مینه په تلو راتلوزیاتېږي
کله راځه کله به زه درځم مېنه

دافغانستان به ختیځ ګاونډ کښې د پاکستان د رامینځته کیدو له لومړ‌ۍ ورځې څخه د افغانستان او پاکستان ترمینځ د بې اعتمادۍ، کړکیچ ،اختلافاتواو تورونو یوه اوږده اونه ختمیدونکې لړۍ پېل شوه .

د بی اعتمادۍ، اختلافاتو او تورونودغې لړۍ یوازې دا نه چې د حکومتونو اړیکی خړې پړې اوترینګلیې کړې بلکې پرعاموخلکو یې هم آغیزدرلود.

که له یوې خوا د دواړو هیوادونود حکومتونو ناسمو او لنډنظرو پالیسیو پرعام ذهنیت آغیزدرلود له بلې خوا د دولتي تبلیغاتوماشین او رسنیو په ځانګړی توګه را‌‌ډیوګانو هم د یو بل په اړه د منفي عامه ذهنیت په رامنځته کولوکی د پام وړ ونډه او نقش لره.

له هماغې لومړۍ ورځې څخه د پاکستان او کابل راډیود یو بل پرضد د تبلیغاتو او پروپا ګندخولې پرانستې او د دولتونودښمنیوته یې په خپلو پاروونکو خپرونو او راپورونو نوره هم لمن وهل پیل کړل.

سربیره پردې چې د ډیوړند کرښې دواړو خواؤته یوقوم(پښتون)اوسیده خو د منفي ذهنیت او د حکومتونود متخاصموسیاستونوله کبله د دوی ترمنځ هم څومره چې لازمه وه راشه درشه نه ترسره کیده او دیوقومیت سربیره دوی یوله بله لرې او پردي پاتې شوي وو تردې چی په اتیایمه زیږدیزه لسیزه کې د جنګ او جګروله کبله افغانان له یولې اخوا پښتونخوا او د پاکستان نورو سیموته کډه شول او ډیر وخت وروسته دواړه ورونه قومونه سره یوځای شول اوډیرښه فرصت پیدا شوچی د دواړوخواؤ پښتنوترمنځ فاصلې له منځه ولاړې اویوبل ته سره نږدې شول اوتریوکچه بې اعتمادي، شکوک اوشبهات له منځه ولاړل اوحتی په خپل منځ کښې ېې سره خپلوئ هم وکړې چی دا هر څه د راشه درشې پایله او ګټه وه.

خو سربیره پردې هم دحکومتونومتخاصموپاليسيواودوه طرفه تورونودوام وکړاوعامو خلکو په ځانګړې توګه پنجاب، همدارنګه رسنیو، د چارودکارپوهانو او اکادمیکوحلقوتر منځ ېې هم بې اعتمادئ اوتورونوته لمن وغځوله، د چارودکارپوهانو،اکادمیکو حلقو او رسنیو ددې پرځای چی دافغانستان اویا هم پاکستان څخه پوهه ، پیژندنه او معلومات ولري ددوی نظریات، قضاوتونه او په اصطلاح څیړنې په لرې روش”Distance Approach” ولاړې وې اوددې پر ځای چې دوی راشي دکابل اواسلام باد څخه له نږدې نه د حقایقودپلټلواو معلومولولپاره لیدنه اوراشه درشه ولري او پرته د ځمکني حقایقوپه نظرکې نیولو له اسلام باد اوکابل څخه قضاوتونه، شننې اوتورونه تبادله کیدل.

که دوه هیوادونه سره دښمنان هم وي باید د یوبل په اړه پوره معلومات او پوهاوی ولري لکه د سړې جګړې په دوران کښې چی دنړۍ د دوه متخاصمواودښمنوزبرځواکونوامریکا اوروسېې تر منځ هم د اطلاعاتو دشریکولو یو رژیم د hotline په نوم موجود ؤ چی وخت په وخت ېې سره په خپلو کی مهم معلومات او اطلاعات شریکول

