . ددې لپاره چې ګرانو لوستونکو دغه وینا په بشپړه توګه لوستې وي دلته یې له انګریزي سند څخه ژباړل شوې متن په ګډه سره لولو:
د امیر د وینا متن
« ترهرڅه دمخه دا اړینه ده چې تاسې اودافغانستان ټول خلک باید دیوې خوښی خاوند او پاسوال وﺉ ،نن سبا ټول ملتونه اوهیوادونه دخوښۍ او خوشالۍ په هیله په هغه لور ګامونه پورته کوي چې هغه دعصراوزمان غوښتنه اواړتیاده ،هغه څه چې افغا نستان نه درلوده اوتراوسه یې هم نه ده ترلاسه کړې . ددغو څوارلسو کالوپه اوږدو کې چې زه ستاسې امیریم ،زما لویه غوښتنه اوهیله په عمل اونظرکې داده چې دلته باید داسې ګامونه پورته کړم څووکولای شم ستا په ژوند اوحالت کې یوڅرګند بدلون او تغیررامنځ ته کړم. له خدایه شکر چې نن زه له تاسې سره په هغه څه ، په هغه حل چې ستاسې دستونزو لپاره مې موندلې خبرې کوم . اوس داسې وخت دې چې هرهیواد باید په خپل څنګ کې یوملګری اومتحد ولري چې دهغه په مرسته له خپلودښمنانو سره مقابله وکړای شي. همداده چې تاسې دافغانستان ولس هم باید دخپلو دښمنانو ترڅنګ چې ستاسو لپاره یې ستونزې رامنځ ته کړې باید ښه دوستان هم ولرﺉ .ټول هیوادونه ډول ډول دښمنان لري ،ځینې داسې دي چې خرابۍ کوي ، ځینې داسې دي چې په وژنو لاس پورې کوي اودریم داسې چې ستاسې شتمنۍ له تاسې اخلي .اوس په دغه حال کې باید تاسې ته هغه جزیات وویل شي چې دهغوپه رڼاکې باید خپل دوستان اودښمنان په ښه توګه ووینۍ . تاسې ته دهغه پوه اوهوښیار سړي خبره په ښه توګه معلومه ده چې ویلی یې دي « هغه څه چې تاسې له منځه وړي باید دهغه چاره مخکې له مخکې وشي » . وګورﺉ ترڅوچې یوڅه پیښ نه شي دهغه چاره ګرانه ده اوان چې ناشونې ده ،خوپه هرډول ترپیښۍ دمخه باید دهغې دچارې په باره کې لاس په کارشو.
ددغو دیارلسو کالو په ترڅ کې چې زه دغه هیواد ته راغلی یم ،تاسې زما خبرې اوریدلی اوهغه مو په ښه توګه عملی کړې دي .همداده چې هرډول اسانتیاوي مو هم په برخه شوې دي ،وګورﺉ تاسې دیوه ملت په توګه له داسې کړو وړو سره عادت شوي یاست چې ترډیره حده د زوی اوپلار له اړیکو سره ورته والی لري ، چې دوی دواړه په ډیرو برخوکې دیوه اوبل خبره نه منې اوهمداده چې دغه خبره په زیاترو کورنیوکې دبې اتفاقیو اوستونزو درامنځ ته کیدو لامل کیږي. زما له دندو څخه یوه هم داوه چې تاسې باید په دغو توپیرونو باندې پوه کړم اوهغه باید دلته تل په پام کې ونیسم . نن داده همدغه موضوع راپه ډاګه شوه اوداده دعمل ډګرته راووته ،پخوا تاسې په دې نه پوهیدﺉ اوزړه نازړه وﺉ چې ووایی کوم څه سم اوکوم ناسم دي ؟ زه نه غواړم چې نورنو تاسې د زړه نازړه توب پردریځ باندې کاواکي پاتې شئ ، تاسې باید نور په ډاګه یوڅرګند او معلوم ملګری ولرﺉ داسې چې هغه باید له تاسې سره په هرډول شرایطو کې مل اومرستندوی وي . مرسته باید درسره وکړي ،هغسې مرسته چې دهغې انتظار له دښمن څخه کله هم نه شي کیدای.
کله چې زه په یوه ښه ملګري پسې ګرځم اویاغواړم هغه وموم ، له هغه سره هرڅه شریک کړم نوترهرڅه دمخه زما هیله داده چې له هغه سره خپله پوله معلومه کړم ،زموږ تر منځ ددغه ښه ملګریتوب ترڅنګ باید یوکوچنی شک اوتوپیرهم ددې لامل نه شي چې زموږ ترمنځ دې دستونزو اوشخړو سبب شي .
نن هم هغوی ستاسې ملګري دي چې تاسې دهغوله امله ددغې اوسنې خوښی اوخوشالۍ لرونکي یاست ، ما له بریتانوي دولت سره په شرایطوبرابرې خبرې کړی ، دوی هم له هغه بل ځواک سره چې ددوی په مقابل کې دی خبرې کړې دي اودواړه په یوه تړون سره یوه خوله شوي دي ، ځکه نوهغوي اوس ددې لپاره تیارشوي چې ستاسې په شمالي پوله کې دتوافق لپاره دتیاري پرپوله باندې ودریږي . له روسانو سره دانګریزی دولت دپولواوسرحد خبره ستاسې دهیواد له پولو سره تړلې خبره ده ، ځکه یې په دغه برخه کې هرڅه زموږ خوښې ته راپریښي دي .له دغه چلن سره سم ما له خپل ملګري انګریزي حکومت څخه داهیله وکړه چې زموږ سره د فارس اوهمداسې له چین سره دپولو په ټاکلوکې هم مرستې اوخبرې پیل کړي .
ددغو دیارلسو کالوپه ترڅ کې ما ځان له ګاونډیوسره په خپل پرتم کې وساته ، اجازه مې ورنه کړه چې زموږ ترمنځ دې خبره ان له دښمنانوسره هم جګړې ته ورسیږي ، ددې خبرې یولامل دادی چې ما له خپلوګاونډیانو سره دتفاهم اوجوړجاړی لاره نیولې ده ،په هغه کال چې زه بلخ ته راغلم ما انګریزي حکومت ته وویل، څه چې دپخوانیوامیرانو دنیمګړتیاوو اوڅه هم ستاسې دمامورینودبې پروایی له مخې رامنځ ته شوي اوپایله یې زموږ اوتاسې ترمنځ جګړو ته رسیدلې ده ، له دې وروسته به هغسې کړه وړه زموږ اوتاسې ترمنځ تکرارنه شي اونه به زموږ اوتاسې ترمنځ خبره جګړې ته ورسیږي . له دې وروسته به موږ سره دوستان یواو په دغه برخه کې به دزړه له کومي ګامونه پورته کوو. زما ددې خبرې په وړاندی انګریزي دولت هم په خپله ژمنه باندې ولاړ پاتی شواودیوه اوبل په وړاندې مود دوستې پرلاره حرکت وکړ.ملکې اودانګریزحکومت ګورنرجنرال ماته ډاډ راکړ چې که د دوی په خزانه کې یوه روپۍ هم پاتې وي ، دوی به له موږڅخه خپله مرسته ونه سپموي. اوله موږ سره به ددوستی اویووالي پربنسټ ګامونه پورته کوي .اوس ددغه چلن له مخې موږ ددغه کار لپاره سره یوه خوله شو چې بایدزموږ ترمنځ دپولې خبره هم روښانه وي اوهغه کرښه چې زموږ ترمنځ باید پوله وي هغه باید ددواړودولتو دحکومتونو اوخلکو له خوا دناوړه تفاهم دلرې کولو په خاطرپه ډاګه وي ، زموږ پوله هم باید موږخپله د دریم ګړي له شته والي پرته دملګریتوب اوصمیمیت په فضاکی وټاکله شی ، ځکه چې موږ له یوه اوبل سره ملګري یو، ددې لپاره چې موږ په دغه اړه یوې پایلې ته ورسیږو باید له دوی سره موسرمورتمر اویا کوم بل څوک ددغه کارد ترسره کیدو لپاره منلی وای. دهمدغه کار لپاره وچې ما سرمورتمر دیورند په څولاملونو ومانه :
۱ –یوخوداچې داسړی په دغه برخه کې وړ، برلاسی اوتجربه کارڅوک دی .
۲- په خپلوکړو اوچلند کې رښتینی اوصمیمی دی .
۳ – دپولو اوسرحدونوپه برخه کې دښې تجربی اوځیرکۍ لرونکی دی. ما اوده په راولپنډۍ کې هم سره لیدلي دي.
۴- په فارسی ژبه هم ښه پوهیږي .
۵– دی ددواړو خواوو لپاره ښه نیت لري ځکه خو زه باوري یم چې له ده څخه به کومه تیروتنه ونه شي. له ده سره همداسې دده په شان یوشمیرنور ځواکمن اوغیرتی زلمي هم ملګري دي.
له خدایه شاکره یم چې موږددغه کارلپاره دسرمورتمردیورند غوندې څوک له ځان سره لرو ، دهغه څه لپاره چې زموږ دښمنان دهغه په وړاندې بندیزونه رامنځ ته کوي اویایې هم نیت دهغه په اړه په دغه برخه کې بل شان دی ،هغوی به خامخا ناخوښ وي.خوموږ باید چې نن په اوچته توګه دخوښی او خوشالۍ احساس وکړو.
د پولې ویش په لاندې ډول سره دی:
لومړی ، زموږ دهیواد هغه برخه چې ترآمو راپه دیخوا روسانو نیولې اوهغه برخه چې ترآموهغې خواته زموږ په لاس کې ده ، دیورند وعده کړې چې هغه خوا به د روسانو اودغه خوا به په افغانستان پورې اړه مومي اوماته به یې را سپاري. ماهم له هغه سره داوړاندیزومانه ،ماته یې نقشه وایسته اوسرحدی کرښه له (چانک ) څخه پر دیخوا تیریږي ،چې دهغې له مخې به کافرستان اواسمار اوهغه اوبه چې کونړ ته ځي هغه به هم په کونړ پورې اړوندې وي ، اوهم به هغه غرونه چې د (شورتان) اومومندو قبایلوپه لورغزیدلي،همدارنګه دسیستان برخه ،هغه چې د کوه ملک سیاه په نامه یاده شوې اوان دامیرشیرعلیخان په زمانه کې هم خبرې پرې روانې وې چې تاسې به هم اوریدلې وي. زموږ په اولکه کې راځي .
ما وزیرهغوی چې نه تابع کیدل دوی ته ورکړل .دوی ماته برمله راکړه چې هغه له ځدرانو سره تړلې ده . په دغه ډول داټوله پوله او سیستان په همدې شان سره وویشل شو . تر دې وروسته به له دواړو خواووڅخه کمشنران په دواړو خواووکې داتباعواوسیمې دساتلو په خاطرټاکل کیږي. په دواړو خواو کې به ستنې اونښې دپولې په اوږدوکې ځای پرځای کیږي . سرمورتمر دیورند ما ته یوتړون راکړ چې دده په خپل لاسلیک دی اوداپه ګوته کوي چې کله به هم انګریزي ماموران دپولې دغې خواته دمداخلی په سترګوونه ګوري اوماهم یوتړون ورکړ چې موږ به هم کله ترپوله هغې خواته دمداخلی هڅه نه کوو، ځکه چې موږبه خپل دښمنان په ګوته کوو اودهغودمخنیوي لپاره به په ګډه لاس په کارکیږو.
تړونونه پرون لاسلیک شول ، زه اوس تاسې خبروم اوتاسې په ننګیلی ژبه اوجدي توګه خبروم چې له دغه ملګري (انګریزانو)پرته بله مرسته اوچاره نشته، زه ډاډه یم چې تاسې به له دغه همیشني ملګري څخه پرته له مرستې ، سړیو، پیسو،وسلواومهماتوبل څه ترلاسه نه کړئ اونه به دوی له یوه پیاوړي اوغښتلي افغانستان سره له مرستې پرته بل څه ترسره کړي .
زه تاسې ته په رښتینې توګه دازیري درکوم اوتاسې هم په دې پوهیږئ چې دخدای په مرسته به تاسې ته له دغې دوستۍ څخه زیاتې مرستې اوښیګړې درپه برخه شي .» (*)
[سند ۱۹۸،فرنټ ، جنوري ۱۸۹۴ ، دهندملي آرشیف ]
دغه وینا امیر د ۱۸۹۳ کال دنوامبرپه ۱۳ چې د جمادی الاول له دریمې نیټې سره سمون کوي د دیورند دکرښې له لاسلیکه وروسته د دولتي چارواکو یوې غونډې ته په ارګ کې اورولې ده .
په کابل کې په دغه غونډه کې ناست انګریزي استازي لیکي چې له دغې ویناوروسته ټولو حاضرو چارواکو دامیرپه نامه یوه ګډه وینا دده د وینا په تایید ورکړه چې اعحضرت خپله هغه په دربارکې په لوړغږسره ولوسته .ددغې وینا دیوې برخې ژباړه داسې ده :
« ویاړلی او مبارک ذات اعلحضرته ، موږ ټول ترتا قربان یو!
موږ ستا اعلحضرت خادمان، ټول ولس ، داسلام لوی او واړه ، د ا په ډاګه کوو چې ، دا زموږ له توانه لوړه ده چي په خپله وړتیا سره له ټولواکمن څخه خپلې مننې څرګندې کړو ، له هغه چا څخه چې په ایمان او مذهب باندې دزړه له کومي باوري او موږ یې تل له زړه سویواومهربانیوڅخه بې برخې نه وو.
لومړی : د محمد (ص) د سپیڅلي مذهب داصولوپربنسټ دا پرموږ لازمه ده چې د اسلام د پاچا تابعداراومنندوی وو، هغه پاچا چې زموږ دمذهب ساتونکی او زموږ دټولو خلکو دسترو ګټوپاسوال او مدافع دی .
دویم : پرپورتنیو یادو شویو ټکو برسیره داتیاکلونو په اوږدو کې ، موږ او زموږ څلورپښته پلرونه ستا دکورنۍ له نمک خوړنې ، لورینې او مهربانیوڅخه برخمن وو ، او زموږ نوم او عزت دواړه په دنیاوی اومذهبي لحاظ د امیر عبدالرحمان خان زموږ اوسني پاچا او دده دڅلورپښته پلرونو په پاملرنې سره ساتل شوی او پالل شوي دي.ځکه نو موږ هم اوس او هم په تیرو کې د دوی ترپناه لاندې دپردیو له تیریواوظلمونوخوندي ساتل شوي یو… » ( پورتني سند)
داچې د دیورند کرښه امیرلاسلیک کړې په دې کې دشک څه نشته ، خوداچې یوشمیربیا وایي چې دغه سند یا دالاسلیک شوی تړون له سره نشته دابیا یوه بله درامه ده ، په تیره یوه لسیزه کې چې د تش په نامه اوقلابي دموکراسي نوم اوخونړی شمال زموږ پر هیواد را لګیدلی او په لسګونه تلویزیونه اورادیوګانې دعوام غولونې په موخه دامریکایی ډالرو په خرابات سره فعال شوې ، دوی ددې لپاره چې نه کاري کادرونه لري اونه هم یو منظم ملي مطبوعاتي لارښود لري،هرکس او ناکس کینوي او دافغانستان دتاریخ دمسخ کولو پر لامل مرکې ورسره کوي ، په دغو یارانو کې یوشمیرداسې هم دي چې حق اوناحق دخلکو اذهان دحقایقو پرځای په درواغولړي اوهغه څه له مطبوعاتو سره وایي چې نه یي منطق منې ، نه یې اسناد مني ، نه دوست مني او نه هم دښمن ، همداده چې زه بیاهم دغو یارانو ته په ډاګه وایم چې که د دیورند سند امیر لاسلیک کړی وي او که نه داپه دغه برخه کې زموږ ددرد درملنه نه ده ، زموږ لپاره په دغه اړه د استاد سیستاني خبره د ( هدفمند مستبد ) واکمن دریځ او معامله زموږ ترتاریخی او جغرافیایی شته والي نه مهم دي او نه هم په درنه سترګه ورته ګورو . موږ د دیورند داتلس لکې معاملې په اړه په دي ګرد سره باوري یو ، لکه چې د امیر په تاریخي ویناکې هم اشاره ورته وشوه چې ددغې معاملې اود ارواښاد غبار په قول (مړې کرښې ) کاغذونه امیر لاسلیک کړي ددغې معاملي له لاسلیک څخه یوه میاشت وروسته مکار دیورند امیرته یو لیک را ولیږه چې دهغه لوستل هم له ګټې خالي نه دي په دغه لیک کې دیورند په خورا مهارت سره دامیر په وړاندې دغه ټکی ته اشاره کړې چې ګواکی ستا برخلیک له پخوا څخه زموږ په لاس کې و ، اوس هم زموږ په واک کې دی ،کومه پوله چې ته یې بایدتر اکسوس ورهغه خوا دځان وبولې هغه هم موږ درته وټاکله، لیک داسې دی :
« له درناویو وروسته ،
کله چې تاسې عالیجناب دافغانستان پرتخت کیناستۍ ، سرلیف ګریفن ته لارښونه شوې وه چې تاسې په دې ډاډه کړي چې که هرخارجی ځواک داهڅه وکړې چې په افغانستان کې مداخله وکړي ، اویادا نیت ولري چې ستاسې عالیجناب پرقلمرو باندې دبې مانا تیري په فکرکې شي ، په دغه حال کی به د انګریزي حکومت دنده وي چې ستاسې عالیجناب مرستې ته درودانګي او دهغه مخنیوی به وکړي اوهم به انګریزي سرکار له تاسې عالجناب سره ستاسې دباندنیواړیکو په برخه کې هرډول مشوره کوي.
زه غواړم په ډیردرناوي سره تاسې عالجناب ته ووایم او ډاډ درکړم چې دغه ژمنه به په خپله پیاوړتیاسره پاتې وي اوپه عمل کې به داستاسې دخاورې دتمامیت دهغې برخې په اړه چې دننې تړون په پایله کې به داکسوس دپولې په اړه ستاسې په واک کې وي په عمل کې په پام کې نیول کیږي . داد انګریزدولت دزړه له کومي لیوالتیا ده چې دافغانستان هغه برخه چې تراوسه پورې نه ده په نښه ، اوس باید دغه برخه په روښانه توګه څرګنده شی ،کله چې دغه برخه په نښه کیږي ، په دغه حال کې به ستاسې پوله د روسیې پر خوا هم په مساوي توګه له شکه وتلې او خوندي وي . دیورند » (دهند ملي آرشیف ، سکریت اف ، شمیره ۱۰۷ د ۱۸۹۴ کال جنوری )
اوپه پای کې پردغه ټکي باید د زړه له کومي باور ولرو چې دیورند موضوع په تاریځي ، حقوقي ، جغرافیایي ، ژبني ، مذهبي او قومي لحاظ څه ساده موضوع نه ده، داموضوع ترهرڅه دمخه زموږ دقیق ملي دریځ او ثبات ته اړتیا لري ، موږ نه شو کولای چې دیورند په زاریوله منځه یوسواویایی په درواغو ومنو، ددغه کار لپاره یو پراخ نړیوال انساني اوافغاني کمپاین په کاردی چې باید ترهرڅه دمخه ددغې تاریخي غمیزې پرتاریخي ، حقوقي ، جغرافیایی اوبشري ضد ماهیت باندې ترسره شي ، په دغه اړه باید نړیوال ذهنیت لومړي قانع کړشي