ډاکتر راج ولي شاه خټک

د لیکوال، څېړونکي او فرهنګي شخصیت مرحوم راج ولي شاه خټک د مړینې په باب د افغان کلتوري ټولنو ګډې جرګې اعلامیه

بسم الله الرحمن الرحیم

په ډېرې خواشینۍ سره خبر شوو، چې د سیمې لوی لیکوال، څېړونکی او عالم راج ولي شاه خټک په حق رسېدلی دی. انا لله و انا الیه راجعون.

د پښتنو په داسې ټولنه کې چې د جګړو، فقر، بېسوادۍ د خبیث مثلث په منګولو کې راګیر ده د راج ولي شاه خټک په شان لوی علمي شخصیتونه د هغو رڼاوو او امواجو کار ور کولای شي، چې دغه خبیث مثلث مات کړي او ټولنه او ولس د رڼا، نېکمرغۍ او سکون په لور بوځي. موږ له متعال الله ج څخه غواړو چې مرحوم راج ولي شاه خټک ته فردوس جنت ورکړي. دده علمي، فرهنګي او ادبي خدمتونه دده لپاره صدقه جاریه و ګرځوي. دده قبر د رڼا کولو باعث یې کړي او جنت ته د تللو لپاره یې وسیله و ګرځوي همداراز د عا کوو چې د خدای بخښلي علمي او ادبي اثار زموږ د نسلونو لپاره د هدایت او نېکمرغۍ وسیله کړي.

په پای کې د مرحوم کورنۍ، دوستانو، ټولو او علمي نړۍ د خدای بخښلي راج ولي شاه خټک د وفات تسلیت وایو او هیله کوو، چې راتلونکی نسل دده لار تعقیب کړي.

و من الله التوفیق

2 thoughts on “د راج ولي شاه خټک پر مړینه د افغان کلتوري ټولنو د ګډې جرګه ګۍ پیغام”

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *