د الله تعالی د د لویو نعمتونو څخه یو نعمت دا هم دی چې الله تعالی وخت او زمانه پیدا کړیده. او بیا بعضی وختونو تهېی په نورو وختونو باندی فضیلت ورکړی دی لکه څرنګه چې بعضی اشخاصو ته په بعضو نورو باندی فضیلت حاصل دی، ټولو پیغمبرانو ته په ټولو انسانو باندی فضلیت ورکړی شویدی، بیا په پېغمبرانو کې ځینو ته په ځینو نورو باندی فوقیت حاصل دی، لکه چې الله تعالی فرماېی: تِلْكَ الرُّسُلُ فَضَّلْنَا بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ مِنْهُمْ مَنْ كَلَّمَ اللَّهُ وَرَفَعَ بَعْضَهُمْ دَرَجَاتٍ. دغه پېغمبران دی چې مونږ بعضو ته په بعضو نورو باندی فضیلت ورکړیدی ځینی د دوی نه داسی هم دی چې الله تعالی ورسره خبری کړی دی او ځینی نورو ته ېی درجی اوچتی کړیدی. او په پېغمبرانو کې ېی اولوالعزم پيغمبرانو ته په نورو باندی فضیلت ورکړیدی، او خاتم الانبیاء ته په ټولو نبیانو او رسولانو فوقیت او برتری حاصله ده. همدارنګه صحابه کرامو ته په نورو مسلمانانو سبقت او فضیلت حاصل دی او خپله صحابه کرام بعضی د بعضی نورو نه افضل دی. او بیا الله پاک عام معیار د فضیلت او عزت لپاره ایښی دی لکه الله پاک فرمایی: ان اکرمکم عند الله اتقاکم. یقینا د الله تعالی په نزد بهترین او عزتمند تاسی کې هغه څوک دی چې ډیر تقوادار او پرهیزګار وی.

همدارنګه د مکان د لحاظه هم الله تعالی ځینو ځایونو ته فضیلت ورکړی دی بیت الله، او مسجد نبوی او مسجد اقصی په نورو جوماتونو فضیلت لری.

نو همدارنګه ځینی میاشتی او ورځی هم په ځینی نورو باندی خصوصی فضیلت او لوړوالی لری، چې پدی ورځو او شپو کې عبادت د نورو ورځو او شپو په نسبت ډیر اجر او ثواب لری. او د الله تعالی خاص رحمتونه او فضیلتونه پدې ورځو کې نازلیږی، ترڅو خلک زیات نه زیات نیک عملونه وکړی او د خپل رب نزدیکت حاصل کړی. او دوی ته یو فرصت په لاس ورکړل شی چې په لږ وخت کې ډیر ثوابونه او اجرونه په لاس راوړی، خوش قسمته دی هغه خلک چاچې د دې وختونو قدر وپیژنده او د دینه ېی سهی فایده واخیسته، او د آخرت لپاره ېی بهترینه توښه جمع کړه.

د اطاعت او فرمانبردارۍ د موسمونو ګټی دادی چې که چیری په عامو ورځو کې مومن څخه ډیر عبادتونه فوت شوی وی د هغې کمی په لږ وخت کې پدی ورځو کې پوره کړی. او د فضیلت نه ډکو دی شپو او ورځو کې یو نه یو داسی عمل وی چې بنده هغه وکړی د الله تعالی تقرب او نزدیکت ورته حاصلیږی. او پدی کې د الله تعالی د مهربانیو یو لړۍ راروانه وی. او چاته چې الله تعالی وغواړی خپل فضل، کرم او رحمتونه پری وروی.

پدی بهترینو ورځو شپو کې د ذوالحجی لس ورځی شپی هم شاملی دی چې په قرآن کریم او نبوی حدیثو کې د دې ډیر فضیلتونه راغلی دی.

د ذوالحجی لس ورځی د قرآن کریم په رڼا کې:

د قرآن کریم په بعضو آیاتونو کې د ذوالحجی د لسو ورځو د فضیلت طرف ته اشاره ده هغه داسی چی الله رب العالمین په دی شپو باندی قسم خوړلی دی، اود الله تعالی قسم خوړل د دې شپو د عظمت او فضیلت لپاره ښکاره دلیل دی. لکه چې فرماېی: (وَالْفَجْرِ وَلَیَالٍ عَشْرٍ) قسم دی په فجر (وخت د سهار) او په شپو لسو باندی.