او بیا دسیمي تاریخ باید ددوی مخې ته کیښودل شي ، څوموږله هغوی څخه دخپلې برحقې داعیې د حقانیت او رښتیايني په موخه مرسته او ملاتړ وغوښتلای شو. سمه ده چې موږ ددغې داعیې لپاره اوږده مبارزه یوازې په تبلیغاتي توګه ترسره کړې ده، اوس هم لویدیزپه تیره بیا امریکا موږ ته پردیورند باندې دقضاوت کولو، منلواویانه منلو په اړه د مطبوعاتو ترکچې لوړواک نه راکوي ، اوس هم لویدیز له دغې تاریخي داعیې څخه یوازې یوه تبلیغاتي موضوع جوړه کړي ، چې عملآ موږ په دغه برخه کې نه انفرادي او نه هم ډله ییزه اراده په ډاګه کولای شو. ځکه خو موږ باید پردغه ټکي اعتراف وکړو چې څه موږ تراوسه ترسره کړي اوس موږ پردې پوهیږو چې دا تریوه حده تاکتکي اولنډ موخې مبارزه وه چې یوازې دافغانستان له پولودباندې ونه وته ، باوردی چې پردغه ناسورزخم دافغانستان ، انګریزجوړکړي هیواد ( پاکستان) او هند له سیاستوالو پرته نورڅوک ډیرلږ پوهیږي ، انګریزاو امریکا او نور لویدیزځواکونه دغې سیمي ته یوازې د نړۍ دنقشې له مخې ګوري چې ګواکي دیورند لین یوازې دوې خواوې لري چې یوه خوایی پاکستان او بله خوایی افغانستان دی دوی که کله د مطبوعاتو پرمخ تبلیغات هم لولي، پرته له دې چې دهغو تاریخي اوجغرافیایی عمق ته ځیرشي هغو ته یوازې دنړیوالې پولي له عینکوګوري له بده مرغه ډیرلږ نړیوال پردغه ټکي پوهیږي لکه چې لاهورمیشتی خارجي لیکوال ددغې موضوع عمق ته ورننوتی او لیکي :
“ The agreement was forced upon the Afghan King Abdul Rahman Khan after negotiations with the British government in 1893. Secondly, it was signed only for a period of 100 years, which expired in 1994. And thirdly, the agreement was made with the British government and not with Pakistan, hence making it invalid
now.” ( ttps://www.quora.com/What-is-the-Durand-Line-in-Pakistan)
« دغه تړون پرافغان واکمن عبدالرحمان باندې په ۱۸۹۳ کال کې له بریتانوي حکومت سره له خبرو او مذاکرو وروسته په زور وتپل شو. دویم داچې دا تړون یوازې د سلو کالو لپاره لاسلیک شوی و، کوم چې هغه په ۱۹۹۴ کال نورپاي ته ورسید. او دریم داچې د غه تړون له بریتانوي حکومت سره لاسلیک شوی و نه له پاکستان سره ، ځکه خو اوس نور د باور وړ نه دی . »
موږ په دغه برخه کې تراوسه یو ګام هم نه دي پورته کړې ، په تیرو پنځلسو کالو کې سره له دې چې افغانستان دنړیوالو ځواکونو له خوا نیول شوی ، هیچا هم دوی ته ونه ویل چې په دغه برخه کې باید دوی دافغانستان له ولس سره مرسته وکړي، له بده مرغه چې په دغه برخه کې یوه نړیواله غونډه ، کنفرانس نه په هیواد کې دننه او نه هم دباندې ونیول شول. برعکس د دوی ټول ځواک پردغه ټکي باندې متمرکزشو چې دوی څنګه افغان ولس په وړو کورنیو مسایلو کې را ښکیل وساتي ، په هیواد کې دننه له اوږدې مودې راپه دیخوا دلږکیو تنګنظري څیرې چې دخارجیانو له خوا تمویل کیږي او په لوی لاس په ملي کچه ستونزې را ایجادوي په دي باوري دي چې دا کرښه باید درسمي پولې په توګه دافغانستان دولت او حکومت چې صلاحیت یی نه لري په رسمیت وپیژني . همداسې په پاکستان کې دهغه ځای دخلکو احساس په دغه اړه ګردسره بیل دی، ان چې په خپله په پښتونخوا کې هم دپښتنو دحق خود ارادیت دمبارزي پلویان تردغه دمه په دغه باره کې په دوه لارې کې ولاړدي ، هغو ی هم دیوه واحد افغانستان ، یا واحدي پښتونخوا په باره کې نه فکرکوي او نه هم په عملي توګه داسې یوه جوړښت ته پرمیدان دریدلي دي ، په دغه برخه کې هماغسې چې هندوستان په دوو برخو دانګریزپه زور اوخوښه وویشل شو، همداسې په کارده چې دلته هم یونړیوال ځواک دیوه واحد افغانستان اویا واحدې پښتونخوا ترشاه ودریږی او عملآ یي له نړیوالو ټولنو لکه ملګرو ملتو اونورواړوندو سازمانواو هیوادو له خوایي دیوه نړیوال توافق په ترڅ کې ملاتړوشي ، ارواښاد پژواک ډیره هڅه وکړه چې دملګرو ملتو دسازمان له ستیجه پردغه موضوع باندې یو پرله پسې بحث راپورته کړي، داموضوع دیوې جدی مسالې په توګه په دغه نړیوال سازمان کې دده په همت مطرح هم شوه خو څنګه چې هیله کیده داسې یو څرګند ملاتړ لکه څنګه چې دلویو ځواکونو اجندا او خوښه نه وه په نړیواله کچه ترې ونه شو. دارواښاد پژواک خپله خبره ده چې ماته یي په پیښورکې په دغه اړه زما دپوښتنې په ترڅ کې وکړه : « له بده مرغه چې ما دلومړي ځل لپاره داموضوع په ملګروملتو کې د سردارنعیم خان او داود خان په مرسته راپورته کړه ،خولوی ځواکونو په تیره انګریزان اوامریکا چې دپاکستان هم پیمان وو په دغه اړه له موږ سره ونه دریدل ، یوازې هندوستان او تریوه حده شورویان راسره وو، مهمه داوه چې زموږ د دولت اوملت له خوا باید د پښتونستان مساله په ملګروملتواو نړیواله کچه کې دومره جدي څارل شوې وای لکه د کشمیرمساله، په هغه حالت کې افغانستا ن کولای شول چې په دغه برخه کې یې څرګند پرمختګ کړی وای ، خو له بده مرغه چې موږ ته دغه بری راپه برخه نه شو، ما دا خبره په خپل وخت کې دومره کړه چې نړیوالو ته مو وښوده چې له دیورنده پرهغه خوا سیمه زموږ تاریخي ملکیت دی موږ دخپل دغه ملکیت د خپلولو او خپلواک کولو لپاره مبارزه کوو » ( له استاد پژواک سره دکتني پرمهال – پیښور حیات آباد د ۱۳۷۲ کال دحوت ۲۸ )
په هرصورت نورزیات پرجزیاتو باندې نه غږیږم ، یوازې دومره وایم چې دیورند له شکه پرته ، سره له دې چې د ځمکې پرمخ تراوسه هم دپوښتنې وړ کرښه ده ، او په دواړو لوریو کې یي خلک نه مني خو دکاغذ پرمخ هم امیر او هم انګریزانو منلې ده ، هم امیر لاسلیک کړې او هم له انګریزانو سره شته ، ترهغه وخته چې انګریزان پرهندوستان واکمن وو دغه سند لاهم په هند کې ساتل کیده ، خو کله چې دوی له هنده ووتل ، دغه سند یې له ځان سره لیږدولی دی ، په ۱۹۴۳ میلادي کال ( کیر پریسر ټایټلر) غوښتل دافغانستان په اړه یو کتا ب ولیکي په دغه اړه ده د دیورند دتړون په ګډون دیولړاسنادوغوښتنه له انګریزي حکومت څخه کړي ده ،دوی دده دغې غوښتنې ته په ځواب کې یو لیک لیکلي دی چې دلته یې ددغه څپرکې په پای کې له تاسو درنو لوستونکواو څیړنکو سره شریکوم :
“ Sir Kerr,Fraser –Tytler is at present engaged in writing a hand book on Afghanistan in the series of geographical hard books prepared by Naval Intelligence Division of the Admiralty…
He has now asked to see the Durand agreement and the connected papers, but unfortunately our papers are bound in large and heavy tomes which are quite unsuitable to send to Scotland , where Sir Kerr is working. (N.A.I. external Deptt, ,17 July 1943, No 586.f
« سر کیر فریسر ټایټلر ، نیت لري چې د سمندري استخباراتو لپاره د جغرافیې په برخه کې یو هند بوک ولیکي … ده په همدغه لامل غوښتنه کړې چې د دیورند تړون اونوراړوند اسناد وګوری، خو له بده مرغه چې زموږ کاغذونه ا واسناد ټول په لویواو درنو دوسیواو کارتنو کې ځای پرځای شوي چې سکاټلند ته هلته چې سرکیرې کارکوي دهغواستول زموږ لپاره ناشوني دي. »
پردې برسیره دیوه امانت په توګه په دغه اړه باید د هیواد د نامتو لیکوال ارواښاد محمد ابراهیم عطایی صاحب چې د اشرارو او کابل ورانونکو ځواکونو په دوران کې زه اودي په کابل کې محاصره وو خبره هم دلته دیادولو وړبولم او هغه داچې استاد عطایی پرهغه مهال چې ارواښاد پژواک غوښتل دا موضوع په ملګرو ملتو کې مطرح کړي له افغان دولت څخه هیله وکړه چې ددغې داعیي په اړه یومستقل علمی تحقیق رامنځ ته او زر ترزره یې چاپ کړي ، عطایی صاحب ویل چې « مرحوم نعیم خان په دغه اړه ټول اسناد په خارجه وزارت کې دننه زما په واک کې راکول اوما به لیکل ، ان چې دشپې به هم هلته ورته پاتې کیدم . یومهال ددې اړتیا پیداشوه چې باید د دیورند سند مې هم کتلي وای، کله چې ما داخبره وریاده کړه ، سردار صاحب راته وویل چې دهغه دلیدواجازه نشته ، نورټول اسناد ستا په واک کې دي پرته له هغه … »
دغه یادونه اود ارواښاد عطایی صاحب خبره دا په ډاګه کوي چې د دیورند لاسلیک شوي سند له موږ سره هم شته ، داچې چا لیدلی او که نه دایوبیل بحث دی چې دهیواد په مسوولینو پورې اړه لري . د خارجه چارو وزارت له یوشمیر باوري کسانو څخه مې اوریدلی چې د شورای نظا رد تالان پرمهال ځینو کسانو هڅه کړې وه چې یوشمیر الماري پردغه سند پسې وپلټي ، ان یوچا چې آمرمسعود له همکارانوڅخه و دا هم راته وویل چې یولړ اسناد له المارۍ څخه تر بام پورې پورته کړل شوي څویی په یوه مناسب وخت له هغه ځایه وباسی چې بیا وروسته یو شمیرمسوول کسان لکه احمدشاه مسعود ورباندې خبرشوي وواوهغه اسناد چې ویل کیدل د دیورند سند هم په کې وبیرته په ځآنګړو الماریوکې ځای پرځای کړي وو(والله اعلم )
******
خپلواکي د ویښو او بیدارو خلکو لپاره ده ، نه د خوبولیو او بې پرواوو لپاره !
مهاتما ګاندي