په پاکستان ک�� د افغانستان لپاره د نور څه تر څنګ ګڼ داسې کارونه تر سره کېږي، چې تر مخامخ جګړې يې منفي اغېز زيات دی. په هغه هېواد کې د موټرو جعلي پلېټونه، د درملتونونو اسناد، د ښوونځيو او پوهنتونونو د فراغت اسناد، جعلي تذکرې او ان بانک نوټونه په دومره شمېر کې چاپېږي او افغانستان ته راوړل کېږي، چې لايې لاحساب کتاب نشته.
ستره اندېښنه چې په دې وروستيو کې ولس او د ټاکنو نوماندان ټول ترې ځوريږي، په پاکستان کې د چاپ شويو جعلي رای کارتونو په تړاو ده، چې په پام کې ده، هېواد ته را دننه ګړای شي او د ټاکنو په ورځ د يو شمېر کانديدانو په ګټه وکارول شي.
موږ چې هر وخت د تباهۍ کندې ته غورځو، نو مافيا مو د داسې کارونو مشري کړې وي او هغه د چا له وېرې پرته خپل بری تر لاسه کړی وي.
په دې وطن کې هرڅوک خپل اسان ځغلوي او هرچا پکې د شلغمو له وړې سوداګرۍ اوس د ترياکو تور کاروبار ته مخه کړې ده.
د تورکاروبار کسان او لابيان معلوم دي، دوی دا کارونه په کومه وړه کچه نه کوي، بلکې دومره زور او طاقت ورسره وي، چې نه يې مخنيوی څوک کولای شي او نه ترې پوښتنه کېږي.
دا کوم واړه کارونه نه دي، ددې لوی کاروبار روان دی، لوی سوداکر او کمېشن کاران يې په بازارونو او ادارو کې لګيا دي، په يوه ټليفوني اړيکه هرڅه برابرېږي له تلاشيو پرته له پولو را اوړي او د هېواد هرې نقطې ته چې وغواړي ور رسېږي.
دغه ډول جعل کاران په چمن، کوټه او زياته برخه يې په خيبر بازار کې دېره دي، د کاربارونو کچه يې د هټيو په اندازه نه، بلکې د سترو کارخونو په حساب ده. دلته د جعلي کارانو سترې ډلې ګرځي، له پيسو نيولې تر وړو څيزونو پورې ستا د غوښتنې هر څه در چمتو کوي. د ډالرو او کلدارو دا معامله د نن او پرون خبره نه ده، دا وختونو، وختونو ته رسېږي.
يو مهال مې د موټرو د پلېټونو په اړه څېړنه کوله د ترافيکو له يوه چارواکي سره مې خبرې کولې، ويل يې دغه پلېټونه په اسانۍ سره څوک نشي پېژندلای، تر هغه چې يو پوره مسلکي کس نه وي او يا هم دماشين په وسيله ونه کتل شي.
د رايو هغه کارتونه چې په جعلي ډول چاپ شوي، څه فکر کېږي، چې ايا مخنيوی به يې وشي؟ که په هومره مهارت سره چاپ شوي وي، چې لکه نور اسناد چې جوړوي، نو بيا خود رای ورکولو په محلونو کې په دندو بوخت عادي کارکونکي ددې له درک او پېژندلو عاجز دي، ځکه چې د موټرو په پلېټونو کې په دومره ستره کچه جعل کېږي، نو په دې کې خو لا زيات پام کوي.
پوښتنې دادي، چې د ټاکنو کمېسيون هغه کار کوونکي به څومره مسلکي وي، چې د رای ورکونې په محلونو کې ګومارل شوي دي؟
د ټاکنو کمېسيون له وړاندې ډاډ ورکوي، ټولې هغه تخنيکي چارې چې د دوی اړوند راځي، سمې تنظيم شوې، خو په تړاو يې يو لړ اندېښنې هم شته، هغه ددې ډول کارونو د مخنیوي په برخه کې چمتوالی دی، چې تر کومه بريده به يې مخه ونيسي.
په افغانستان کې د مافيا رېښې تر هغه ډېرې خورې دي، چې يو څوک يې په تړاو فکر کوي، ځکه چې مافيا په يو ډول نه يو ډول سره ځان خپلو ګټو ته رسوي او هغه که په هر ډول وي.
اوس ددې جعل کاريو مخنيوی پکار دی، د ټاکنو کمېسيون که په هر قیمت کولای شي، بايد ددې سترې اندېښنې د رفع کولو لپاره مټې بډ وهي.
دا ستونزه به په مرکزونو او لويو ښارونو کې دومره جوته شي يا نه، خو په لرې پرتو ولسواليو او هغو سيمو کې چې پکې ډېر واک د زورواکو او ټوپکسالارانو چلېږي، ولس د دوی تر جغ لاندې غاړه وړي، څه به کېږي؟
دوی به ماشومانو ته دا کارتونه ورکړي او د هغوی په وسيله به يې وکاروي، دوی به د خپل ټوپک په زور ناظرين و وېروي او خپل هدف ته به ځانونه نېږدې کړي.
په تېرو ټاکنو کې د درغليو کچه ډېره لوړه وه، ځکه چې څوک يې د مخنيوي نه وو او نه هم د ټاکنو کمېسيون هغسې رول ولوباوه، چې بايد لوبولی يې وای. دوی د ټولو هغو سيمو د رايو صندقونه قرنطين نشوای کړای، چې په جعل سره ډک شوي وو، دوی د هغو ټوپکوالو مخه ونه نيوله، چې د خپلو مشخصو کانديدانو لپاره يې کار کولو او د هغوی لپاره يې صندقونه ډکول.
په اوس کې د ټاکنو د شکايتونو د چارواکو هغه خبره پوره پر ځای ده، چې وايي، د را روانې دورې د ټاکنو پر وړاندې ډېرې ستونزې د تېرو دورو ټاکنو زيږولې دي، چې تر ننه ورته د حل لار نه پيدا کېږي.
په ټوله کې د ټاکنو کمېسيون ته پکار ده، چې په دې برخه کې رغنده رول ولوبوي، داسې يو پلان پر وړاندې يوسي، چې زورواکي او هغه مافيا چې په ګاونډي پاکستان کې يې د رای ورکونې کارتونه چاپ کړي، مخنيوی وکړي او په دې کار کې بايد افغان امنيتي ځواکونه ورسره مرسته وکړي.
دا سمه ده، چې د افغان امنيتي ځواکونو لپاره راتلونکې ټاکنې تر يوه بريده ستونزمنې دي، چې هم يې دې امنيت ونيسي او هم يې دې د نورو ستونزو په مخنيوي کې مرسته وکړي، خو څه ده، چې دنده يې ده او بايد چې په دې برخه کې پوره مرسته وکړي او هغه جعل کوونکي، چې نيسې يې له کوم توپير پرته د قانون منګلو ته وسپاري.