د اکثر مفسرین دا قول دی چې د دې لسو شپو نه مراد د ذوالحجی اولنۍ لس شپی دی او ټول سلف او معاصر مفسرین او علماء کرام په همدی رایه دی چې د دې نه د ذوالحجی اولنۍ لس شپی مراد دی. حافظ ابن کثیر رحمة الله علیه هم په خپل تفسیر کې دې ته صحیح قول ویلی دی. قال ابن كثير رحمه الله: المراد بها عشر ذي الحجة كما قاله ابن عباس وابن الزبير ومجاهد وغيرهم ورواه الإمام البخاري . قال البغوي رحمه الله في تفسيره روي عن ابن عباس: أنها العشر الأوَل من ذي الحجة. وهو قول مجاهد وقتادة والضحاك والسدي والكلبي. قال الإمام الطبري رحمه الله في تفسيره وقوله”وَلَيَالٍ عَشْرٍ”هي ليالي عشر ذي الحجة لإجماع الحُجة من أهل التأويل عليه . وأكد ذلك ابن كثير في تفسيره لهذه الآية بقوله : والليالي العشر المراد بها عشر ذي الحجة كما قاله ابن عباسٍ وابن الزبير ومُجاهد وغير واحدٍ من السلف والخلف.

ابن کثیر رحمه الله ویلی دی: چې مراد ترینه د ذوالحجی لس شپی دی لکه چی ابن عباس او ابن الزبیر او مجاهد او نورو هم همداسی ویلی دی. او امام بخاری روایت کړیدی. امام بغوی رحمه الله په خپل تفسیر کې د ابن عباس رضی الله عنه نه نقل کوی: چې دا اولی لس د ذوالحجی دی. او دا د مجاهد او قتادة او ضحاك اوسدي او كلبي قول هم دی. امام طبری رحمه الله هم همدا تفسیر کړی دی چې دی نه مراد د ذوالحجی اولی لس شپی دی. او ابن کثیر په خپل تفسیر کې په همدی باندی تاکید کړی دی ځکه چې دا د ابن عباس او ابن الزبیر او مجاهد قول هم دی.

د مفسرینو د دې دومره تصریحاتو نه دا معلومیږی چې د دې ورځو او شپو فضیلت د قرآن کریم نه صراحتا ثابتیږی.

همدارنګه قرآن کریم د ورځو ته د ایام معلومات نوم ورکړیدی. او د جمهورو مفسرینو په نزد تری همدا ورځی مراد دی. قال تعالی : وَيَذْكُرُواْ ٱسْمَ ٱللَّهِ فِىۤ أَيَّامٍ مَّعْلُومَـٰتٍ الخ (الحج:۲۸) او د الله تعالی نوم یادوی په ورځو معلومو کې. چې د اکثر مفسرینو په نزد تری د ذوالحجی لس ورځی مراد دی. وقال ابن عباس “الأيام المعلومات” هي أيام العشر ويوم النحر وأيام التشريق. تفسير المحرِر الوجيز لابن عطية. ابن عباس رضی الله عنه فرمایلی دی چې الایام المعلومات نه مراد د ذوالحجی لس ورځی، د قربانی او ایام التشریق دی.

د ذوالحجی لس ورځی د نبوی احادیثو په رڼا کې:

د دې ورځی په باره کې ډیر احادیث د رسول الله صلی الله علیه وسلم څخه نقل شوی دی چې یو څو ېی ستاسی په مخ کې پیش کوم.

عن ابن عباس رضي الله عنهما قال: قال رسول الله صلى الله عليه وسلم: (ما من أيام العمل الصالح فيها أحب إلى الله من هذه الأيام ـ يعني أيام العشر ـ قالوا: يا رسول الله، ولا الجهاد في سبيل الله؟ قال: ولا الجهاد في سبيل الله، إلا رجل خرج بنفسه وماله ثم لم يرجع من ذلك بشيء) (رواه البخاري)

له حضرت عبدالله بن عباس رضی الله عنهماڅخه روايت دی چي رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: داسي ورځي نشته چي په هغو کي دي ښه کارونه الله ته تردغو ورځو زيات خوښ وي (يعني دذوالحجه د مياشتي لس اولنۍ ورځي) صحابه کرامو رضی الله عنهم وويل:اې دالله پيغمبره! (صلی الله عليه وسلم) دالله په لارکي جهاد کول (په نورو ورځو کي)هم ورته (ددغو ورځو تر عبادت) زيات خوښ نه دی؟

رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: دالله په لارکي جهاد هم ددي (ورځو دعبادت په څېر الله ته خوښ) نه دی ، پرته له هغه سړي څخه چي جهاد ته له خپل ځان او مال سره ووزي او يو هم بيرته را نه وړي (يعني مال هم قربان کړي اودی هم شهيد شي) (بخاري شريف)

عن جابر رضي الله عنه عن النبي صلى الله عليه وسلم قال :(أفضل أيام الدنيا أيام العشر ـ يعني عشر ذي الحجة ـ قيل: ولا مثلهن في سبيل الله؟ قال : ولا مثلهن في سبيل الله إلا رجل عفر وجهه بالتراب) (رواه البزار وابن حبان وصححه الألباني)

د جابر رضی الله عنه نه روایت دی چې نبي كريم صلى الله عليه وسلم فرمايلي دي: د دنیا بهترینی ورځی لس ورځی دی. (یعنی د ذی الحجی لس ورځی) دی چا وویل: او نه د دې په اندازه نوری ورځی که چیری د الله تعالی په لاره (جهاد) کې تیری کړی، رسول الله صلی الله علیه وسلم وویل چې نه نوری ورځی د الله تعالی په لار کې مګر هغه کس چې مخ په خاورو ولړی. یعنی شهید شی.

همدارنګه رسول الله صلی الله علیه وسلم یوبل حدیث کې فرمایلی دی:  «مَا مِنْ أَيَامٍ أَعْظَمُ عِنْدَ الله وَلا أَحَبُّ إِلَيْهِ العْمَلَ فِيهِنَّ مِنْ هَذِه الأيَّامِ العَشْر، فأَكَثْرِوا فِيهِنَّ مِنَ التَهْلِيلِ والتَكْبِير وَالتَحْمِيدِ» . رواه أحمد.

نشته د دینه لوی ورځی د الله تعالی په نزد او نه خوښ عمل بغیر د دی ورځو نه (لسو ورځو) نه پس د لااله الا الله ورد او تکبیر او تحمید په کې زیات او کثرت سره واېی.

پورته ذکر شوی او د دینه علاوه نور نصوص په دی دلالت کوی چې د ذوالحجی اولنۍ لس ورځی د کال په نورو ټولو ورځو افضلی دی، سوا د رمضان آخری عشری څخه چې په هغی کې لیلة القدر دی، او لیلة القدر د زرو شپو نه بهتره ده.

د ذوالحجی لس ورځی څنګه استقبال کړو

مسلمانانو لپاره پکار دی چې ټول کال د الله تعالی په اطاعت او سره استقبال کړی خصوصا دغه لس ورځی باید په لاندی شیانو سره استقبال کړی:

1.  توبه: مسلمان باید همیشه پر خپلو کړو ګناهونو پښیمانه شی او د الله تعالی په وړاندی د ندامت اظهار وکړی. په توبی سره بنده د دنیا او آخرت ګټی ترلاسه کوی. او خاص د رحمتونو په دی موسم کې.

2.  د دې ورځو نه د ګټی اخیستلو لپاره جدی تصمیم نیول: پدی ورځو کې باید هر مسلمان جدی تصمیم ونیسی چې هر نوع عبادتونو کې خپله ونډه واخلی تر څو ترینه دغه فرصت ضایع نشی، پنځه وخته لمونځ په پابندۍ سره، نوافل، روژی، ذکر او اذکار، تلاوت، صدقه او داسی نور مختلف عبادتونو کې باید پوره ونډه او سهم واخلی.

3.  د ګناهونو نه لری والی: لکه څرنګه چی طاعات سبب د نزدیکت د الله تعالی دی همدارنګه ګناهونه سبب د لری والی د رحمت دالله تعالی دی. انسان د ګناه په وجه د الله تعالی د رحمت څخه لری کیږی. که چیری یو بنده د الله د رحمت په امید وی نو باید د ګناهونو څخه ځان وساتی خصوصا پدی ورځو او شپو کې. پس مسلمان باید دغه موقعه ضایع نه کړی، او نیکو اعمالو طرف ته باید متوجه شی، او ښه شکل سره ېی استقبال وکړی هسی نه چی وخت درنه تیر شی او بیا ېی ارمان کوئ.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *