بشیر الحق عادلي- د هلمند امنيتي مسؤلين وايي، د دغه ولايت سيستاني په سيمه کې يې دوه تنه پوليس هم وژل شوي دي.

د هلمند د پوليسو مشر وايي: تېره شپه د مارجې ولسوالۍ د سيستاني په سيمه کې وسله والو پر امنيتي پوستو بريدونه وکړل چې د پوليسو په ځوابي بريد کې ۶ وسله وال وژلي او اوه تنه يې ژوبل کړي دي.

پاسوال نبي جان ملاخيل وايي، په وژل شويو کې د وسله والو طالبانو يو قومندان چې په ملا صمد مشهور و هم شامل دی.

ملاخيل وايي، ياد عمليات د مارجې ولسوالۍ اړوند د تريخ ناور په سيمه کې روان دي، دی وايي وسله وال غواړي چې د ذوالفقار په نوم د روانو عملياتو مخه ډب کړي خو دوی يې پر  وړاندې بېلابېلې سيمې تصفيه کوي څو د هلمند په شمال او جنوب کې روان چاڼيز عمليات چې د ګډو ځواکونو لخوا پر مخ روان دي په برياليتوب پای ته ورسيږي.

قومندان د تېرې شپې په بريد کې د دوه تنه پوليسو وژل کېدل هم مني.

بل پلو د هلمند د شمالي ولسواليو خلک په روانو عملياتو کې ولسي وګړو ته د درنو زيانونو د اوښتو خبر ورکوي، دوی وايي چې د امنيتي ځواکونو لخوا کورونه په دې خاطر نړيږي چې ګواکې وسله وال طالبان د دوی له کورونو پر دوی بريدونو کوي، خو ځايي امنيتي ځواکونه وايي چې تر دې دمه يې په روانو عملياتو کې ملکي وګړو ته کوم زيان نه دی اړولی او هڅه کوي چې ولسي وګړي زيانمن نه شي.

وسله والو طالبانو د ۱۳ طالبانو د مرګ ژوبلې په اړه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *