د هلمند د پوهنې رئيس وايي، درې ودانۍ چې يوه يې انستيتيوت، دوهمه يې دارالحفاظ او درېيمه يې د ليليې ودانۍ چې چارې يې بشپړې او ګټې ته ورسپارل شوې.
aهمدارنګه دوه نورې ودانۍ د لښکرګاه اړونده د غربي لښکري بازار په سیمه کې د دارالحفاظ لپاره درسي ودانۍ او لیلیه ده چې د حافظانو لپاره یاده درسي ودانۍ ۴۵ټولګي لري چې په دریو پوړونو کې جوړه او د ګټې وړ شوه .
ترڅنګ یې یوه د لیلیې ودانۍ ، یو خوړنځای، څلور سپټیک څاګانې او یوه کړۍ د اوبو څښلو لپاره برمه جوړه شوې ده .
د هلمند د پوهنې رئيس وايي،په یادو دریو نوو جوړو شوو ودانیو څه کم ۷۸ میلیونه افغانۍ مالي لګښت راغلی دی او ټول مالي لګښت یې دډنمارک هیواد له لوري د ډانیډا د پروګرام له لارې ورکول شوی دی .
هغه وویل ددې ودانیو جوړیدنه د پوهني د ریاست لپاره ډير اړین و چې پر زده کړيیز بهیر باندې ډير مثبت تاثیر لري ترڅو په ډيره اسانۍ سره زده کوونکي په یادو نوو جوړو شوو ودانیو کې زده کړه وکړي .
د پوهنې رياست له لوري د دريو ودانيو د چارو د بشپړېدو په مراسمو کې د هلمند والي ميرزاخان رحيمي د هلمند د پوهنې ریاست د کارونو ستاینه وکړه او زیاته یې کړه چې دغه ولايت کې به د پوهنيز ډګر په پياوړتيا کې پوره هڅې او مرسته وکړي.
د هلمند د پوهنې رياست له لوري د دغه دريو ودانيو د جوړښت چارې داسې مهال بشپږيږي او د ګټې وړ ګرځي چې دغه ولايت کې لا هم ډېری ښوونځي ودانۍ نه لري او زده کوونکي تر شنه اسمان لاندې لمر او باران ته زده کړې کوي.
د پوهنې رياست مسؤلين وايي، هڅه کوي هغه ښوونځيو ته هم ودانۍ جوړې کړي چې نه يې لري.