افغان امنیتي ځواکونه له ستر او سخت تاریخي ازمون سره مخ دي، دوی د ټول پېچلي بحران سره- سره، چې اصلاً د باور وړ نه دی، د خپل وطن د د بې امانه دفاع لپاره، هیڅ ډول فشار ته تسلیم نه شول او نه به هم تسلیم شي.
دا ډېره حیرانوونکې ده چې په افغانستان کې د ناټو قومندان او د قاطع ماموریت مشر، جنرال نیکولسن د افغان امنیتي ځواکو د کمزوري مشرتابه او فاسد مدیریت له امله، د جدي اندېښنې اظهار کوي او وایي چې ځوانو افغان عسکرو ته په لیرې ګواښونکو سیمو او خطرناکو اراضیو کې، د تجهیزاتو، خوراکي موادو او اوبو په نه رسېدو سره دوی له منځه ځي او د دوی مشران د دوی په څنګ کې حضور نه لري؛ هغوی یوازې په غلاوواو شرموونکو معاملو لګیا دي نو دا ډېره سخته ده او د یوه وسلوال پوځ لپاره تر دې د سخت وضعیت تصور ناممکن دی، خو چې بیا هم د دوښمن ګامونه د لښکرګاه، فراه، تیري او کندوز ښارو ته نه پرېښوول کیږي نو دا یوازې د افغانانو د ناتمامې میړانې او وطنپالنې له بېساري روحیې سره ښایېدونکی واقعیت دی؛ تاریخ به د افغان وسلوال پوځ او سرسپارلو امنیتي ځواکو دا پیکارونه و شهکارونه هیڅکله هېر نکړي او د نامردو، ناروا معامله ګرو مسؤلینو بې تفاوتۍ او ناځوانۍ به هم یادې ساتي.
د افغان وسلوال پوځ له منځه به ډېر مردانه مدیران، افسران، جنرالان او مشران را پورته شي او په خپل درایت سره به د وطن د مور اصیل زامن د خپلې مور (وطن) د بې مثاله ساتنې لپاره رهبري کړي؛ دا وطن به د سولې، پرمختګ او ښېرازۍ په ودان کور بدل شي او راتلونکي افغان نسلونه به خپل مېړني ځواکونه، د هغوی د ایماندارۍ او وطندوستۍ له امله په ویاړ او غرور سره یادوي او د هیواد هیڅ یوه دوښمن ته به پر خپله پاکه خاوره د خیرن ګام ایښوولو اجازه نه ور کوي؛ دا د دې وطن حتمي سرنوشت دی!!!
موټی خاوره د وطن به پرې ور نکړم
که پر سر د ځمکې هر وطن خوتن شي
د اوبو پر ځای به وینې د زړه ور کړم
که محتاجه طراوت ته دا چمن شي
که غلیم له ما بری یووړ محبوبې!
ستا پوړنی دې زما د تن کفن شي
لېډينګ سټوري
بدلون اوونيزه/ دوهم کال/۴۸ مه / پرلپسي ۱۰۰ مه ګڼه/چهارشنبه/ عقرب/۵/ ۱۳۹۵