ستوري د هر چا دي لوى اسمان د ټولو خلکو دى
پرېږدئ چې اباد وي دا جهان د ټولو خلکو دى
ته يې د خپل ځان غوندې ملا صرف د ځان ګڼې
رب العالمين، رحيم، رحمن د ټولو خلکو دى
نن چې د ګلونو لَو کوي همده پرون ويل
ګل د هېچا ندى ګلستان د ټولو خلکو دى
دا د نوي دور قارون نوې لوبه جوړه ده
ګټه د يو کس ده او تاوان د ټولو خلکو دى
ماته يې لېمو کې د شوخۍ په ژبه وويل
سرې شونډې مې ستا دي سور پېزوان د ټولو خلکو دى
دا ساده کيسه ده فلسفو ته حاجت نه لري
خداى د ټولو خلکو دى، شيطان د ټولو خلکو دى
سيل د لرې لرې وطنونو مرګ د خپل وطن
ستا ندى خټکه دا ارمان د ټولو خلکو دى
راشد خټک، ٢٥ مى، ٢٠١٣
واشنګټن ډي سي
One thought on “د راشید خټک تازه غزل”
ځواب دلته پرېږدئ
تاسو باید دننه شئ چې څرگندون ولیکۍ.
ډېر ښکلی غزل دی ډېر ښکلی د اوسني حالاتو د ترجمانۍ دا بیتونه یې ډېر عالي دي..\
ته يې د خپل ځان غوندې ملا صرف د ځان ګڼې
رب العالمين، رحيم، رحمن د ټولو خلکو دى
نن چې د ګلونو لَو کوي همده پرون ويل
ګل د هېچا ندى ګلستان د ټولو خلکو دى
دا د نوي دور قارون نوې لوبه جوړه ده
ګټه د يو کس ده او تاوان د ټولو خلکو دى