د ذهن توپان د ستونزو د حل او موخو ته د رسېدو په برخه کې یو له اړینو او مهمو حل لارو څخه شمېرل کېږي. په دې حل لاره کې یوه یوه پوښتنه کېږي او د حل لپاره یې ستاسو ذهن په کار پیل کوي. زما په اند خلک کولی شي دغې اسانه حل لارې ته پر هغو نورو چې کشف شوې او یا هم د کشف په حال کې دي، لومړیتوب ورکړي، بډای شي او خپلو موخو ته پرې ورسېږي. موږ په خپلو سيمینارونو کې دغو حل لارې ته «روش بیست نظریه» وایو.
کاغذ او قلم را واخلئ او د پاڼې په سر کې ولیکئ، کومې ستونزې دي چې تاسو ورسره مخ یاست او تر فشار لاندې یې راوستلي یاست. هغه د یوې پوښتنې په توګه ولیکئ؛ د بېلګې په توګه که تاسو غواړئ چې په راتلونکي کال کې مو سوداګري یو پر دوه شي، پوښتنه باید دغه ډول ترسره کړئ: د دې لپاره چې خرڅلاو مو یو پر دوه شي، کوم کارونه باید ترسره کړم؟ څومره مو چې پوښتنه اختصاصي وي په هماغه کچه یې درته ځوابول اسانه کېږي، لکه څه باید وکړم چې په راتلونکو ۲۴ میاشتو کې مې سوادګري له پنځه میلیونه ډالرو څخه ۱۰ میلیونه ډالرو ته لوړه شي؟
له پوښتنې لیکلو وروسته باید خپلې پوښتنې ځواب کړئ، خو یوه شي ته مو باید پام وي چې د پوښتنې کولو مخاطب باید تاسو خپله وی، نه بل څوک، د پوښتنې کولو پر مهال له ځانګړو افعالو څخه ګټه واخلئ؛ د بېلګې په توګه «زه ۲۲ نوي کارکوونکي پر دنده ګومارم.» یا کولی شو دغه ډول یې ولیکو: «موږ باید د راتلونکو درېیو میاشتو په اوږدو کې درې نوي جنسونه خپلو پېرودونکو ته معرفي کړو.» تر هغه وخته خپلو ځوابونو ته ادامه ورکړئ چې شمېر یې لږ تر لږه شلو ته ورسېږي. کولی شئ ځوابونه مو د کاغذ پر یوې پاڼې ولیکئ چې له یاده مو ونه وځي.