نو له دې څخه د اطلاعاتو دتبادلې (Exchange) او شریکولوارزښت معلومېدای شي چې دښمنانوهم ددې لپاره چې د لوی کړکېچ اوبحران څخه مخنیوی وکړي په خپل منڅ کښې ېې دInformation Sharing Regime لره. نو کله چی دښمنان د یو بل سره اطلاعات شریکوي او د یوبل د پیژندلوهڅه او کوښښ کوي نو ولې دوه ګاونډي دوه دوستان او دوه دمشترکاتو خاوندهیوادونه یو بل سره د معلوماتو، اطلاعاتو او راشه درشې رژیم او پروګرام ونه لري. اډولف هټلر د تبلیغاتواو پروپاګند لپاره د جوزف ګویبل په نوم وزیرلره چی د خپلورقیبوهیوادونو او سیالانو په وړاندې ېې دتبلیغاتواوپروپاګند له لارې د هغوی د تورنولو، بدنامولو،دروحېې دکمزور کولواو اغتشاشاتوراولاړولودنده ېې پر مخ وړله لکه څرنګه ېې چې د نني هیوادونو معاصرې رسنۍ دیو بل پرضد تبلیغات کوي تر څویو بل تورن،ملامته او بدنام کړي، رسنۍ که له یوې خوا د یوې ټولنې د ذهنونو په روښانه کولو، د اګاهۍ او پوهاوي په لوړولو، روڼ اندۍ سم لوري ورکولو ،خبرولو،او دسم قضاوت اوپریکړه کولو کې د پام وړ رول او نقش لري نوله بلې خوا همدغه رسنۍ کولای شي چې د ولسونواوهیوادونو ترمنځ بې اعتمادي ، عامه منفي ذهنیت او دښمني وزیږوی او د حکومتونو پر سیاستونو اغیز منې شي، دغه پورته ډول رول هغه رسنۍ چې د حکومتونو او دولتونواو یا هم د دولتې ادارو په ځانګړې توګه استخباراتو لخوا دکته “Dictate” کیږې لوبوي.او څه چې د هغوی د بهرنۍ پالیسۍ موخې وي هغه پرې ترلاسه کول غواړي ،خو ځینې وختونه بیا داسې هم کیږي چې ځینې رسنۍ سره ددې چې نه غواړي دکته شي، خپلواک واوسیږي، د تبلیغاتوڅخه ډډه وکړي،اطلاعات ، معلومات او راپورونه ېې کره او مؤثق وي خوچونکې د بیلابیلولاملونو له کبله دمعلوماتود لومړي لاس سرچینې ته لاسرسی نه لري تر څو ریښتینې معلومات اواطلاعات ترلاسه کړي نو اړدي چی په دویم لاس اطلاعاتو بسنه وکړي او د دویم لاس سرچینوڅخه خپل د ضرورت وړ معلومات راغونډ کړي ،چې د حقایقواواطلاعاتود تحریف لامل ګرځي او خلک ګمراه کوي اوځینې وختونه د تبلیغاتو په حیث ګڼل کیږي.

دافغانستان اوپاکستان د رسنیوترمنځ که څه هم د تورونودتبادلې تر څنګ د یوبل په اړه تبلیغات او پروپاګندهم کیږي چی لامل ېې د دواړو هیوادونو تر منځ تاریخي عقدې،کینې،اوتر بګنۍ دی او یا هم د دولتي اداروپه ځانګړې توګه امنیتي ادارو لخوا دکته کول دي خو د افغانستان او پاکستان په رسنیوخصوصا شخصي (غیر دولتي) کې ډیر وخت تبلیغات او پروپاګند شعوري او ارادي نه وي بلکې د نیغ په نېغه معلوماتو دتبادلې د رژیم نه شتون ،داطلاعاتود دویم لاس سرچینو خصوصا غربي سرچینو څخه خپل د ضرورت وړمواد راغونډول ،د یوبل هیواد کښې د خپلې رسنۍ د استاځي (Correspondent) نه شتون اوهم ددواړوخواؤ د رسنیویوبل سره د مستقیمو اړیکو نه شتون د حقایقو ،اطلاعاتو اوراپورونو د تحریف لامل ګرځي چې دا په خپل وارسره نه دا چې د نه معلوماتو خلیج رامنځ ته کو ي بلکې په عامه افکارو ، د حکومت په پالیسیواو سیاستونو او په دوه اړخیزه اومتقابل اعتماد او حسن نیت هم د پام وړ اغیزکاږي او د یو بل په اړه ناسم انګېرنې، غلط ا تصورات عقدې او کینې هم زیږوي چی دا په خپل وارسره Conflict یا کړکېچ او یوې نه ختمیدونکې تر بګنۍ ته لارهواروي.دافغانستان اوپاکستان تر منځ بې اعتمادي، د حسن نیت نه شتون ،تورونه ،متخاصم سیاستونه او کړکیچ تاریخي اوسیاسي ریښې لري خود یوولسم ستمبر د پېښې نه وروسته او په افغانستان کښی د نوۍ حکومت په راتګ سره د افغانستان اوپاکستان تر منځ کړکیچ نوې بڼه غوره کړه او د کړکیچ تاریخي لاملونه د ترهګرۍ په وړاندې د جګرې اونورو رابرسیره شویو لاملونو عوض شول چی ډیره برخه ېې د تورونو لړۍ Blame Game وه چې د دواړه حکومتونولخوا او هم د دولتي او غیردولتي رسنیو لخوا یا په شعوري او یا هم په غیر شعوري توګه پیل شوه چی تر بل هر وخت ېې بې اعتمادي ،منفي ګرايي کینه او نفرت د ولسونو ،حکومتونواو هم د رسنیو تر منځ زیاته کړه چی لاتراوسه دا نه ختمیدونکې لړی دوام لري او ورځ تر بلې په کښې اضافه “Escalation”کیږي خو د خواشینئ او تاسف ځای دادی چې د Escalation (د کړکیچ د ډیروالي) لاملونه خو ورځ په ورځ ډیرېږي خو د”De-escalation”په اړه څوک نه فکر کوي او نه هم کوښښ ،که څه هم په ملکي کچه لږې ډیرې هڅې روانې دي لکه په اوړو کښې چې مالګه وي خو هغه هم په دوامداره، بنسټييزه او په روښانه چوکاټ کښې نه وې او نه دي نو ځکه هم دومره اغیزمنې نه وې چی حکومتي سیاستونه او پالیسیو

خوپریږده حتا وېې نه شوکولای چی عامه افکارو کښې د بدلون یوه څپه او یا کم تر کمه د اعتماد ، ښه نیت او همکارۍ بحث “Discourse” رامنځته کړي.

که څه هم دغه ډول بحث (Discourse) له ډیر وخت څخه ددواړوخواؤ رسنیوکښې شته خوهغه ددې پرځای چې رغنده Constructive مثبت (Positive) دعام ښیګڼې (Public interest) هدفي (Objective) او مترقي (Development) وي تر ډیره تخریبي(Destructive) حساس (Sensational) کړکیچي (Conflictual) سیاسي (Political) اوبې ګټې (Unproductive) و، چې ګټه خو ېې نه وه بلکې بې شیمیره زیا نونه ېې هم له ځانه سره لرل، چی له هغو څخه د نږدې والي پر ځای لرې والی، د اعتماد پر ځای بې اعتمادي، د ښه نیت پر ځای بد نېتي، د مینې پرځای نفرت،دپرمختګ پر ځای شاتګ ، د حل پر ځای ستونزې، د سولې پرځای دښمني اوکړکیچ، دا هغه څه دي چی د دواړو خواؤ رسنیو خپلو هیوادونو او ولسونوته په تیرو څوارلسوکلونوکښی ورکړي دي.

د تودې خبرو “Hot talk” او خپرونو پرځای زمونږ رسنیوکولای شول چې نرمې او سړې خبرې “Soft talk” خپرونې ولري، د تورونو پرځای د اعتماد، نفرت پرځای د مینې او د کړکیچ پر ځای مو د سولې پر موضوعاتوکه بحثونه ، خپرونې او راپورونه متمرکزکړي وو، نو نن به د (Escalation) پر ځای په دوه اړخیزو اړیکو کښې De-escalation و، او د بې اعتمادۍ، شک او نفرت دا فضا به د اعتماد، ښه نیت او د مینې په فضا بدله شوې وه . اوس ددغې فضا ، بحث او تسلسل د بدلولو لپاره مونږلاس په کار شوي یو او غواړو رسنیو ته نوی لید لوری ، د بحث نوي موضوعات او لوري په ورکولو سره د دواړه خواؤ رسنښ د سولې، اعتماد اوښه نیت لپاره متحرک، منسجم او بسیج کوو اود BGR(Building Goodwill through Quality Reporting) د تیورئ اونظرېې په (apply) عملي کولو د رسنیو له لارې د سولې لړۍ پېلول غواړو بلکې پیل کړې موده، دغه لړۍ او دغه نوښت به دPeace through media or peace through exchange or peace through information په نوم د هندوستان او پاکستان تر منځ د “آمن کي آشا” په څیر د راشه درشو یو دوامداره پروګرام وي چې په دې لړکښې تراوسه د افغانستان او پاکستان د رسنیو ترمنځ مو دوه راشه درشې ترسره کړي دي او د دریمې راشه درشې په درشل کښې یو چی له وړوکي اخترنه وروسته به تر سره کیږي چی په ترڅ کښی به پاکستاني رسنۍ د دویم ځل لپاره د اوو ورځني سفرلپاره افغانستان ته راځي چې په اړه به ېې معلومات په تفصیل سره په بله لیکنه کښې وړاندې شي.
اسدالله داودزی د پښتونخوا د سنټرل ساینس کالج څخه په سیاسي علومو کښې لیسانس او د پیښور پوهنتون څخه په نړیوالو اړیکوکښې ماسټري لري. اوسمهال د ایکول اکسس نړیوالې مؤسسې سره د افغانستان او پاکستان د رسنیو د راشه درشې د پروګرام آفسر په حیث کار کوي او ترڅنګ یې د یویشتمې پیړئ د مشرتابه ښوونځي، پاک افغان ځوانانو تړون او د ندای افغانستان بنسټونو مشري هم پرغاړه لري.

ځواب دلته پرېږدئ

ستاسو برېښناليک به نه خپريږي. غوښتى ځایونه په نښه شوي *