د ذوالفقار په نوم دغه عملیات چي لمړی پړاو یې په روانه اونۍ کي پایته ورسیدی او دوهم پړاو یې په څو ورځو کي پیلیدونکی دی د جنوبي سیمو په پرتله په شمالي ولسوالۍ سنګین کي په هغه کچه بریالي نه وه چي تمه ترې کیده . د د سیمي د خلګو په وینا چی د دې عملیاتو په جریان کي تر ۱۵۰۰ ډیري کورنۍ د خپلو کورونو څخه بې ځایه سویدي .

 په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغۍ مرکز ریس ښاغلي فرهاد داوري د رسنیو سره پخپلو خبرو کي وویل ( موږ د خپلو ملي وسلوالو ځواکونو د قربانیو قدرداني کوو خو ولي باید ووایو چي په شمالي هلمند کي د ذوالفقار عملیات په هغه کجه بریالی نه وه څومره چي په جنوبي هلمند کي بریالی پایته ورسیدل البته د سنکین ډیری اوسیدونکي له دې عملیاتو دا شکایت کوي چي د خلګو زیات شمیر کورونه او باغونه خراب سول خو په امنیتي حالاتو کي کوم خاص بدلون ندی راغلی )

په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغی مرکز پر مرکزی او ولایتي ادارې ږغ کوي چي د عملیاتو پر مهال د سیمي خلګوته  ستونزي جوړي نه کړي او د عامو وګړو د ژوند او ملکیتونو ساتنه دي په پام کي ونیسي .

په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغی مرکز دا اندیښنه لري چي په شمالي هلمند کي د بیلابیلو امنیتي ځواکونو تر منځ د همږغی نه شتون د خلګو د تکلیف او د عملیاتو د ناکامی لوی لامل دی  او که چیري په راتلونکي پړاو کي هم ورته ستونزي موجودي وي نو  مدني نهادونو به د داسي عملیاتو په وړاندي خپل مدني غبرګون ښکاره کړي .

په هلمند کي د مدني ټولنو د همږغی مرکز

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *