له ټکسي وانه تر قوماندانه چې هرسړي سره مخ شې، د کانديدانو په ماهيت او حيثيت انتقادونه به دې سر در ډډ کړي، خو که د هر يوه یې جيب وپلټې په سلو کې پنځه نوي یې د انتخاباتو کارت نلري. د داسې خلکو قضاوت ته پښه نيول پرته له دې چې سياسي کاروان ودروي بله ګټه نلري.
سياستوال او د اقتدار په کش و ګير کې بوخت کرکټرونه که له سياسي لفاظیو ورتېر شي، هر يوه يې په دې باور دی، چې په راتلونکو ټاکنو کې ولس او د ولس رايه فکتور ندی، د دوی دا خبره به په ډېرو خلکو بده لګېږي مګر حقيقت خو همداسې دی.
په جنوب او ختيځ کې پخوا د پښتنو ميرمنو رايه نه کاروله، خو دا ځل به يې نارينه هم رايه ونه کارولای شي، ځکه نه کارت لري، چې رايه وکاروي، نه یې اراده لري، چې رييس جمهور وټاکي او خپله خبره ورسره شريکه کړي او نه له هغه حکومت سره دلچسپي لري، چې پوليس يې د ترکارۍ ماليې ته ولاړ وي، خو خير يې یوه زره ندی وررسېدلی. په شمال کې خلک د جنګسالارانو سره یرغمل دي، کارت لري، خو کارت به د هغه چا لپاره کاروي، چې پرته له اجازې يې له خپلو مېرمنو سره نشي بېدېدلای.
نو و واياست چې د افغانستان ټاکنې په نسبي ډول هم ټاکنو ته پاتې کېدای شي؟
ځواب منفي دی.
هر کانديد که مفکر دی، که پروفیسور، قومي مخور او که خان يا ملک د خلکو په ځای یې د رايو بانکونو ته خولې جينګې کړې دي. د حيثيت خلک چې پښې به یې ټينګې اېښودلې اوس ددې لپاره چې فرضيه معکوسه ثابته کړي، قدرت ترلاسه کړي، توجيحات کوي، جنګسالار د وطن ضرورت معرفي کوي، قومي ټيکه داران نا انکاره حقيقت ګڼي، حتی افغانستان همداسې نامتجانسه او د استثناتو ټولنه تعبيروي او غله غدوی ته غېږه ورکوي.
څوک چې د قدرت په نرم انتقال باور لري، اوس په دې باور دي، چې جنګسالاران او قومي انحصارچيان د واک بېلانس ټاکي د فيصلو سمې او غلطې فرضيې ثابتوي نو غوره ګڼي، چې له خپلو برنامو او ارمانونو څخه په څنډه له يو فاسد او خاين سره معاملې ته د سياست او ټولنې د ضرورت پر توږ ور واغوندي.
د ولس بې تفاوتۍ او په سيستم کې چټليو ډېر پاک خلک د سياست او اقتدار لپاره په خرافاتو عادت کړل، دوی ټيم ړومبی کړ برنامه به ورپسې وي، چې جنګسالار ضرورت شو، دا خو واضح ده چې برنامې سر خوړلی دی، برنامې او چارچوبونه به يوازې د تکيه کلامونو حيثيت ولري – يوازې د لفاظيو حيثيت به جوړ کړي.
په افغانستان کې د فکر خاوندان او سياستوال فکر کوي، چې ولس ته خدمت او د وطن جوړېدل د حکومت او رسمي قدرت له لارې امکان لري، دوی ته د ولس له منځه د کلي له پولې او د جومات له ممبره مبارزه داسې ښکاري لکه په خوب کې خبرې. همدې غلطو تصوراتو او غلطو تعبيرونو ممبر له موږ نه پنجابي ته په لاس ورکړ، مدرسه بنيادګرو ته په لاس ورغله، محلي حکومتونه مافيا او د جنګسالار منګولو ته ولوېدل او د وکالت سټيج ته قومي ټيکه داران وختل.
انتخابات اوس لا په تصوراتو کې ځای لري، د دې منفي جريان تاوانونه به هله په پوست او هډ احساس کړو، چې له دې ګډولو نوي تشکيلات جوړ شي او شيره ونيسي.
په کابل کې د رايو مرکزونه پرانستي دي، خو داسې خلک به درې تر څلورو سلنې زيات ونه ګورې چې په انتخاباتو د باور او فکري ګډون لپاره کارت اخلي، له بده مرغه ددوی متباقي اکثريت د ساختماني شرکتونو، جنګسالارانو، جنګي تنظيمونو، د تېلو مافيا او سياسي قرارداديانو د عملو په موټرونو کې راوړل شوي دي، د دوی په رايو له ورايه معاملې شوې، د دوی د رول ټيکه له وړاندې قرارداد شوې ده. هغه رايه چې د رايو بانکونو ته ورجمع کېږي، ښکاره خبره ده، چې ولس پکې د حساب وړ فکتور ندی.
په سياسي محافلو کې د هر قوم د رايو محاسبه د قومي ضامن په ضمانت سره کېږي، محقق يو نيم مېليون پخه رايه لري، خليلي دوه ميليونه پخه رايه لري، عطا محمد نور دوه ميليون پخه رايه لري، دوستم يو ميليون، عبدالله اته لکه، د مسعود کورنۍ شپږ لکه او د کندهار د ملا نقيب زوی يو نيم لکه پخه رايه لري. دا د رايو بانکونه بايد کانديدان سره ووېشي که له يو کانديد سره ددې ټيکه دارانو څخه يو هم نه وي، ښکاره ده، چې موقف به يې د تېرو ټاکنو د بسم الله شېر وي.
پوښتنه داده چې د رايو دا بانکونه چا جوړ کړل، په بانکونو کې پخې رايې د چا په ذريعه راټولېږي، په پخو رايو د چا عکسونه او د ګوتو نښې لګېدلې دي؟ د ولس، د خلکو، د افغانستان د بېوزله او هردم شهيدانو، چې نه ډوډۍ لري، نه د اغوستن جامې.
ترهغې چې خلکو ته په خپل لاس د خپل سياسي اجتماعي برخليک د بدلولو چل، ور زده نکړو، چې په ځان او خپله پرېکړه يې اعتماد جوړ نکړو، چې د جنګسالار او قومي سياست مدار له کوډو یې په شعوري ډول راونه باسو، تر هغې به د ولسواکۍ معيارونه له بانکونو سره محفوظ وي، ترهغې به قدرت د شلو او ديرشو کورنيو په منځ کې راچورلي، هغه قدرت نه زموږ لپاره دی، نه د مثبت بدلون لپاره.
دا لیکنه په محور ورځپاڼه کې خپره شوې.