د امریکا د مرکزي ایالتونو په یو ښار کې د بانک یو کارمند چې جوزف کرانت نومېده دبانک د مدیرانو له رضایت پرته دبانک څخه ډېر پور واخیست هغه په خپله معامله کې دغه ټولې پور شوې پیسې له لاسه ورکړې بانک یې پرېښود او په یو سیمه ییز هوتل کې یې یو اطاق په اجاره ونیوه پولیسو درې ورځې وروسته په داسې حال کې پیدا کړ چې په کټ پروت وه په ژړا او زاریو یې په وار وار همدا ویل چې (خدایه دا به ما ووژني،زه دالویه رسوایي نشم زغملی) له لنډې مودې وروسته یې له دې نړۍ سترکې پټې کړې او ومړ.

دکترانو یې د مرک سبب(ذهني ځان وژنه)اعلان کړه.

نو راځۍ ورونو په دې باندې باور وکړو چې زموږ لاشعور چې څومره په بدو او ناوړه افکارو باور کوي په همغه کچه یې په مثبتو افکارو هم کوي.

موږ ټول په دې پوهېږو چې د الکتریسیته انرژۍ څخه کولای شو دبرق انرژي تولید کړو اوس همدغه انرژ ي که ښه کټه ترې پورته کړو خو ټولنې ته به مو کټه ورسېږي او که په ناسمه توکه ترې کټه پورته کړو دامعلومه ده چې هغه به د وراني اویاهم د مرک سبب وکرځي.

socideلاشعور مو هم کټ مټ همدا ډول عمل کوي که مو ناوړه افکارو ته پکې ځای ورکړ نو ورانی رامنځته کوي او که مو مثبت او ښه افکار ور وستل او وروسته مو په مو همغه اصلي لاره کام واخیست نو بریا او ثروت به زموږ په تمه وي.

په ژوند کې مو د هرې هیلې پوره کیدو لپاره داسې یو قوي باور ته اړتیا ده چې دهغه په واسطه موږ خپل ځان په راتلونکي کې هغه څوک ووینو کوم چې مو یې هیله درلوده.یعنې که موږ غواړو په راتلونکي کې مالداره اوسو نو دې باورته اړتیا ده چې له همدا اوسه ځان مالداره احساس کړو او دمالدارانو په شان عمل وکړو.

باور هغه ذهني امر دی چې ځانته د ښودلو په واسطه را منځته کېږي.(ناپلئون هیل).

2هغه ذهن چې د مثبتو احساساتو دتأثیر لاندې راشي د ذهن هغه معروفه ځای ته چې باور دی رسېږي هغه ذهن چې له دې شعاع لاندې راشي کولای شي لاشعور ته امر وکړي او پرې قبول یې کړي اوپه همغه اساس عمل وکړي.                                                    مننه

عبدالله (عزیزی،مسعود)

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *