محمداکبرحقمل معینزی

ژباړه محمداکبرحقمل معینزی

څرګنده خبره ده، چې عادتونه د شخصیت د جوړښت تر ټولو اړینه او ارزښتمنه برخه ده. پر دې بنسټ که چېرې غوره او ګټور عادتونه خپل کړو، نو کولای شو په ځان کې مو د بریا په موخه اړین او وړ بدلونونه را منځته کړو. د ذهني تمرکز یا غور پیاوړي کولو په موخه موږ باید د پرانیستې خولې د تشولو له قانون څخه ګټه واخلو؛ یعنې ځان مو اړ کړو تر څو هغه فکري او احساسي څاڅکي، چې تل مو پر ذهني شبکې را څڅېږي د کاغذ پر مخ ولیکو او خپلې ټولې پارونې مو کاغذ ته د لیکنې له لارې ولېږدوو او دا کړنه مو ددې لامل ګرځي، چې ذهن مو پیاوړی او ارامه شي. له پیله مو باید خپل ضمیر ته داسې پیاوړی او مثبت پیغام ورکړو، چې ګواکي موږ تر ټولو غوره، ښه، پیاوړی او ارامه ذهني تمرکز یا غور لرو او ښې لیکنې هم کولای شو. څېړونکي ټینګار کوي، چې هر فکري او فزیکي کار باید لومړی له ساده او اسانه ټکي پیل کړو، ترڅو پرې لاس بري شو او دا کار مو ددې لامل ګرځي، چې پر نفس باور مو لوړ او پیاوړی شي. که چېرې مو کوم کار له ستونزمن او سخت ټکي پیل کړ، نو د ناهیلۍ، بې باورۍ او ماتې لامل به مو وګرځي. کله مو، چې د یوې موضوع په اړه یو څه لیکل او د لیکلو په منځ کې مو ذهن نا ارامه او ستړی کېدو یا مو دمې ته اړتیا درلوده، نو ژر تر ژره دمه وکړئ او کله، چې له دمې را وګرځېدئ، نو بیا هڅه وکړئ، چې نوموړې نیمګړې موضوع مو بشپړه کړئ، که مو ذهن نوموړې موضوع ته چمتو نه وو، نو پر ځان مو فشار مه راوړئ؛ بلکې سم له لاسه پر بله موضوع باندې کار وکړئ یعنې پر هغه موضوع باندې کار پیل کړئ کومې ته مو، چې ذهن چمتو وي او پر هغه پاتې یا نیمګړې موضوع مو بیا داسې وخت کار وکړئ کله مو، چې ذهن ورته چمتو وو او د اړوند لیکلو لپاره مو پر ذهن کې یو څه درلودل؛ دا کار مو د ذهني تمرکز یا غور د پیاوړي کولو تر ټولو غوره او ارزښتمنه لار ده او له همدې لارې کولای شو تر ټولو غوره او لوی لیکوالان هم شو. محمداکبر حقمل معینزی

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *